2017-03-09
کتونکي وایي، اورپکي ملکیانو ته هېڅ درناوی نه لري، او په ځانګړې توګه ښځې هره ورځ د هغوی له ظلمونو سره مخامخ کېږي.
2017-03-08
اورپکو د ډاکټرانو لباسونه اغوستي وو او د شپږساعته اوږدې پېښې په ترڅ کې یې ناروغان، ډاکټران او نرسان تر هغه وخته ویشتل چې ځانګړو ځواکونو هغوی ووژل.
2017-03-06
د اورپکو د دغې ډلې له خوا حملې د هېواد ځوانان محروموي، بې ګناه خلک وژني، او د ټولو افغانانو اقتصادي زور له منځه وړي.
2017-03-02
د داعش پر ضد د بریالیتوبونو سلسله د شاهین ۲۵ عملیاتو برخه ده، او دا کمپاین د دې لپاره دی چې ولایت له دغه اورپکي ګروپ څخه پاک کړي.
2017-02-28
د فاطمیون غونډ او د زینبیون غونډ، چې له افغان او پاکستاني شیعه اجیرانو څخه تشکیل شوی دی، د سوریې د حکومت په ګټه جګړه کوي.
2017-02-23
کتونکي وایي، ملکي خلکو د ترهګرو پر ضد د افغانستان د څو لسیزو په جګړه کې تر ټولو ډیرې سختۍ لیدلې دي.
2017-02-20
کارپوهان وایي، یوه نوې ویډیو چې ښیي ډېر کوچني ماشومان هغه سړي اعداموي چې د داعش مخالفت کوي دا له ماشومانو څخه ښکاره بده استفاده ده.
2017-02-16
چارواکي وایي، د تاجک - افغان پولې په اوږدو کې لږ تر لږه ۱۰ زره اورپکي سره راټول شوي دي.
2017-02-15
په ۲۰۱۶ کال کې د اورپکو له خوا له ۱۱۰۰۰ څخه ډیر ملکي خلک، چې نژدې ۴۰۰۰ یې ماشومان ول وژل شوي دي، او اسلامي عالمان وایي چې دغه کار جهاد نه بلکه قتل دی.
2017-02-14
چارواکي وایي، د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو مسلسلو وحشتونو په امنیتي ځواکونو د خلکو اعتماد او ورسره همکاري زیات کړي دي.