امنیت

د هرات اوسېدونکي د طالبانو له خوا د اوربند په لور تمایل ته هرکلی وایي

د نصیر صالحي راپور

د هرات له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د زمري په ۱۶ مه په هرات ښار کې سره راټول شول چې پر طالبانو غږ وکړي چې جګړه او د افغانانو وژل بس کړي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- د قومي مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنې د فعالانو او عادي خلکو په شمول، د هرات له ۱۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو په هغې غونډه کې برخه واخیستله چې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۶ مه/ د سولې د عالي شورا له خوا تنظیم شوې وه او د طالبانو هغې وروستۍ اعلامیې ته یې هرکلی ووایه چې وایي،‌ غواړي د سولې لاره ونیسي.

د هرات د سولې د ولایتي شورا رییس، مولوي غلام سرور بارکزي، سلام ټایمز ته وویل،‌«طالبانو وار له مخه د اوربند غوښتنه کړې او د لوی اختر په ترڅ کې د اوربند د کولو لپاره د تمایل په هکله یې خپلې اعلامیې صادرې کړې دي.‌په همدې دلیل، مونږ دا غونډه وکړه چې عام خلک د دغو انکشافاتو په هکله خبر کړو.»

هغه یوه وروستي لیک ته اشاره کوله چې ویل کیږي د طالبانو د تش په نامه قاضي القضات، مولوي عبدالحکیم، له خوا په هرات کې په ځینې ولسوالیو او د افغانستان په نورو ښارونو کې خپور شوی دی.‌ د راپورونو له مخې،‌لیک د تېر کوچني اختر په مناسبت شوی اوربند ستایي او وایي چې ښایي دغه ډله په خپلو پوځي فعالیتونو سربېره حقیقي مذاکراتو ته داخله شي.‌

د بارکزي په وینا،‌ طالبان غواړي چې په هرات کې د سولې پروسې سره یوځای شي، چې دغه کار یې د افغانستان په لودیځ کې د جنګیالیو کوچني ګروپونه دې ته برابر کړي چې د سولې عالي شورا سره رابطه وکړي،‌ او زیاته یې کړه چې ډېرو یې وار له مخه مستقیمې خبرې کړې دي.‌

د هرات له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي، چې دیني عالمان هم په کې شامل ول، د زمري په ۱۶ مه په هرات ښار کې سره راټول شول او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د سولې لاره ونیسي او له نورو وژنو څخه لاس واخلي. [نصیر صالحي]‌

د هرات له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي، چې دیني عالمان هم په کې شامل ول، د زمري په ۱۶ مه په هرات ښار کې سره راټول شول او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د سولې لاره ونیسي او له نورو وژنو څخه لاس واخلي. [نصیر صالحي]‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان هره ورځ خپل استازي مونږ ته رالېږي، او مونږ هم خپل استازي هغوی ته ورلېږو،»

هغه وویل، «په تېرو څو ورځو کې، مونږ خپل استازي د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته ولېږل او طالبانو وار له مخه زمونږ استازو ته خپل میلان څرګند کړی چې غواړي د سولې پروسې سره یوځای شي،»‌

یو نامشروع جنګ

د دغې غونډې هدف دا هم وو چې له هغو فتواګانو څخه ملاتړ وکړي چې د افغانستان او د اسلامي نړۍ علماوو د طالبانو د جګړې پر ضد ورکړي دي.

د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه په زرګونو علما د غبرګولي په میاشت کې په کابل کې راټول شول،او اعلان یې وکړ چې ځانمرګي بمي بریدونه حرام دي او په افغانستان کې د جګړې پر ضد یې یوه فتوا صادره کړه.‌ وروسته د چنګاښ په میاشت کې، د ۵۷ هېوادونو له ۱۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو په سعودي عربستان کې غونډه وکړهاو په افغانستان کې له دوامدارې سولې څخه یې خپل پوره ملاتړ اعلان کړ.

له ۱۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو، چې په هرات ولایت کې یې د سولې په غونډه کې برخه اخیستې وه، په یوه خوله جنګ حرام وباله.‌

په هرات کې یوه دیني عالم، محمد جواد توکلي، وویل، هغه کسان چې جنګ کوي،‌ په افغانانو باندې ظلم کوي او په افغانستان کې د هر څه یا هر چا په وړاندې له رحم ښودنې څخه پرته، ځوانان وژني، داسې کسان دي چې په دروغو ادعا کوي چې د اسلام او وطن په نامه جنګ کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا جګړه هېڅ‌ مشروعیت نه لري ځکه د سولې خواته تللې لاره موجوده ده او د افغانستان ټول ملت د سولې لپاره لاس اوږد کړی دی،»‌

په هرات ولایت کې د یوه جومات امام،‌ سلطان احمد حقجو، وویل، چې په افغانستان کې جنګ له وراني او ورور وژنې څخه پرته نور هېڅ ممکنه نتیجه نه لري.‌

هغه وویل، «جنګ یوازې هغه وخت مشروع دی چې اسلام په خطر کې وي، خو اوس، د اسلام پر ضد هېڅ ګواښ نشته. له دې امله، جنګ مشروعیت نه لري، او په افغانستان کې هیڅوک جنګ نه غواړي.»

حقجو زیاته کړه، «مونږ، هم، مسلمانان یو. زمونږ ملت، هم، یو مسلمان ملت دی... له دې امله، د طالبانو جنګ بالکل غیرمشروع دی،»

خلک وایي، زمونږ وژنه بنده کړئ

د هرات یوې اوسېدونکې، زینب رحیمي، چې ۲۷ کاله عمر لري او د سولې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، چې د دغه ولایت اوسېدونکي له طالبانو څخه غواړي چې له نورو وژنو څخه لاس واخلي.‌

زینب سلام ټایمز ته وویل، «که هغوی په ریښتیا سره غواړي چې په حکومت کې برخه واخلي، هغوی باید په دې پوه شي چې ځانمرګي بریدونه، جنګ او د ځوانانو وژنه داسې لاره نه ده چې دوی پرې هدف ته ورسیږي،»

هغې له طالبانو څخه وغوښتل چې خپلې غوښتنې د مذاکراتو له لارې له حکومت سره شریکې کړي او نور د بې ګناهخلکو له وینو تویولو څخه لاس واخلي.

زینب زیاته کړه، «مونږ ټول په یوه خوله وایو چې مونږ سوله غواړو، مونږ سولې ته ضرورت لرو، مونږ د سولې ملاتړ کوو او مونږ د هر هغه پلان ملاتړ کوو چې د سولې په هکله وي،»

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي محصلې مهسا احمدي، چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، «زه فکر کوم چې طالبان باید خپلې غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي او حکومت هم باید عین کار وکړي،»

احمدي سلام ټایمز ته وویل، «خو، حکومت باید په هېڅ ډول د خلکو په غوښتنو جوړجاړی ونه کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500