تروريزم

طالبان د افغانستان په څېر په پاکستان کې هم په ماشومانو هېڅ رحم نه کوي

د اشفاق یوسفزي راپور

یو پاکستانی ماشوم چې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی د ۲۰۱۶ د مارچ په ۲۸مه تداوي کیږي. دغه بمي برید لږ تر لږه د ۷۲ کسانو ژوند واخیست. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

یو پاکستانی ماشوم چې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی د ۲۰۱۶ د مارچ په ۲۸مه تداوي کیږي. دغه بمي برید لږ تر لږه د ۷۲ کسانو ژوند واخیست. [فاروق نعیم/ ای اېف پي]

پېښور -- پاکستاني ډاکټران او امنیتي تحلیلګران وایي، له تاوتریخوالي څخه په ډکو حملو کې د طالبانو له خوا د ماشومانو په نښه کول د هغوی بې رحمي، بې غیرتي او نهیلي ښیي.

په پېښورکې د لیډي ریډنګ روغتون ډاکټر محمد شوکت وویل، «دا په لوړه کچه د غندنې وړ ده چې طالب اورپکي په نه دلیل ماشومان وژني او ټپي کوي،»

هغه وویل، لیډي ریډنګ روغتون ته د تېرو درې کالو په ترڅ کې ۳۵۰ داسې ماشومان راوړل شوي چې په ترهګریزو بریدونو کې ټپي شوي ول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وایي، په ۲۰۱۶ کال کې ۹۲۳ ماشومان وژل شوي او ۲۵۸۹ نور ټپیان شوي دي.

یو سواتی ماشوم چې په ۲۰۱۳ کال کې د سرک د غاړې په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو، د ۲۰۱۷ د می په ۲۶مه د حیات اباد په پاراپلیجیک سنټر [د معیوبینو د تداوۍ مرکز] کې تداوي کیږي. [اشفاق یوسفزی]

یو سواتی ماشوم چې په ۲۰۱۳ کال کې د سرک د غاړې په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو، د ۲۰۱۷ د می په ۲۶مه د حیات اباد په پاراپلیجیک سنټر [د معیوبینو د تداوۍ مرکز] کې تداوي کیږي. [اشفاق یوسفزی]

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د روغتیا د څانګې د ماهرانو له سترګو نه هغه وخت اوښکې لارې وکړي چې داسې ماشومان ورته راوړل شي چې په بمي چاودنو او ځانمرګیو بریدونو کې ټپي شوي وي،»

اورپکي بې ګناه ماشومان وژني او ټپي کوي

په یوه وروستۍ پېښه کې، په هغو ۱۵ کسانو کې چې د اپریل په ۲۵مه په مرکزي کرم ایجنسۍ کې د سورلیو په یوه بس کې یو ریموټ کنټرول بم وچاودېد، ۴ ماشومان او ۵ ښځې شامل ول.

له هغه نه دوه میاشتې مخکې، د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار څانګې د فبرورۍ په ۲۱مه د خیبرپښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ په تنګي تحصیل کې د محکمې پر ودانۍ د یوه غټ ځانمرګي برید هڅه وکړه.

پولیسو محکمې ته د دوه متوقع ځانمرګو بمي بریدګرو د ننوتلو د مخنیوي او وژنې له لارې دغه برید شنډ کړ، خو یوه بمي بریدګر خپل چاودېدونکي مواد وچول.

شوکت وویل، دغې چاودنې ۸ کسان ووژل او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړل. په هغوی کې یوه دوه کلنه نجلۍ ایزنا بي بي هم شامله وه چې په خېټه او پښو ټپي شوې وه. د هغې څلورکلن ورور وژل شوی وو.

شوکت وویل، «هغه ان له دې نه هم خبره نه ده چې په هغې څه شوي دي،» او زیاته یې کړه چې ماشومې ایزنا د لیډي ریډنګ روغتون په عاجله خونه کې دوه ورځې وخت تېر کړ. هغه وویل، هغه لس ورځې وروسته په داسې حال کې چې په شونډو یې موسکا خپره وه، لاړه.

شوکت وویل، د ایزنا او د هغې د ورور کیسه خفه کوونکې او د طالبانو د بې رحمۍ یوه نمونه ده.

د ایزنا پلار شکورخان چې سرسري ټپي شوی وو، پاکستان فارورډ ته وویل، چې د هغه د لور فزیکي ټپونه رغېدلي خو دا پېښه به د هغې په ژوند کې له هغې سره وي.

هغه وویل، «مونږ پوهېږو چې هغه به په راتلونکي کې اورپکي غندي،»

هغه وویل، «مونږ له حکومت څخه غواړو چې اورپکي سخت تعقیب کړي او عامو خلکو ته دا وړتیا په لاس ورکړي چې په دوامداره سوله کې ژوند وکړي. زه به مې د خپل زوی قاتلان او هغه خلک چې زما لور یې ټپي کړه ونه بخښم.»

د ټپونو رغېدل

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ۲۰۱۶ کال کې په خیبرپښتونخوا کې د ډېرو ماشومانو په شمول ۱۲۲۲۴ اوسېدونکیو ته وړیا بیارغونه او فزیکي معالجه برابره کړه.

په پاکستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند نجم عباسي وویل، ګټه اخیستونکو ته د هغوی د بیارغونې په سلسله کې مصنوعي پښې او فزیوتراپي ورکول شول.

هغه وویل، سربېره پر دې، د ۳۷۲۷۳ ماشومانو په شمول ۶۳۵۰۳ کسان په بنو کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په کمپ، بخه خېل، کې تداوي کړای شول. ۱۲۳۶۰ نورو کسانو چې ۸۸۰۴ له ۱۵ کالو څخه کم عمره ماشومان په کې ول په ۲۰۱۶ کال کې د تورخم په پوله د سره صلیب د نړیوالې کمېټې خدمتونه ترلاسه کړل.

عباسي وویل،‌ دغه ډول ارقام اکثر «په داسې ماشومانو مشتمل دي چې له تاوتریخوالي څخه په ډکو پېښو کې ټپیان شوي دي،»‌

د تاوتریخوالي دوامدارې اغېزې

د پاکستان د طبي ټولنې یا میډیکل اسوسیشن د خیرپښتونخوا د څانګې سکرټر اجمل حسین اورپکي د ماشومانو د وژنې له امله وغندل،‌ او ویې ویل چې د تاوتریخوالي فزیکي او احساساتي اغېزې به تر اوږدې مودې پورې دوام وکړي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «هغه یوه لویه غمیزه ده ځکه چې په جنګي سیمو کې باید ماشومان ونه وژل شي.‌ طالب اورپکي باید د ماشومانو، چې د جګړې په هکله له هېڅ نه خبر نه دي، احترام وکړي.»

په پېښور کې ارواپوه میا افتخار حسین د ډېرو هغو ذهني ناروغیو پړه، چې د جګړې په سیمو کې پرې خلک اخته دي، په تاوتریخوالي ور واچوله.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «ماشومان د ترهګرۍ تر ټولو بد قربانیان دي ځکه چې په هغوی کې اروایي ستونزې لویېږي او وروسته بیا په مزمنو ناروغیو باندې اوړي،»

هغه وویل،‌ د هغو خلکو، چې په جګړه ځپلیو سیمو کې وژل کیږي، ماشومان د ښوونې او روزنې په برخه کې له مشکلاتو او نورو ذهني او احساساتي ستونزو سره مخامخ کیږي.‌

هغه وویل، «‌ښایي چې ماشومان د ملکي خلکو د وېرولو په نیت د ترسره کېدونکو له تاوتریخوالي نه ډکو عملونو مستقیم زیانمنان نه وي، خو دا ناشونې ده چې هغوی دې له زیان ور رسېدلو څخه خوندي پاتې شي،»

د راتلونکي نسل خوندي کول

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې زهرا یوسف وویل، پاکستان او طالبان نشي کولی چې په یو وخت دواړه وخت تېر کړي.‌

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، «د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې په پېښور کې په حربي ښوونځي برید کې له ۱۲۰ څخه د ډېرو ماشومانو وژل د طالبانو د وحشتونو یوه ډېره لویه نښه ده،»

هغې وویل، «هېڅ مذهب، د وسله والې شخړې نورمونه یا عام اصول اجازه نه ورکوي چې څوک دې ماشومان په نښه کړي،»

یوسف وویل، «قاتلان او همدارنګه د هغوی استادان چې د ماشومانو وژل تاییدوي دیني احکامو یا د عام چلند نورمونو ته هېڅ درناوی نه لري،»

هغې وویل،‌ د طالبانو پر ضد جګړه د ماشومانو د ژوند د ژغورلو او د داسې یوه راتلونکي د جوړولو لپاره جګړه ده چې هغوی په کې له وحشت نه خوندي وي.‌

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ باید د خپل راتلونکي نسل د خوندي کولو په مقصد د سولې د راوستلو لپاره هڅو ته دوام ورکړو،»‌

د پېښور پوهنتون د سولې د څېړنو د انسټیټیوټ د وروستي کال محصل عزیزالرحمان وویل، جګړې د هغو ستونزو حل نه دی چې پاکستان ورسره مخامخ دی.‌

هغه وویل،‌ «د سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې باید دوام وکړي، او مونږ باید هر هغه کس له منځه وېسو چې بې ثباتي او نا امني رامنځته کوي،»

رحمان وویل، «اورپکي نشي کولی چې په زړورتیا سره د پاکستان د وسله والو ځواکونو په وړاندې جګړه وکړي... له دې امله، هغوی ماشومان او ښځې وهي.‌ د ماشومانو وژل او معیوبول په څرګند ډول د اورپکو ډارن توب ښیي.»‌

طالبان د ماشومانو روغتیا او ښوونه او روزنه په نښه کوي

په پېښور کې مېشت د قبایلي سیمو د امنیتي چارو پخواني سکرټر متقاعد ډګرمن محمود شاه وویل، اورپکي دومره کمزوري شوي چې نشي کولی د عسکرو پر ضد جګړه وکړي او د خپلو سرونو د ژغورلو لپاره پټ شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «خو هغه داسې فرصتونه ګوري چې په هغو کې هغوی کولی شي چې بې ګناه خلک وولي،»‌

محمود شاه وویل، طالبان له ماشومانو سره خاصه دښمني لري.‌

هغه وویل، «طالب اورپکي نه یوازې دا چې ماشومان د بمونو، اورنیو وسلو او چاودونکیو توکو په وسیله په نښه کوي، بلکه همدارنګه هغوی ښوونځي ویجاړ کړي چې هغوی له ښوونې او روزنې څخه محروم کړي،»‌

هغه وویل، په ۲۰۱۲ کال کې، طالبانو همدارنګه تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د پولیو د واکسین مخه ونیوله، چې په نتیجه کې یې له ۲۵۰ تنو څخه ډېر ماشومان معیوب شول.‌

محمود شاه وویل، «له نېکه مرغه چې اوس عام خلک د طالب اورپکو په اصلي اجندا پوهېږي او نور په هغوی باندې باور نه کوي،»‌

هغه وویل، اورپکي به ژر له بشپړې ماتې سره مخامخ شي،‌ ځکه چې پوځ او عامو خلکو دواړو هغوی پسې اخیستي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېره مننه چې وخت په وخت تازه خبرونه او خبري تحلیلونه خپروئ. ستاسو لیکنۍ ژبه واقعا د ستایلو وړ ده. یو وخت به خلکو په بي بي سي پښتو ډېر حساب کاوه چې ښه پښتو لیکي خو اوس د سلام ټایمز پښتو ډېره ښکلې ده. دا د ویب سایټ نوم که لږ اسان کړئ او په فیسبوک خپل پوښښ زیات کړئ ډېر خلک به د سلام ټایمز له مطالبو نه ګټه واخلي.‌ بیا هم مننه

ځواب ورکړئ