امنیت

د جوزجان ښځو د طالبانو او داعش پر ضد وسلو ته لاس کړ

اعزازالله

د جوزجان ولایت د ۱۵ تنو ښځو یوه ډله چې د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره یې وسلې پورته کړي دي د نومبر په اوایلو کې ښودل کیږي. [اعزازالله]

د جوزجان ولایت د ۱۵ تنو ښځو یوه ډله چې د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره یې وسلې پورته کړي دي د نومبر په اوایلو کې ښودل کیږي. [اعزازالله]

کابل -- د جوزجان ولایت ښځې د اورپکو پر ضد ودرېږي، له یوه ولسي پاڅون سره یوځای کېږي چې د طالبانو او داعش پر ضد جګړه وکړي.

د افغانستان د لومړۍ مېرمنې مشاورې محبوبې سراج وویل، «دا په افغانستان کې د ښځو لپاره یو عام رواج دی چې د ژوند په هره برخه کې له خپلو مېړونو سره مرسته کوي، او په دې توګه هغوی په ټول تاریخ کې د هغوی د زړورتیا له امله مشهورې دي.»

هغې وویل، د جوزجان ښځې چې د اورپکو پر ضد جګړه کوي داسې نمونوي افغان ښځې دي چې وایي چې که هغوی طالبان پسې واخلي دا به هېواد ته ثبات او سوله راولي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «له دغې ډلې څخه هرې یوې د خپلې کورنۍ یو غړی له لاسه ورکړی دی؛ هغوی بې ګناه ول، خو یاغیانو هغوی ووژل، او دا ظلم د طالبانو لپاره یو کار دی چې بې ګناه خلک ووژني.»

ښځې د هغوی د کورنیو او راتلونکي لپاره جګړه کوي

د جوزجان ولایت ویاند محمد رضا غفوري وویل، د نومبر په ۱ نېټه، د ۱۵ تنو وسله والو ښځو یوې ډلې خپل غږونه اوچت کړل او د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې یې پاڅون وکړ چې په دغه سیمه کې د یاغیانو پرضد جګړه وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه ښځې د ځایي حکومت له خوا حمایه کیږي. دا ښیي چې افغان ښځې څنګه د طالبانو پر ضد دي او هغوی څنګه د خپل هېواد په ګټه جګړه کوي.»

غفوري وویل، «یاغیان دا زړورتیا نه لري چې زمونږ له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي؛ له دې امله هغوی په عامو خلکو باندې حملې کوي. دا د هغوی د ځواک پای دی. هغوی د خلکو په کورونو، جوماتونو او ښوونځيو کې پټېږي. هغوی داسې خلک وژني چې هغه په جګړه کې برخه نه لري.»

هغه وویل، د جوزجان ښځو «وسلې را اخیستي چې د طالبي او داعشي یاغیانو پر ضد جګړه وکړي او امنیتي ځواکونو د هغوی زړورتیا او قهرماني ستایلې ده.»

د درزاب ولسوال رحمت الله حاشر په یوه وروستي خبري کانفرانس کې وویل، د ښځو دغې ډلې وروسته له هغه وسلو ته لاس کړ چې طالبانو او داعشي یاغیانو ظلمونه زیات کړل او هغوی یې په نښه کړل او د هغوی د کورنیو غړي یې ووژل.

هغه وویل، ښځې انتقام غواړي.

هغه وویل، «هغوی غواړي چې د جګړې له لارې انتقام واخلي، او په عین حال کې یاغیان ختم کړي او نورو کورنیو ته هیلې ورکړي. هغوی زمونږ د اردو د کورنۍ غړي دي. هغوی د افغانستان عامه اردو ده.»

د ولسي وسله والو ښځو د ګروپ یوې غړې فاطمې په وروستیو کې وویل چې د هغې زوی چې دوکاندار وو، د ترهګرو په تاوتریخوالي کې ژوند له لاسه ورکړ.

هغې وویل، «دا زمونږ جنګ دی؛ مونږ په دې افتخار کوو چې د یاغیانو پر ضد جګړه کوو، او دا زمونږ د هېواد د خوندي کولو لپاره زمونږ د چمتووالي یوه نښه ده، » او ژمنه یې وکړه چې دا ګروپ به له افغان ملي اردو سره اوږه په اوږه ودرېږي چې هېواد او خلک له طالبانو او داعش څخه خوندي کړي.

د ګروپ بلې غړې صالحې له ځایي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هغه حمایه کړي او ویې ویل چې هغه به په خپل وار سره په اردو کې د خپلو ورونو مرسته وکړي.

اردو او پولیس د یاغیانو پر ضد د پاڅون ملاتړ کوي

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان ښځو یوې ډلې د دولت ضد عناصرو پر ضد د جګړې لپاره وسلې راپورته کړي دي.

په ګاونډي ولایت فاریاب کې د ښځو یوې ډلې اعلان کړی دی چې هغوی د دې لپاره تیاری کوي چې د یاغیانو پر ضد جګړه وکړي، خو نور مشخص معلومات لا تر اوسه پورې پرې موجود نه دي.

د جوزجان ولایت په شبرغان کې ښځو د جوزجان د اورپکوضد ډلې حرکت وستایه، او ویې ویل چې دا د هېواد د دفاع په لاره کې د ښځو چمتووالی ښیي.

په بلخ ولایت کې په یوه وروستي پروګرام کې، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو چارواکو او ولسي مشرانو د جوزجان د ښځو قربانۍ وستایلې او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې په کورنیو باندې تاکید وکړ چې د هغو خویندو او لوڼو ملاتړ وکړي چې هغوی غواړي پوځي خدمت ترسره کړي.

په بلخ ولایت کې د پولیسو قوماندان سید کمال سادات وویل، افغان پولیس د هغو زړورو ښځو ملاتړ کوي چې د داعش او طالبانو پر ضد ودرېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په ریښتیا سره د هغوی ملاتړ کوو او مونږ په خپله اردو کې هغوی ته ضرورت لرو. هغوی د افغان ښځو نمونه دي؛ هغوی د ټول ملت مثال دي، ریښتنې اتلانې دي.»

هغه وویل، «ښځينه [پولیس] افسرانې په هېواد کې د سولې او ثبات ساتنې په برخه کې یو کلیدي رول ترسره کوي. ښځې د پولیسو لپاره ډېرې مهمې دي، ځکه چې هغوی له نارینه پولیس افسرانو سره مرسته کوي چې په ولس کې د قانون حاکمیت رامنځته کړي.»

هغه وویل، د مثال په توګه، یوازې ښځینه پولیس افسرانې کولی شي چې نورې ښځې په صحیح توګه تلاشي کړي یا یې څېړنه وکړي یا دا چې داسې کورونو ته چې کورنۍ په کې وي ورننوځي.

هغه وویل، «مونږ له کورنیو څخه غواړو چې خپل هغه خپلوان حمایه کړي چې هغوی غواړي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شي او خلکو ته خدمت وکړي.»

د بلخ د ولایتي شورا یوې غړې محبوبې سادات سلام ټایمز ته وویل، ښځې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه پیاوړي کوي او د هېواد د ساتنې په برخه کې په خدمت کې یې خپله زړورتیا ښودلې ده.

هغې په داسې حال کې چې نارینه افسران یې د خپلو ښځینه همکارانو د ملاتړ له امله ستایل وویل، «په اسلامي تاریخ کې ډېرې داسې زړورې ښځې شته چې د عدالت لپاره یې مبارزه کړې او زمونږ له پېغمبر محمد رسول الله (ص) سره یې د اسلام په پراختیا کې مرسته کړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500