امنیت

چارواکي:‌ طالبان نشي کولی چې له افغان ځواکونو سره مخامخ مقابله وکړي

د زیار راپور

افغان پولیس د مارچ په ۱ په کابل کې د ځانمرګي موټریز بمي برید پر ساحه ولاړ دي. طالبانو په هغې ورځ په دوه ځایي امنیتي ودانیو باندې حملې وکړې.‌ [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان پولیس د مارچ په ۱ په کابل کې د ځانمرګي موټریز بمي برید پر ساحه ولاړ دي. طالبانو په هغې ورځ په دوه ځایي امنیتي ودانیو باندې حملې وکړې.‌ [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- طالبانو سږکال خپل کالني پسرلني عملیات د منصوري عملیاتو په نامه پیل کړل.‌ افغان چارواکو او عامو خلکو په امنیتي ځواکونو اعتماد څرګند کړ او د سولې لپاره په غږونو یې تاکید وکړ.‌

چارواکي وایي،‌ په داسې حال کې چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او نړیوال پوځونه پر یاغیانو کړۍ ورتنګوي، هغوی ته یوازې دا وړتیا پاتې ده چې ځانمرګي او ګوریلایي بریدونه ترسره کړي، ځکه هغوی دا وړتیا نه لري چې د جګړې په ډګر کې جنګ وکړي.‌

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «ترهګر نشي کولی چې د افغان ځواکونو پر وړاندې مخامخ جګړه وکړي،»‌

هغه وویل،‌ د هغه پرځای، طالبان په نظامي او ملکي تاسیساتو باندې کوچني بریدونه کوي.‌

رادمنش وویل، «طالبان یوازې د دې لپاره حملې کوي چې افغانان ووژني، خو زه تاسو ته ویلی شم چې زمونږ اتلان دا ظرفیت لري چې هغوی له منځه وېسي.»‌ نوموړي زیاته کړه،‌ چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ورځې ۲۰ د اورپکو ضد عملیات ترسره کوي.‌

عصري پوځي تجهیزات ضروري دي

خو د سیګار د وروستي درې میاشتني راپور په اساس چې د اپریل په ۳۰ مه خپور شو، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تلفات «په ټکان ورکوونکي ډول لوړ» دي او د ۲۰۱۷ په لومړیو ۶ اونیو کې له طالبانو او نورو یاغي ډلو سره په جګړه کې ۸۰۷ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ورکړو معلوماتو له مخې،‌ په ۲۰۱۶ کال کې ملکي تلفات هم د ۳۴۹۸ وژل شویو او ۷۹۲۰ ټپي شویو کسانو په پام کې نیولو سره د بل هر وخت په نسبت لوړې درجې ته ورسېدل.‌

ملګرو ملتونو د اپریل په ۲۷مه راپور ورکړ، چې دغه مسیر د ۲۰۱۷ له جنورۍ څخه تر مارچ پورې دوام وکړچې د افغانستان په ناپایه شخړه کې ۷۱۵ ملکي کسان ووژل شول او ۱۴۶۶نور ټپیان شول. د ملکي تلفاتو درېیمه برخه ماشومان ول چې ۲۱۰ تنه یې وژل شوي او ۵۲۵ تنه نور ټپي شوي ول.‌

رادمنش وویل، افغان ځواکونه عصري تجهیزاتو او ټکنالوجۍ ته ضرورت لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بری ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، «مونږ له ایتلافي ځواکونو څخه وغوښتل چې افغان ځواکونه د هغوی په جنګي ټکنالوجۍ لکه جیټ او بم غورځوونکيو الوتکو، ماین کشفوونکې ټکنالوجۍ، راکټونو، د هوایي ډګر پرمختللیو اسانتیاوو او داسې نورو باندې سمبال کړي،»

هغه وویل، «څومره چې هغوی دغه اسانتیاوې ډېرې برابروي، هومره به زمونږ بریالیتوبونه زیات وي،»‌

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د ادارې پخواني ویاند تواب غورځنګ وویل،‌ «په تېرو شپږو میاشتو کې، ترهګرو اکثر بریدونه په عامه تاسیساتو او پوځي یونټونو باندې ترسره کړل،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، په داسې حال کې چې د ترهګرو پر ضد جګړه کې اساسي قربانۍ افغان سرتېرو ورکړې،‌ هغوی همدارنګه په عامه ځایونو باندې د حملو کولو لپاره د اورپکو «شرموونکې هڅې» شنډې کړې دي.‌

افغانان د سولې لپاره نهیلي دي

د ولسي جرګې یوه غړي فرهاد صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «افغانان ډېر دا غواړي چې په سوله کې ژوند وکړي، او هغوی غواړي چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي،»‌

هغه وویل، «طالبان او نورې ترهګرې ډلې نشي کولی چې افغان ځواکونه مات کړي. هغوی نشي کولی چې د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره څه وکړي. هغوی په تېرو ۱۵ کلونو کې مات کړای شوي دي، او د هغوی ماتې به دوام ومومي.»

صدیقي په طالبانو باندې تاکید وکړ «چې د سولې پروسې سره یوځای شي او په هغو وعدو باندې ونه غولېږي چې بهرنیان یې له هغوی سره کوي.»

هغه وویل،‌ «افغانان جګړه نه غواړي،»‌

په کابل کې یوه دوکاندار امیر هم د صدیقي په څېر نظر څرګند کړ.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «مونږ غواړو چې طالبان د وسلو د کارولو پرځای د سولې پروسې سره یوځای شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500