تروريزم

د ایران سفیر اعتراف وکړ چې تهران له طالبانو سره اړیکې لري

د نجیب الله راپور

بر اثر انفجار قوی یک کامیون بمب گذاری شده طالبان که در تاریخ 19 عقرب کنسولگری جرمنی را هدف قرار داد، حداقل دو نفر کشته و بیشتر از 100 نفر مجروح شدند. [فرشاد حسین/ خبرگزاری فرانسه]

بر اثر انفجار قوی یک کامیون بمب گذاری شده طالبان که در تاریخ 19 عقرب کنسولگری جرمنی را هدف قرار داد، حداقل دو نفر کشته و بیشتر از 100 نفر مجروح شدند. [فرشاد حسین/ خبرگزاری فرانسه]

کابل -- په افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د جمعې په ورځ /د ډسمبر۱۶مه/ له افغاني رسنیو سره په خبرو کې اعتراف وکړ چې ایران د طالبانو تحریک سره اړیکې لري.

دغه بې سابقې اعتراف وروسته له هغه مخته راځي چې د ایران رژیم او د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکیو په مکرره توګه له دې نه انکار کاوه چې هغوی د اورپکو هغه ګروپ ته چې په افغانستان کې د وحشتونو د ترسره کولو مسؤل دي د پیسو او وسلو ملاتړ برابروي.

بهرامي وروسته له هغه له طلوع نیوز او اریانا سره خبرې وکړې چې ګڼو رسنیزو چینلونو راپورونه ورکړل چې ایران طالبان په تهران کې د اسلامي ورورولۍ کانفرانس ته وربللي دي.

سفیر له دې انکار وکړ چې د ایران رژیم دې طالبان وربللي وي خو دا یې ومنله چې د ایران او د افغان اورپکي تحریک تر منځ ارتباطات شته.

همدارنګه، تېره اونۍ العربیه د ایراني عالم محسن اراکي له خولې چې د ایران د پوهانو د شورا یو غړی دی خبر ورکړ، «ایران تل د طالبانو تحریک کې له یو شمېر اړخونه سره تماسونه لرلي دي، او دا هغه کسان دي چې په اسلامي ورورولۍ باندې باور لري.»

د افغانستان د ولسي جرګې یوه پخواني غړي معین مرستیال وویل، «له طالبانو سره مرسته کول او له هغوی سره روابط جوړول د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې ښکاره ثبوتونه دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران له خوا د افغانانو له دښمنانو سره، چې هره ورځ بې ګناه خلک وژني، وسله واله مرسته داسې جرایم ښیي چې ایران او طالبان دواړه یې مسؤل دي،»

هغه وویل، «له طالبانو سره د ایران اړیکې له سولې او ثبات سره هېڅ ارتباط نه لري. پرعکس یې، ایران غواړي چې د افغانستان هغه ستراتیژيک دوستان خفه کړي چې د دغه هېواد له حکومت او خلکو سره مرستې کوي.»

خطرناکه دوه مخې لوبه

د افغانستان د پارلمان غړو، تحلیلګرانو او عادي خلکو سلام ټایمز ته وویل چې دا وروستي پرمختګونه د ایران دوه مخیزې لوبې ته اشاره کوي. هغوی سوریې او عراق ته پیسې، وسلې او عسکر لېږي او استدلال کوي چې «د ترهګرۍ» په وړاندې جګړه کوي خو په عین حال کې په افغانستان کې له طالبانو سره، چې له نظریاتي پلوه یې مخالفین دي، مرسته کوي.

د کابل یوه اوسېدونکي محب الله سلام ټایمز ته وویل، «ایران په لسګونو افغانان... سوریې ته د دې لپاره لېږي چې د داعش پر ضد جګړه وکړي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بیا له طالبانو سره مرستې کوي.»

هغه وویل، طالبان، داعش او دوی ته ورته نورې ډلې یو له بله توپیر نه لري، او دا ښکاره خبره ده چې هغوی ټول ترهګريز فعالیتونه کوي او بې ګناه خلک په نښه کوي.

محب الله وویل، «هغه جرمونه چې طالبانو په افغانستان کې ترسره کړي دي له هغو جرمي فعالیتونو سره چې داعش او ټولو نورو ترهګرو ډلو ترسره کړي دي فرق نه لري،»

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازې حمیرا ایوبي سلام ټایمز ته وویل چې په دې کې شک نشته چې د ایران او طالبانو تر منځ اړیکې موجودې دي، ځکه چې له کلونو راهیسې شواهدو ښودلې ده چې ایران له دغه اورپکي ګروپ سره مالي او پوځي مرستې کوي.

د طالبانو د تحریک دا ملاتړ په بشپړ ډول د هغه دلیل مخالف دی چې د ایران انقلابي ګارډ یې د هغو ځوانانو د استخدام پر وخت ادعا کوي چې په سیمه کې یې د «ترهګرۍ» او په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد د جګړې کولو لپاره استخداموي.

حمیرا وویل، د افغانانو د استخدام تر څنګه چې د سوریې د حکومت پلوي کوي، داسې راپورونه شته چې ایران په ایران کې پراته افغان کډوال استخداموي.

د بېلابېلو احصایو له مخې، د یو میلیون او درې میلیونو ترمنځ افغان کډوال د ایران په سرحدونو کې دننه ژوند کوي.

حمیرا وویل، ایران د هغو کډوالو له بېوسۍ نه ګټه پورته کوي او لېږي یې چې په سوریه کې د هغه ځای د حکومت په پلوۍ جګړه وکړي.

په عین وخت کې، هغه ملاتړ چې ایران یې له طالبانو سره کوي په افغانستان کې د وحشتونو ترسره کېدلو ته لاره هواروي چې په وروستیو مثالونو کې یې طالبان په جوماتونو کې بمونه چوي، بې ګناه ځوانان په عام محضر کې په دار ځړوي، او په بې دفاع ملکي خلکو باندې انتقامي حملې ترسره کوي.

پېچل شوی تاریخ

طالبانو او ایران د تېرو څو لسیزو په جریان کې یو وړاندې او وروسته تاریخ شاته پرېښی دی.

وروسته له هغه چې مزارشریف په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو لاسونو ته ولوېد، اورپکو د ایران په کونسلګرۍ باندې حمله وکړه او ۱۰ تنه ډپلوماټان او یو ژورنالست یې چې ټول ایرانیان ول ووژل.

له هغې پېښې څخه وروسته د ایران او طالبانو تر منځ روابط سست شول؛ خو، بالاخره بیا یې روابط سره جوړ کړل.

په وروستیو کلونو کې، افغان امنیتي کارمندانو په مکرر ډول اعلانونه وکړل چې له ایران سره په پوله یې ایراني مهمات کشف کړي دي.

د فراه والي آصف ننګ په وروستیو کې د افغانستان د ۱ تلوېزیون خبري څانګې ته وویل چې ایران د طالبانو کوربه دی او په یو شمېر ایراني ښارونو کې هغوی ته روزنیزې اسانتیاوې ورکوي.

سیاسي تحلیلګر او د کابل پوهنتون پخوانی استاد فاروق بشر وایي، دغه ډول شواهد د ایران او طالبانو تر منځ روابط ښیي، په داسې حال کې چې ایران ترې انکار کوي.

دغه تحلیلګر د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور مړینه، چې د می په میاشت کې د پاکستان په بلوچستان کې وروسته له هغه ووژل شو چې د راپورونو له مخې په ایران کې له یوې کتنې څخه بېرته راستنېده، بل دلیل وښود.

د ازادۍ راډېو په شمول نړیوالو رسنیو هغه وخت راپور ورکړ چې د هغه پاسپورټ په داسې حال کې وموندل شو چې ایرانۍ وېزه پرې لګېدلې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. ایران سوریه د داعش له کثافت نه وژغورله. هغه عراق ته نظم راوست،‌ او د دې پرځای چې له داسې یوه هېواد نه غچ واخلي چې اته کاله یې ایران وران کړی وو،‌ ایران له هغه سره مرسته وکړه.‌ هغه ان د هغو پالنه کوي چې د تکفیر او مرګ ځواکونه ترک کوي، او دا کار تر دې حده کوي چې بالاخره قطر ایران ته د یوه نومیالي او عظیم حکومت خطاب وکړ.‌ تاسو ولې د داسې یوه عظیم ګاونډي په وړاندې دومره حساسیت ښیئ؟‌ د ایران د حکومت تګلاره او پالیسي دا ده چې قومي او فرقه یي تعصبات راکم کړي او د کفارو او د متحده ایالاتو پر ضد یوه قوي جبهه تنظیم کړي.‌ ایران همدارنګه له افغانستان سره ډېره مرسته کړې ده.‌ تر اوسه پورې، هلته په ایران کې د سنیانو او شیعه ګانو په شمول خواوشا ۵ میلیونه افغانان د مېلمنو په توګه ژوند کوي! په افغانستان کې د ایران پر ضد د تبعیض په ډېرولو سره به تاسو د هغو افغانانو لپاره ستونزې راولاړې کړئ چې په ایران کې ژوند کوي.‌ آیا تاسو په ایران کې د اوسېدونکیو افغانانو له حاله خبر یئ؟‌ آیا تاسو غواړئ چې د هغوی ارامۍ ته مزاحمت جوړ کړئ؟‌ دا طبیعي ده چې په افغانستان کې د ایران ضد تبعیض زیاتېدل به ایرانیان د دې مسئلې په وړاندې حساس کړي او زمونږ لپاره به وضعه جنجالي کړي.‌ د دې اصلي دلیل چې زه تاسو له ایران سره همغږۍ ته رابلم، دا دی چې ایران یو معظم هېواد دی.‌ البته، له هغو غلطیو نه چې پېښېږي یوه یې هم ارادي او د ملاحظې وړ نه ده. هغه د شخصي افراطیت قضیې چې پېښېږي کېدای شي چې هغه د ایران حکومت ته له اخلاقي پلوه د مناسبوغبرګونونو او غوښتنو له لارې حل کړای شي. یو مثال یې هغه غوښتنه ده چې د مصر د اشرافو ګوند [حرکت] د ایران له ولسمشر روحاني څخه وکړه چې په نتیجه کې یې په مصر کې د مرسي په وړاندې د ایران په پالیسۍ

ځواب ورکړئ

راپور ښکلئ ده خو دغه نه مالوميږي چي امريکا څنګه داسي وايي او ايران پاکستان دواړه دافغانستان دوښمنان دي خو حيران دلته يم چي تاسو ولي دپاکستان په اړه څه نه واياست پاکستان دترهګرو ځله ده ترهګر هلته روزل کيږي زموږ هيواد پاکستان په کنډولو بدل پاکستان هيڅکله زموږ دوست کيدای نشي بل هلته يي ترهګرو ته ځايونه ورکړي له اوس هم هلته ميشت دي خو امريکا هيڅ په کلکه ورته څه نه وايي

ځواب ورکړئ

ښه مفصله لیکنه ده. خو دا نه معلومېږي چې امریکایان څنګه د ایرانیانو په رابطه داسې وایي خو په عین حال کې د پاکستان د ټولو کړنو په هکله پټه خوله دي. مونږ دا نه وایو چې ایران ښه ملک دی، ایران او پاکستان دواړو زمونږ وطن وران کړی دی خو هغه څه چې پاکستان کړي دي هغه کاملن د نه هېرولو او نه بخښلو دي. امریکایان دې اول پاکستان راونیسي او له پوځ او استخباراتو نه دې یې پوښتنه وکړي چې ملا عمر او ډله یې، ملا منصور او ډله یې او اوس ملا هیبت الله او ډله یې په کوم ځای کې مېشته ده؟ څوک یې حمایه کوي؟‌ حقاني شبکه چېرې مېشته ده او څوک یې حمایه کوي؟ خلک ړانده نه دي. په دې کې د امریکایانو، انګرېزانو او پنجابیانو یا پاکستاني اسټبلشمنټ ګډه لوبه له ورایه ښکاري چې غواړي افغانستان بې ثباته وساتي.‌ حتی امریکایي جنرال مایک مولن وویل چې حقاني شبکه د آی ایس آی ښی لاس دی. که داسې دی نو بیا امریکایان ګوري څه ته؟‌ مونږ دا نه وایو چې امریکایان دې مستقیما په پاکستان حمله وکړي،‌ که کوي یې خو لا ښه ځکه چې نړۍ به د تروریزم له دې اصلي مرکز نه خلاصه کړي او که نه یې کوي بلوچانو او پښتنو مبارزینو ته دې وسلې او پیسې ورکړي چې پاکستان ورته ختم کړي. که امریکایان په افغانانو زړه نه سوزوي لږ تر لږه دې په خپلو هغو امریکایي زامنو او لوڼو زړونه وسوزوي چې په افغانستان کې د پاکستان له خوا د حمایه کېدونکو ترهګرو له خوا ووژل شول.‌ لعنت د پاکستان په استخباراتی شبکو چې له څلورو لسیزو راهیسې افغانان وژني.

ځواب ورکړئ