تکنالوژي

افغانستان د انټرنټ د پراخولو لپاره قېمتونه راټیټوي او بېخبنا ته انکشاف ورکوي

د سلیمان راپور

یو افغان د پوهنتون محصل د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۳۰ مه په کابل کې په کاردان پوهنتون کې په فیسبوک اکاونټ باندې یوه انټرنټي عکس ته ګوري. [د ای اېف پي عکس/وکیل کوهسار وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو افغان د پوهنتون محصل د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۳۰ مه په کابل کې په کاردان پوهنتون کې په فیسبوک اکاونټ باندې یوه انټرنټي عکس ته ګوري. [د ای اېف پي عکس/وکیل کوهسار وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د انټرنټ نفوذ مخ پر زیاتېدلو روان دی، چې د هېواد ۹۰٪ د استوګنې سیمې د مخابراتو خدمتونو په وسیله پوښل شوي دي.‌

په دې کې ۶ میلیونه خلک ۳ جي انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی لري او ۱۲ میلیونه نور په لیرې پرتو سیمو کې جي پي آر اېس ته، چې د موبایل له لارې ورو انټرنټ برابروي، لاسرسی لري.‌

په داسې حال کې چې انټرنټ ته لاسرسی موجود دی، خو بیا هم ډېر افغانان ترې برخمن نه دي.

د انټرنټ د ژوندیو شمېرنو (Internet Live Stats) د معلوماتو په اساس، د ۲۰۱۶ د جولای تر ۱ نېټې پورې د افغانستان یوازې خواوشا ۶.۸٪ خلکو یا نژدې ۲.۳ میلیونه کسانو په ثابتو انټرنټي خدمتونو کې اشتراک درلود. په ۲۰۰۰ کال کې، یعنې د طالبانو له نسکورېدلو څخه مخکې، په افغانستان کې یوازې ۷۸۸ انټرنټ کارونکي موجود ول.

د پوهنتون یوه محصل سلام ټایمز ته وویل، «ځوانان، او په ځانګړې توګه محصلان، له بل هر څه نه انټرنټ او ټکنالوجۍ ته ډېر ضرورت لري، ځکه چې هغوی د خپلو پوهنتوني کورسونو اړوند ټول معلومات او مواد له انټرنټ څخه ترلاسه کوي،» [آرشیف]

د پوهنتون یوه محصل سلام ټایمز ته وویل، «ځوانان، او په ځانګړې توګه محصلان، له بل هر څه نه انټرنټ او ټکنالوجۍ ته ډېر ضرورت لري، ځکه چې هغوی د خپلو پوهنتوني کورسونو اړوند ټول معلومات او مواد له انټرنټ څخه ترلاسه کوي،» [آرشیف]

انټرنټ ته د لاسرسي پراختیا

د وزارت ویاند نجیب ننګیال سلام ټایمز ته وویل،‌ هڅې روانې دي چې د قېمتونو د راټیټولو له لارې انټرنټ ته لاسرسی پراخ کړای شي.‌

هغه وویل، «په تېره فبرورۍ کې، د افغانستان دولتي مخابراتي شرکتونو افغان ټیلیکام شرکت او سلام خپل قېمتونه ۲۰٪ راکم کړل،‌ او په پام کې ده چې په راتلونکو درې میاشتو کې خپل انټرنټي قېمتونه ۵۰٪ نور هم راکم کړي،»

هغه وویل، «دا مهال،‌ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۱۸ میلیونه خلک انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی لري.‌ له ۶ میلیونو څخه ډېر خلک، چې په لویو ښارونو کې اوسېږي، د ښه کیفیت ۳ جي خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې ۱۲ میلیونه نور داسې خلک دي چې په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي.‌ هغوی هم له ۲ جي او حتی زړو کم سرعته خدمتونو څخه ګټه پورته کوي.»‌

ننګیال وویل، «دا مهال یوازې ۱۰٪ لیرې پرتې،‌ غرنۍ او نا هوارې سیمې له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي. مونږ پلان لرو چې د وي سي اېن (د کلیو د مخابراتي شبکې) د پروژې له لارې په دغو سیمو کې ۱۵۰۰ انټنونه او مخابراتي وسیلې نصب کړو، او بیا مونږ هغه له مصنوعي سپوږمۍ یا سټیلایټ سره وصل کړو.‌ په دې طریقه، به مونږ پاتې ۱۰٪ ته هم مخابراتي خدمتونه برابر کړو.»‌

د برېښنا د لینونو له لارې انټرنټ

د افغانستان د برېښنا شرکت په دې کار کوي چې د برېښنا د موجودو لینونو له لارې انټرنټ ته لاسرسی برابر کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند واحدالله توحیدي د اکتوبر په ۲۹ مه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ پلان لرو چې د برېښنا د لینونو له لارې د انټرنټي خدمتونو د برابرولو د یوې پروژې په تطبیقولو سره د ټولو افغانانو کورونو ته انټرنټ ورسوو.‌ مونږ به په یوه میاشت کې دننه د انټرنټ یوې خدمت برابرونکې کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړو.»

هغه وویل، «مونږ په کابل کې ګڼ شمېر فرعي سټېشنونه لرو..‌.او د هغو له لارې، به مونږ د برېښنا ټولو ستنو ته انټرنټ ولېږو. په دې طریقه به د برېښنا دا لینونه وکولی شي چې هر هغه کور ته، چې علاقه مندي او ضرورت لري، د برېښنا د موجودو لینونو له لارې انټرنټ ورسوي.»‌

هغه وویل، «دا سیستم له وای فای سره یو څه ورته والی لري. کورنۍ کولی شي چې د یوه موډیم په اخیستلو او د برېښنا په یوه سوېچ کې په لګولو او د یوه ځانګړي کوډ په داخلولو سره، چې مونږ به یې ورکوو، انټرنټ ته لاسرسی ومومي.»

هغه وویل، دا پروژه به په کابل کې پیل شي او بیا به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پلې شي.‌

د انټرنټ د سرعت او کیفیت ښه کول

د وزارت په وینا، ۴ جي سرعتونو ته د مخابراتي کمپنیو لوړول او د نوري فایبر تېرول به د انټرنټ کیفیت او نفوذ ته هم انکشاف ورکړي.‌

ننګیال وویل، «دوه حکومتي او درې خصوصي مخابراتي کمپنۍ (روشن، اتصالات او اېم ټي اېن) خپلو مشترکینو ته ۳ جي خدمتونه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې یوه مخابراتي کمپني (افغان بېسیم) د ۴ جي خدمتونه وړاندې کوي،»‌

هغه وویل، «په ورته وخت کې، نورو کمپنیو ته هم د ۴ جي خدمتونو جوازونه ورکول شوي دي. ۴ جي ته د دغو کمپنیو په لوړولو سره، به په افغانستان کې د انټرنټ کیفیت وده وکړي،»

له دې جلا، د نوري فایبر په یوه نوي لین باندې کار روان دی او تمه کیږي چې تر ۲۰۱۸ کال پورې بشپړ شي.‌

هغه وویل، «تر اوسه پورې، د نوري فایبر لین ۲۵ ولایتونو ته رسېدلی دی. مونږ پلان لرو چې د راتلونکي کال په بهیر کې پاتې ۹ ولایتونو ته هم دغه خدمت ور ورسوو.»

ډېر افغانان، د انټرنټ برابرونکیو په موجود قېمت او کیفیت قناعت نه لري،‌ او تمه لري چې بدلونونه به راشي.

د کابل پوهنتون یوه محصل رستم سلام ټایمز ته وویل، «ځوانان، او په ځانګړې توګه محصلان، له بل هر څه نه انټرنټ او ټکنالوجۍ ته ډېر ضرورت لري، ځکه چې هغوی د خپلو پوهنتوني کورسونو اړوند ټول معلومات او مواد له انټرنټ څخه ترلاسه کوي،»

هغه وویل،‌ «که څه هم چې مخابراتي شرکتونه ۳ جي خدمتونه وړاندې کوي، خو د انټرنټ سرعت او کیفیت ټیټ‌ دی. د یوه انټرنټ کاروونکي په توګه، زه له دې قېمتونو سره خوښ نه یم. په دې توګه، زه د مخابراتو وزارت او مخابراتي کمپنیو نه غواړم چې د خپلو انټرنټي خدمتونو کیفیت ته دې وده ورکړي.»

چټکوونکې ټکنالوجي

مخابرات او انټرنټ ته لاسرسی د تېرو ۱۵ کلونو په ترڅ کې د افغانستان د تر ټولو لویو لاسته راوړنو له ډلې څه دي.‌

د کابل ولایت یوه اوسېدونکي عارف حضرتي سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د واکمنۍ پر وخت،‌ به چې مونږ غوښتل چې په خارج کې خپلوانو ته زنګ ووهو مونږ مجبور وو چې پاکستان ته لاړ شو.‌ یعنې، مونږ به په ۲۱ مه پېړۍ کې د یوه ساده ټیلیفون کولو لپاره له یوه هېواد نه بل هېواد ته تللو.»

هغه د مخابراتو او انټرنټي خدمتونو په برخه کې پرمختګ د افغانستان لپاره «یو انقلاب» وګاڼه.

هغه وویل، «په دې ورځو کې... هر افغان موبایل فون او انټرنټ ته لاسرسی لري، او کولی شي چې په اسانۍ سره په نړۍ کې هر چېرته یې چې خوښه شي تماس ونیسي،»

د ټکنالوجۍ په برخه کې د یادو پرمختګونو سربېره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پلان لري چې په ۲۰۲۱ کال کې خپله دویمه سپوږمکۍ فضا ته ولېږي.

د مخابراتو وزارت ویاند ننګیال وویل، «په ۲۰۱۴ کال کې، له یوټل سټ سره د یوه تړون له لاسلیکولو څخه وروسته،‌ افغانستان خپله لومړنۍ سپوږمکۍ ولېږله... چې خپل مفاهماتي، مخابراتي او انټرنټي خدمتونه پراخ کړي،»

هغه وویل، «اوس مونږ پلانونه لرو چې تر ۲۰۲۱ کال پورې خپله دویمه سپوږمکۍ ولېږو او د مخابراتو او ټکنالوجۍ په سکټور کې بهتر خدمتونه وړاندې کړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. د خصوصي کمپنیو له خوا وړاندې کېدونکي خدمتونه ۳ جي بلل کیږي، خو دا سیستم له حقیقت څخه لیرې او په بشپړ ډول کمزوری دی.‌ دویم ټکی، چې زه غواړم دلته یې یاد کړم، دا دی، چې خصوصي کمپنیو د انټرنټ قېمت ولې راکم نه کړ؟‌ دا ښیي چې حکومت په دغو کمپنیو باندې د منلو وړ حکومتي قدرت نه لري.‌ د انټرنټ ټول مشترکین د دغو شبکو او همدارنګه د نوري فایبر د شبکو له خوا وړاندې کېدونکي انټرنټ څخه خفه او ناراض دي.‌ دلیل دا دی چې نور نو د شیانو کیفیت ته پام نه کیږي او پام یوازې د هغو کمیت ته کیږي.‌ مونږ هیله لرو چې افغان حکومتي چارواکي کیفیت ته هم یو څه پام وکړي‌.‌

ځواب ورکړئ

د انترنت قيمت او کيفيت فعلا دومره مناسب ندى په کومه اندازه چى مونګ بايد توقع وکړو نو د مخابراتو وزارت سخه هيله ده چى پدى عرصه کى جدى توجوع وکړى

ځواب ورکړئ

له دې ټولو هڅو سره سره، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ونشوای کولی، یا نه غواړي، چې د هغو غلاو مخه ونیسي چې مخابراتي شرکتونه یې دا وخت د انټرنټ د اندازې په برخه کې له خپلو مشترکینو څخه کوي. تاسو خپل انټرنټ وګورئ او بیا یې د یوه فایل له راښکته کولو څخه وروسته بیا وګورئ.‌ تاسو به ومومئ چې د هغې اصلي اندازې چې تاسو باید تادیه کړې وای څخه څومره ډېر ستاسو له حساب نه کم کړای شوی دی، چې دا هم یوه لویه او اساسي ستونزه ده.‌ هیله ده چې دا ستونزه هم په پام کې ونیول شي.‌

ځواب ورکړئ

سلامونه او ښې هیلې. د مخابراتي شبکو له خوا دا وخت وړاندې کېدونکي انټرنټي خدمتونه هم قېمته دي او هم کمزوري.‌ دا ستونزه بیا په ولایتونو او ولسوالیو کې نوره هم ډېره ده. د یادو شویو دوه ستونزو په پام کې نیولو سره، د انټرنټي خدمتونو وړاندې کول، په ځانګړې توګه په ولایتونو کې به هغه وخت انکشاف ومومي چې که حکومت د دغه ډول ستونزو هوارولو ته پام وکړي.‌

ځواب ورکړئ