تروريزم

چارواکي وایي، ایران په افغانستان کې تخریبي رول ترسره کوي

د سلیمان راپور

د اورپکو له یوې ویډیو څخه، چې د روان کال په لومړیو کې خپره شوه، اخیستل شوی سکرین شاټ په افغانستان کې له یوې بمي حملې نه وروسته حالت ښیي. افغان چارواکي په ایران باندې د دې له امله ملامتي اچوي چې بېلابېل افراطي ګروپونه، په ځانګړې توګه طالبان حمایه کوي.

د اورپکو له یوې ویډیو څخه، چې د روان کال په لومړیو کې خپره شوه، اخیستل شوی سکرین شاټ په افغانستان کې له یوې بمي حملې نه وروسته حالت ښیي. افغان چارواکي په ایران باندې د دې له امله ملامتي اچوي چې بېلابېل افراطي ګروپونه، په ځانګړې توګه طالبان حمایه کوي.

کابل -- جیګپوړي افغان چارواکي په افغانستان کې د ایران د تخریبي رول او له افغان طالبانو څخه د هغوی د ملاتړ د خطر خبرتیا ورکوي.

د فراه ولایت والي آصف ننګ په وروستیو وختونو کې له هغه پټ او دښمنانه ملاتړ څخه پرده پورته کړه چې ایران یې طالبانو ته برابروي.

هغه د چارشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۴مه) سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو په وروستیو وختونو کې په فراه ولایت کې یوه لویه حمله وکړه. وروسته له هغه چې هغوی د افغان امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول، یو شمېر طالبان بېرته ایران ته وتښتېدل.»

ننګ افغان رسنیو ته وویل، په فراه ولایت کې له ایران سره د افغانستان د سرحد په اوږدو کې له ۵۰۰۰ څخه ډېر طالبان موجود دي.

ننګ وویل، «په فراه ولایت کې د طالبانو قوماندانان له ایران څخه پوځي تجهیزات ترلاسه کوي. هغوی د افغان امنیتي ځواکونو په مقابل کې په جګړه کې داسې مهمات او وسلې کاروي چې په ایران کې جوړ شوي دي.»

د افغانستان دښمنانو سره د ایران مرسته

هغه وویل، یو شمېر هغه وسلې چې طالبان یې استعمالوي له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره نشته، او زیاته یې کړه چې دغه ډول وسلې معمولا د ایراني او نورو بهرنیو امنیتي ځواکونو له خوا کارول کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنیش سلام ټایمز ته وویل، « ایران هېڅکله هم له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مرسته نه ده کړې،»

هغه وویل، «د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د ایران د همکارۍ نشتوالی زمونږ لپاره یوه د اعتراض وړ موضوع ده،»

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د سپتمبر په ۱۲مه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وویل، «طالبان د افغانانو دښمنان دي،»

هغه وویل، «طالبانو ته د ایران له خوا برابر شوی ملاتړ د افغانستان د خلکو او حکومت په وړاندې د هغه هېواد یوه دښمني ښیي. مونږ د ایران له خوا هر او ټول داسې ترسره کېدونکي عملونه غندو.»

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخواني مشر رحمت الله نبیل هم له طالبانو څخه د ایران ملاتړ تایید کړ.

هغه په کابل کې له امریکاغږ سره په یوه مرکه کې چې د نومبر په ۱۱مه خپره شوه وویل، ایران طالبان د یوې تکتیکي وسیلې په توګه کاروي ځکه چې هغه له داعش څخه چې په افغانستان کې ځمکې نیسي وېره احساسوي.

هغه وویل، د ایران اکثر مرستې د افغانستان له لویدیځ سره کیږي چې د پیسو او کوچنیو وسلو په بڼه وي.

د افغانستان د ولسي جرګې یوه پخواني غړي معین مرستیال وویل، «طالبانو ته د مرستو برابرول او له هغوی سره روابط جوړول د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې ښکاره ثبوتونه دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانانو هغو دښمنانو ته، چې هره ورځ بې ګناه خلک وژني، د ایران پوځي مرسته داسې جنایتونه ښیي چې ایران او طالبان دواړه یې مسؤل دي،»

هغه د داعش د موجودیت په هکله د ایران اندېښنې او له طالبانو سره د ایران ملاتړ رد کړل، او غیرمنطقي یې وبلل.

د سیمه ییزې منځګړتیا یوه تاریخچه

مرستیال وویل، «که ایران د داعش د ګواښ په هکله وارخطا وي، په کار دی چې بیا د طالبانو او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو سره همکاري ونه کړي. د هغه پرځای، باید چې خپل سرحدونه خوندي کړي.»

هغه وویل، «له طالبانو سره د ایران ارتباط له سولې او ثبات سره هېڅ اړیکه نه لري. پرعکس یې، ایران غواړي چې د افغانستان هغه ستراتیژیک متحدان چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرسته کوي ژوبل کړي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه جیګپوړي تحلیلګر سلیمان خېل وویل، ایران په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو د حمایه کولو یوه اوږده تاریخچه لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایران له خواوشا یوې لسیزې راهیسې په پټه له طالبانو سره د پیسو او وسلو مرسته کوي،»

هغه وویل، «له طالبانو سره د ایران مرسته به په افغانستان کې وضعه لا نوره بحراني کړي او د لا زیاتې بې ثباتۍ سبب به وګرځي،» او زیاته یې کړه چې د ایران کارونه «د ټولو نړیوالو نورمونو او قوانینو خلاف دي.»

هغه وویل، «دا د ملګرو ملتونو لپاره یو مناسب وخت دی چې په افغانستان کې د ایران د لا نورې لاسوهنې مخه ونیسي،»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال سمیربکتاش سلام ټایمز ته وویل، «د ۱۹۹۲ کال په کورنۍ جګړه کې، چې په زرګونو افغانان په کې ووژل شول او د کابل ښار په بشپړ ډول ویجاړ شو، ایران په جنګ کې ښکېلو ډلو سره مالي او وسله واله مرسته کوله،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لکه سنگه چی ننگ صاحب وویل همداسی ده ایران په افغانستان کی یو پت خطرناک لوبه شروع کری ده دا اوس نه ده چی داعش راغلی خو دا د کرزی د حکومت سره شروع شوی ده.داعش چی افغانستان ته را ورسیدی دوی د خپل امنیت لپاره فراه،نیمروز ولایت کی خپل طالبان وروزل دا افغانی طالبان ندی د افغانستان د پت او خطرناک دشمن معلومولو لپاره داعش د افغانستان په گته تمام شو پاکستان دومره خطر ندی افغانستان ته لکه چی ایران دی. اوس چی کوم انتحاری حملی کیژی دا تول پاکستان کوی.خو زیاتره یی ایران زمونژ پر فرهنگ تجاوز کوی یو ژوندی مثال دا د دانشگاه موضوع د سه شی وه؟ نور نه غوارم پر دی موضوع وژغیژم. مننه کوم ستاسو لیکنه دیر شه لیکنه وه خدای پاک مو بریالی لره

ځواب ورکړئ

سلام.‌ ایران کله د ترهګرۍ ملاتړ کړی دی؟‌ آیا دا حقیقت نه دی چې افغانان له خواوشا ۳۰ کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي او ایران دا کوشش نه دی کړی چې هغوی په زور وباسي؟‌ آیا مونږ ستاسو د مخدره موادو په جنجال نه یو اخته؟‌ البته، دا حیرانوونکې نه ده چې داسې یو ملت چې د خره او قچر تر منځ فرق نشي کولی، به ونشي کولی چې په هغه رغوونکي رول چې ایران یې لوبوي پوه شي.‌ هو! که مونږ تاسو په زور اېستلي وئ، او که مونږ له تاسو سره مالي مرسته نه وای کړای، او که مونږ پریښي وای چې شوروي اتحاد تاسو خراب کړي وای،‌ بیا به تاسو داسې کار نه کولای لکه نن.‌

ځواب ورکړئ