تروريزم

د طالبانو له خوا د غچ په توګه د ملکي خلکو له ډله ییزې وژنې څخه وروسته سخته غوسه

ای اېف پي او سټاف

یو افغان پولیس د مۍ په میاشت کې د کندهار- ترینکوټ په لویه لاره څارنه کوي. طالبانو ۲۳ تنه ملکي خلک د ډسمبر په ۲مه په کندهار کې ووژل. [راتب نوري/ای اېف پي]

یو افغان پولیس د مۍ په میاشت کې د کندهار- ترینکوټ په لویه لاره څارنه کوي. طالبانو ۲۳ تنه ملکي خلک د ډسمبر په ۲مه په کندهار کې ووژل. [راتب نوري/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د پارلمان غړو او عامو افغانانو د افغانستان په جنوب کې د طالب یاغیانو له خوا د عامو خلکو په وروستۍ ډله ییزه وژنه سخته غوسه ښودلې ده.

ای اېف پي د پولیسو د سرچینو له قوله راپور ورکړ چې طالب جنګیالیو د ډسمبر په ۲مه وروسته له هغه ۲۳ تنه ملکي خلک ووژل چې په پولیسو باندې په یوه ناکامه حمله کې یې خپل ۲۹ تنه غړي له لاسه ورکړل.

د کندهار پولیسو په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې وویل، «طالب یاغیانو تېره ورځ [د ډسمبر په ۲مه] د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې د پولیسو په پوستو باندې په یو وخت حملې وکړې، چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.»

په خبرپاڼه کې راغلي، «د طالبانو له حملې څخه وروسته، ۲۹ تنه طالب جنګیالي ووژل شول او یو شمېر نور یې ټپیان شول، او یو زیات شمېر وسلې او مهمات ترې ضبط کړای شول.»

خبرپاڼه لیکي، «بې رحمه دښمن د افغان ځواکونو په مقابل کې له سختې ماتې څخه وروسته، د ۲۳ ملکي خلکو چې ۵ ماشومان او ۲ ښځې هم په کې شاملې وې، په وژلو سره غچ واخیست.»

د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د ملکي خلکو په کورونو کې ځانونه پټول خو چې هغوی یې مخالفت وکړ، ویې وژل. د نېش ولسوالۍ د امنیې قوماندان نیازمحمد په وینا، دغه حملې د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو [د ډسمبر ۱ او ۲] پېښې شوې.

غوسه

د پارلمان یوې غړې فرشتې انوري سلام ټایمز ته وویل، طالبان دا زړه نه لري چې له اردو سره مخامخ شي.

هغې وویل، پرځای یې هغوی «د جوماتونو، ښوونځیو او عامو ځایونو الوزولو» ته مخه کوي، او هغې له یاغیانو څخه وغوښتل چې د عامو خلکو وژل بس کړي او سولې ته مخه کړي.

د ولسي جرګې یوه بل وکیل عبدالقادر ځاځي هم دغه ډلوژنه وغندله.

هغه وویل، «طالبان دا ثابتوي چې هغوی حقیقي افغانان یا مسلمانان نه دي. په اسلام کې، مونږ پوهېږو چې د نورو وژل حرام دي.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «طالبانو د هغوی له ماتې څخه وروسته، غوښتل چې په کورونو کې پټ شي او کله چې ملکي خلکو د هغوی مخالفت وکړ، طالبانو هغوی ووژل،»

«د قربانیانو په ډله کې د یوه پولیس د کورنۍ ۶ غړي شامل ول. په مجموع کې ۲۳ تنه ملکي خلک وژل شوي دي.»

په داسې حال کې چې د نېش ولسوالي له اروزګان سره، چې د اپینو یو لوی تولیدوونکی ولایت دی او طالبان په کې پراخ حضور لري، پوله لري، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د حکومت پلویان ګڼل کیږي او اسلامپالي یاغیان هلته لږه لاسوهنه کوي.

په اکتوبر کې د افغانستان د شمال په اقتصادي مرکز کندوز باندې د طالبانو د وروستۍ حملې په ترڅ کې، هغو ملکي خلکو چې له جګړې څخه تښتېدلي ول په یاغیانو باندې تور ولګاوه چې د هغوی په کورونو کې پټ شوي ول یا دا چې غوښتل یې هلته مورچلې جوړې کړي.

هغوی ای اېف پي ته وویل، د نېش په څېر هلته هم هغه خلک چې مخالفت یې کاوه ووژل شول.

په وروستیو اونیو کې د ژمي په رارسېدلو سره د جګړې له یوه جابرانه سېزن څخه وروسته په اکثرو جبهو کې امنیتي حالت ښه شوی دی.

د یوې امنیتي سرچینې په قول، له جنورۍ راهیسې لږ تر لږه ۲۰۰۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د ریکارډ وړ نیم میلیون خلک د جګړې له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500