امنیت

د طالبانو تش په نامه قاضي القضات د درز د وروستۍ نښې په توګه د سولې غږ وکړ

د سلیمان راپور

دا هغه لیک دی چې د طالبانو قاضي القضات مولوي عبدالحکیم لاسلیک کړی دی. [فیسبوک/۲۰۹ شاهین قول اردو]

دا هغه لیک دی چې د طالبانو قاضي القضات مولوي عبدالحکیم لاسلیک کړی دی. [فیسبوک/۲۰۹ شاهین قول اردو]

کابل -- یو داسې لیک راوتلیچې د طالبانو په لوی مشر ملا هبت الله اخونزاده باندې غږ کوي چې د سولې لپاره د افغانانو «مشروع غوښتنو» ته ځواب ووايي.‌

کتونکي وایي، دغه لیک، چې د طالبانو تش په نامه قاضی القضات مولوي عبدالحکیم لاسلیک کړی، د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې سره د یوځای کېدلو لپاره د دې ډلې د زرغون څراغ استازیتوب کوي، خو همدارنګه د طالبانو د جیګپوړو چارواکو تر منځ یو ژورېدونکی وېش هم څرګندوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه لیک یوه کاپي ژورنالستانو ته په لاس ورکړه او ویې ویل چې هغه د غوایي د میاشتې په اوږدو کې له بغلان ولایت څخه لېږل شوی وو.‌

په لیک کې راغلي، «اکثر افغانان... له روان جنګ او د هغه له نتایجو څخه ستړي شوي او د سولې غوښتنه کوي،»

افغان امنیتي ځواکونه د ۵ نیول شویو مشکوکو طالبانو تر څنګ په داسې حال کې ولاړ دي چې هغوی د وري په ۲۵ مه په غزني ولایت کې رسنیو ته وړاندې کېږي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د ۵ نیول شویو مشکوکو طالبانو تر څنګ په داسې حال کې ولاړ دي چې هغوی د وري په ۲۵ مه په غزني ولایت کې رسنیو ته وړاندې کېږي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

ملا منان نیازی په یوه بې نېټې عکس کې، د درې هغو کسانو له نیولو څخه وروسته، چې غوښتل یې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي او ادعا کیږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخونزاده د ملاتړو له خوا ورلېږل شوي ول، خپلو ملګرو ته وینا کوي. [له ملا منان نیازي څخه په مننه]‌

ملا منان نیازی په یوه بې نېټې عکس کې، د درې هغو کسانو له نیولو څخه وروسته، چې غوښتل یې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي او ادعا کیږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخونزاده د ملاتړو له خوا ورلېږل شوي ول، خپلو ملګرو ته وینا کوي. [له ملا منان نیازي څخه په مننه]‌

لیک وایي، «دا چې د طالبانو مشران د افغانانو د روا غوښتنو په وړاندې مسؤلیت لري... رهبري باید د سولې لپاره د خلکو غوښتنه په پام کې ونیسي او له ټولو مشرانو سره له مشورې څخه وروسته افغانانو ته یو قانع کوونکی ځواب ورکړي،»

د ملا هبت الله پلوي طالبانو د دغه لیک د حقیقت په هکله شک ښودلی دی.‌

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل،‌ دغه لیک «جعلي» دی او «له طالبانو سره هېڅ ارتباط نه لري».

طالبان وېشل شوي دي

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «مولوي عبدالحکیم پوهېږي چې طالبان نشي کولی چې په افغانستان کې بریا ترلاسه کړي، له دې امله هغه د سولې خبره کوي،»

هغه وویل، «طالبان خپله بې اتفاقي پټوي ځکه چې هغوی نه غواړي چې د خپلو جنګیالیو مورال کمزوری کړي او هغوی ترې تیت او پرک شي،‌ خو حقیقت دا دی چې دغه ډله په داخل کې ډېرې ستونزې لري،»

ویاند وویل،‌«هغوی په ۲۰ ډلو وېشل شوي دي. ځینې یې له مافیا او د نشه ییزو توکو قاچاقچیانو سره یوځای شوي؛‌ ځینې یې له ترهګرو او افراطیانو سره یوځای شوي او ځینې یې د سیمه ییزو استخباراتي ادارو لپاره کار کوي،»

رادمنش وویل، «په عمومي توګه، د هغوی له بې اتفاقیو سره سره، هغوی ټول د دې لپاره کار کوي چې افغانستان وران کړياو خلک یې وننګوي،»

دا لومړی لیک نه دی چې په وروستیو اونیو کې راڅرګندېږي، او ښیي چې د طالبانو ځینې ډلې دې ته تیارې دي چې د سولې د خبرو لپاره د ولسمشرغني بلنه ومني.

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه ویاند تورن محمد حنیف رضایي سلام ټایمز ته وویل، «تر دې مخکې،د طالبانو د مؤسس ملا محمد عمر یوه زویاو همدارنګهد هلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوري هم د سولې لپاره عین ډول غوښتنه کړې وه،»

رضایي وویل، «طالبان په دوه ډلو وېشل شوي دي:‌ د ملا هبت الله جبهه او د ملا یعقوب پلویان. د دغو ګروپونو تر منځ سخت اختلافات موجود دي. مونږ هیله لرو چې د ملا عبدالحکیم پلویان هم دا درک کړي چې جنګ د حل لاره نه ده او دا چې هغوی نشي کولی چې د جګړې له لارې خپل هدفونه ترلاسه کړي.»

د سولې لپاره یو 'زرغون څراغ'

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت یوه استازي غلام فاروق مجروح وویل، «دا لیک او د طالبانو د قاضي القضات غوښتنه د سولې د مذاکراتو لپاره یو زرغون څراغ دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان،‌او بیا ورپسې د طالبانو د قاضي القضات له خوا دا غوښتنه ښیي چې د طالبانو په لیکو کې د سولې او جنګ په هکله ژور اختلاف موجود دی،»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر او د پکتیکا ولایت پخواني والي امین الله شارق وویل،‌ «د سولې هغه کړنلاره چې د غني له خوا طالبانو ته وړاندې شوې ... ښه او هر اړخیز سیاسي امتیازات وړاندې کوي. دغه ډول امتیازات ښایي هېڅکله هم هغوی ته بیا وړاندې نه شي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغې وړاندې کړای شوې وړاندیز یو شمېر طالب مشران دې ته هڅولي چې د سولې د مذاکراتو له پیلولو او د جګړې پای ته رسولو سره علاقه مندي وښیي. د طالبانو د قاضي القضات له خوا لیک په څرګنده ښیي چې د دې ډلې یو شمېر مهم مشران دې ته حاضر دي چې سوله وکړي.»

شارق وویل، «دا په مطلق ډول روښانه ده چې د طالبانو روان جنګ له مذهبي پلوه مشروعیت نه لري. طالبانو پخپله هم دا درک کړی چې هغوی نور نشي کولی چې دین د یوې وسیلې په توګه استعمال کړي او جګړه پر مخ بوځي او دا چې بالاخره هغوی د سولې پروسې سره له یوځای کېدلو څخه پرته بله لاره نه لري.»

په وروستیو اونیو کې،‌ چې د مولوي عبدالحکیم د لیک له خپرېدا سره برابرې دي، په لسګونو طالب قوماندانان تسلیم شوي دي.

په داسې یوه انکشاف کې، د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وري په ۲۴ مه خبریالانو ته وویل، «۶۰ تنو طالبانو، چې د هغوی داسې وزیران او قوماندانان هم په کې شامل دي چې اوس یا د طالبانو د واکمنۍ پر وخت [۱۹۹۶ - ۲۰۰۱] یې رسمی موقفونه لرل، دې ته تیاری ښودلی چې سوله ومني،»

د طالبانو او خلکو تر منځ فاصله زیاتېږي

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو تحلیلګر مقدم امین سلام ټایمز ته وویل،«طالبانو دا درک کړې چې د هغوی له خوا د جګړې دوام،‌ د هغوی ترهګریزو فعالیتونو او هغې لارې، چېهغوی پرې له ملکي خلکو سره چلند کوي، د هغوی او د ولس تر منځ فاصله زیاته کړې ده،»

هغه وویل، «له دې امله،‌ هغوی له دې سره علاقه مندي ښیي چې د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي او جګړه پای ته ورسوي،»

د افغانستان د سولې د عالي شوراد ویاند مرستیال محمد حیدري سلام ټایمز ته وویل،«د ولس، دیني عالمانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د سولې د پروسې په هکله توافق موجود دی،»

حیدري وویل،«د سولې پروسې سره دغه پراخ ملاتړ مونږ د سولې کولو او د جنګ پای ته رسولو په هکله ډېر هیله من کړي یو،»

هغه زیاته کړه، «مونږ د سولې لپاره خپل هدف ته نور هم ورنژدې کېږو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا به تر ټولو ښه خبر وي که عبدالمنان دا لیک د زړه له صدقه لیکلی وي چې د سولې غوښتنه کوي، ځکه چې دا د افغانستان د ټولو خلکو هیله ده چې په یوه ازاد او ارام چاپېریال کې ژوند وکړي.‌

ځواب ورکړئ