امنیت

څادري پوښو بمي بریدګرو په ګردېز کې د شیعه ګانو په جومات برید وکړ

ای اېف پي

غبرګونو چاودنو، چې دلته یې عکس راغلی دی، د زمري په ۱۲ مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې دننه لږ تر لږه ۲۹ افغانان ووژل.‌ [ټولنیزې رسنۍ]

غبرګونو چاودنو، چې دلته یې عکس راغلی دی، د زمري په ۱۲ مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې دننه لږ تر لږه ۲۹ افغانان ووژل.‌ [ټولنیزې رسنۍ]

خوست -- څادري پوښو ځانمرګو بمي بریدګرو د جمعې په ورځ /د زمري ۱۲ مه/ په پکتیا ولایت کې د شیعه ګانو په یوه جومات هغه وخت برید وکړ، چې خلک په کې د جمعې د لمانځه لپاره راټول شوي ول. په پېښه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.‌

چارواکو وویل، هغوی اندېښنه لري چې کېدای شي د مړو شمېر زیات شي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وویل، «دوه ځانمرګې چاودنې د ګردېز په خواجه حسن سیمه کې د جمعې د لمانځه په ترڅ کې وشوې،»

هغه وویل، چې ۲۹ کسان مړه او ۸۱ نور ټپیان شوي دي، او زیاته یې کړه چې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي‌.‌

یوه افغانه ښځه، چې څادري یې اغوستې، د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۲۴ مه په هرات کې د جامع جومات مخې ته تېرېږي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

یوه افغانه ښځه، چې څادري یې اغوستې، د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۲۴ مه په هرات کې د جامع جومات مخې ته تېرېږي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

د ولایت امنیه قوماندان رازمحمد مندوزي د دوه ځانمرګو بمي بریدګرو موجودیت تایید کړ، او زیاته یې کړه چې بریدګرو د خپلو وسلو او چاودېدونکیو موادو د پټولو لپاره څادرۍ اغوستې وې.

کله چې جومات ته ننوتل، دواړو بریدګرو په خلکو ډزې شروع کړې او بیا یې خپل بمونه وچول.‌

یوه ځایي اوسېدونکي سید نعمت الله وویل، چې هغه په خپل کور کې د چاودنو غږ واورېد او جومات ته یې ورمنډه کړه.

دغه ۳۰ کلن سړي ای اېف پي ته وویل، «هرې خواته د بدن غړي، سرونه، پښې او لاسونه شیندلي پراته ول. د عبادت کوونکیو وینو د جومات دېوالونه لړلي ول... هرې خواته د شیشو ټوټې شیندلې وې،»

هېڅ ډلې سمدلاسه د برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو د ګروپ ویاند وروسته د وټس آپ له لارې خبریالانو ته لېږلي یوه پیغام کې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل.

په تاوتریخوالي کې ډېرښت

په وروستیو میاشتو کې، د افغانستان په بېلابېلو ښاري سیمو کې یو شمېر ترهرګریز بریدونه کیږي، چې په کې داعش او طالب یاغیان امنیتي ځواکونه او حکومتي ادارې په نښه کوي.

طالبانو له څو اونیو راهیسې، چې له افغان حکومت سره د خبرو اترو کولو لپاره د موافقې په هکله پرې فشار زیاتیږي، په ښار کې د کومې لویې حملې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

خو داعش په جلال اباد او کابل کې ګڼ شمېر بریدونه ترسره کړي، چې له حکومتي وزارتونو څخه نیولې د قابلو د روزنې تر مرکز پورې هرڅه یې په نښه کړي دي.‌

تېره میاشت، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د کابل نړیوال هوایي ډګر سره نژدې وچاوه،چې ۲۳ کسان یې ووژل.

په تاوتریخوالي کې دا زیاتوالی وروسته له هغه راغی چې ایتلافي او افغان ځواکونو د داعش پر ضد خپل ځمکني او هوایي بریدونه زیات کړل او طالبانو د یادې ډلېپر ضد خپل جنګ پراخ کړ.

د روانې اونۍ په لومړیو کې،د افغانستان په شمال کې له ۱۵۰ څخه ډېر د داعش جنګیالي وروسته له هغه تسلیم شول چې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو دغه حرکت د هېواد په شمال کې د یادې افراطي ډلې د پای په توګه ولمانځه.‌

دغه تسلیمي وروسته له هغه وشوه چې افغان اردو پرېکړه وکړه چې په جلال اباد کې، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش غټ مرکز دی، له یو لړ بریدونو څخه وروسته، د امنیت مسؤلیت پرغاړه واخلي. د اکثرو دغو بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی.‌

د ملګرو ملتونو یوه وروستي راپور وښودله، چېد یاغیانو بریدونه او ځانمرګي بمي بریدونه د ۲۰۱۸ په لومړۍ نیمایي کې د ملکي خلکو د مړینې لوی سببونه ول.

په مجموعي توګه ۱۶۹۲ کسان وژل شوي دي، چې دا له ۲۰۰۹ راهیسې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی هیئت (یوناما) د ریکارډونو ساتنه پيل کړې ده، تر ټولو غټ‌ شمېر دی.

راپور زیاتوي، چې ۳۴۳۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500