چاپیریال

د کابل اوسېدونکي د سرک له ښه کېدا څخه ګټه اخلي

د نړیوال بانک ګروپ

د سیمې د سرک په ښه کېدا سره، اوس زده کوونکي کولی شي چې په ارام ډول د ګردونو، خټو او ګنده اوبو د راوتلو په هکله له اندېښنې پرته، په ډاډه زړه ښوونځيو ته لاړ شي.

د سیمې د سرک په ښه کېدا سره، اوس زده کوونکي کولی شي چې په ارام ډول د ګردونو، خټو او ګنده اوبو د راوتلو په هکله له اندېښنې پرته، په ډاډه زړه ښوونځيو ته لاړ شي.

کابل ښار، کابل -- د ښوونځي زده کوونکي په پاکه لاره باندې له ښوونځي څخه کور ته چټک ګامونه اخلي.

امرالدین چې ۷۰ کاله عمر لري هم د هغوی په منځ کې روان دی او خپل ۱۰ کلن لمسی یې له لاسه نیولی دی. هغه د خواجه بغرا د ګردځني له څلورلارې نه د خپل کور خوا ته روان دی. هغه د دانش د بس تمځي سره چې د کابل د ۳ مې حصې د خیرخانې مېنې په خواجه بغرا سیمه کې پرته ده له ۳۵ کالو راهیسې اوسېږي.

هغه په ښایسته پخه شوې لاره روان دی، او له خپل لمسي سره خبرې کوي. امرالدین وویل، «زه نور د خپل لمسي په هکله وارخطا نه یم ځکه چې هغه به نور په خټه کې ونه نښلي او نه به نور خپل کالي خیرن کړي. په تېرو اوړو کې، په دې لاره باندې همېشه بد بویونه ول ځکه چې د ګنده اوبو لارې به بندې وې، او په ژمي کې به دا لاره د واورې او باران له امله خټې وه.»

کله چې دا کوڅې پخې شوې خټې او بد بوی دواړه ورک شول او د کابل د ښاروالۍ انکشافي پروګرام د ګنده اوبو د اېستنې یو منظم سیستم ولګاوه. امرالدین وویل، «زه به چې هر ځل بهر راوتلم ما به یوه جوړه بوټان پښو کول، خو نور ورته ضرورت نه لرم.»

دغې پروژې د ګنده اوبو د اېستنې داسې ځانګړي سیستمونه جوړ کړي چې هغو د پاکو چاپېریالونو د رامنځته کولو په برخه کې مرسته کړې ده. اوس د سیمې اوسېدونکي له بدو بویونو، خټینو لارو، یا د اوبو د داسې ډنډونو چې مچان او نور حشرات ورته راځي او ښایي د ناروغیو سبب وګرځي، له امله نه زورېږي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

دغې پروژې د ګنده اوبو د اېستنې داسې ځانګړي سیستمونه جوړ کړي چې هغو د پاکو چاپېریالونو د رامنځته کولو په برخه کې مرسته کړې ده. اوس د سیمې اوسېدونکي له بدو بویونو، خټینو لارو، یا د اوبو د داسې ډنډونو چې مچان او نور حشرات ورته راځي او ښایي د ناروغیو سبب وګرځي، له امله نه زورېږي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

د خواجه بغرا په سیمه کې ټولې لارې په کانکرېټو پخې شوې، چې له ۱۰ زرو څخه ډېرو اوسېدونکیو ته یې ګټه ورسوله. کانکرېټي لارو او د سرکونو د ګنده اوبو د اېستنې سیستم په خواجه بغرا کې د یوه لا ډېر پاک چاپېریال له رامنځته کولو سره مرسته کړې ده. سربېره پر دې، د کابل ښاروالۍ انکشافي پروګرام (KMDP) درې صفاکارانو ته چې د سیمې پرمختیایي شورا مقرر کړي دي د پاکولو وسایل هم ورکړي دي. صفاکارانو ته ځایي خلک د کوڅو د مراقبت لپاره میاشتنۍ تنخاګانې ورکوي.

تر اوسه پورې له ۳۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو ګټه اخیستې ده

د کابل ښاروالۍ انکشافي پروګرام د ۲۰۱۵ د جولای په ۲ مه په خواجه بغرا کې کار پیل کړ، او د ۲۰۱۶ د اګست په ۲مه یې پای ته ورساوه، چې په دې ترڅ کې یې په مجموعي توګه ۱۳ کیلومتره د ګنده اوبو جوړښتونه او ۶۴ کوڅې چې ټول اوږدوالی یې ۱۱ کیلومتره کېږي پاخه کړل. د کابل ښاروالۍ انکشافي پروګرام د کابل ښاروالۍ له خوا تطبیقېږي، چې د نورو فعالیتونو تر څنګ د خواجه بغرا په څېر سیمو کې د کوڅو حالت ښه کوي.

تمه ده چې د کابل ښاروالۍ انکشافي پروګرام چې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) څخه یې ۱۱۰ میلیونه ډالر (۷.۳ میلیارده افغانۍ) بودجه ترلاسه کړې ده په کابل ښار کې د حکومت تر ملکیت لاندې خواوشا ۱۷۷۰ هکتاره ځمکه کې د وړاندې کړای شویو خدمتونو له لارې له ۷۷۰ زرو څخه ډېرو خلکو ته ګټه ور ورسوي.

تر اوسه پورې، د بېلابېلو ښوونځیو او د لوړو زده کړو د انسټیټیوټونو د زده کوونکیو او کارمندانو په شمول، له ۳۱۰ زره تنو څخه ډېرو مستقیمو ګټه اخیستونکیو (چې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو د سرکونو له ښه کېدا او له ۲۱۰ زرو څخه ډېرو کسانو له لویو لارو څخه) او له ۷۶ زره تنو څخه ډېرو غیرمستقیمو ګټه اخیستونکیو له دغو اسانتیاوو څخه ګټه اخیستې ده. د ګټه اخیستونکیو له جملې څخه درې په څلور برخې کسان ښځې او ماشومان دي. سربېره پر دې، له دې کار څخه له ۱۳۴۸۵۶۵ کسه ورځو څخه ډېر موقت کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د ټولنې پیاوړی احساس

که څه هم چې د خواجه بغرا ډېر اوسېدونکي له ۳۵ کلونو راهیسې یو د بل تر څنګ ژوند کوي، هغوی د لارو د پخوالي د دغې پروژې له تطبیق کېدا څخه مخکې په صحیح توګه یو له بل سره وصل شوي نه ول. د ټولنې پرمختیایي شورا چې د کابل ښاروالۍ د انکشافي پروګرام له خوا جوړه شوې ده نه یوازې د دې پروژې تطبیق ته لاره هواره کړه بلکه همدارنګه یې د اوسېدونکیو تر منځ د ټولنې د یوه پیاوړي احساس رامنځته کېدل هم رهبري کړل.

د اوسېدونکیو استازي چې د شورا په ملاقاتونو کې برخه اخلي، هغوی یو د بل په هکله ښه معلومات ترلاسه کړي دي او قوي ارتباطاتو او د ټولنې یوه احساس ته یې انکشاف ورکړی دی.

د سیمې يوې اوسېدونکې سعیدې چې ۱۷ کاله عمر لري وویل، «ما خپل ټول ګاونډیان نه پېژندل، او زمونږ تر منځ د باور سطحه ټیټه وه. اوس مونږ یو بل ښه پېژنو او دغه کار زمونږ تر منځ اعتماد زیات کړی او اختلاف کم کړی دی.»

اوسېدونکي همدارنګه د اړوندو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کوي او شریکوي او په خپله سیمه کې د ویاړ احساس کوي.

سعیدې وویل، «سړیو او ښځو دواړو د دې پروژې د تطبیق په ترڅ کې خپل نظریات څرګند کړل. هغوی همدارنګه د تطبیق څارنه کوله، چې دغه کار د کار کیفیت ته وده ورکړه. اوس خلکو په خپلو دروازو باندې څراغونه لګولي دي چې خلک کولی شي په اسانه او خوندي توګه د شپې په کوڅو کې تګ راتګ وکړي او دغه کار د سیمې په مجموعي خوندیتوب کې مرسته کړې ده.»

[د نړیوال بانک ګروپ د هغوی په وېب سایټ http://www.worldbank.org/terms د ذکر شویو شرایطو او مقرراتو په پام کې نیولو سره له دې موادو څخه د کار اخیستنې اجازه ورکوي.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500