تروريزم

د کابل په چاودنو کې ۲۸ تنه ووژل شول

د سټاف راپور

د ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۱مه په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې له یوې لویې ځانمرګې بمي چاودنې څخه وروسته یو ټپي شوی افغان هلک له یوه امبولانس څخه استقلال روغتون ته لېږدول کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۱مه په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې له یوې لویې ځانمرګې بمي چاودنې څخه وروسته یو ټپي شوی افغان هلک له یوه امبولانس څخه استقلال روغتون ته لېږدول کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- خامه پرېس راپور ورکړ چې د نومبر په ۲۱مه په کابل کې په دوه بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه افغانان ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت وویل، په باقرالعلوم جومات کې یوې ځانمرګې بمي حملې لږ تر لږه د ۲۷ کسانو ژوند واخیست. بمي بریدګر د شیعه ګانو یوه غونډه په نښه کړه.

خامه پرېس د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د عین ورځې په اوایلو کې، یوه بم چې له یوه موټر سره نښلول شوی وو د کابل په بګرامیو ولسوالیو کې یو کس وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500