ننګرهار-- په ننګرهار ولایت کې چارواکي هڅه کوي چې د هغو خلکو په ژوند کې ښه والی راولي چې د خښتو په بټیو کې د ګرو شویو مزدورانو په حیث کار کوي.
په سرخردو ولسوالۍ کې خواوشا ۱۰۰ د خښتو بټۍ کار کوي، چې اکثر په کې داسې غریبې کورنۍ کار کوي چې د بټیو له مالکانو نه پورونه اخلي او بیا کلونه کلونه -- ځینې وختونه نسلونه -- کار کوي چې خپل پورونه بېرته ورکړي.
سلام ټایمز له دغو کورنیو څخه له یوې سره چې د کار له دغه ډول سختو شرایطو څخه کړېږي، او له هغو ځایي چارواکو سره چې په دې برخه کې کار کوي چې د کار بدیل شرایط برابر کړي، خبرې کړي دي.
یو سخت ژوند
عبدالرازق چې ۴۸ کاله عمر لري له خواوشا دوه کالو راهیسې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي، او د بټۍ له مالک څخه یې د خواوشا ۴۷۵ ډالرو معادل پور اخیستی دی.
![لس کلن ذاکرالله (چپ) او د هغه یو ورور، احمدالله، د نومبر په ۶مه خټه تیاروي چې خښتې ترې جوړې کړي. [خالد زېری]](/cnmi_st/images/2017/11/17/10389-img_0842-585_329.jpg)
لس کلن ذاکرالله (چپ) او د هغه یو ورور، احمدالله، د نومبر په ۶مه خټه تیاروي چې خښتې ترې جوړې کړي. [خالد زېری]
رازق سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په پاکستان کې اوسېدو. کله چې مونږ دلته راغلو، په یوه کوچني ښار کې مو په یوه کرایي کور کې ژوند پیل کړ. ما نشوای کولای چې کار پیدا کړم، په داسې حال کې چې بچیان مې واړه ول. نو، ما بله لاره نه لرله، راغلم او د خښتو په بټۍ کې مې کار پیل کړ.»
د خښتو بټۍ کې، رازق او د هغه کورنۍ چې شپږ ماشومان لري په دوه کوټو کې ژوند کوي.
هغه وویل، «هغوی د ۱۰۰۰ خښتو په بدل کې یوه کوټه ورکوي -- یعنې که تاسو په ورځ کې ۱۰۰۰ خښتې واچوئ، هغوی به یوه کوټه درکړي، خو که تاسو غټه کورنۍ لرئ او کولی شئ چې د ورځې ۲۰۰۰ خښتې واچوئ، بیا هغوی دوه کوټې درکوي.»
هغه وویل، «ما خپل ټول زامن او لوڼې له ښوونځي څخه را واېستل ځکه چې هغوی باید کار وکړي او له ما سره پیسې وګټي چې قرض تادیه کړو، خو مونږ لا پور نه دی خلاص کړی او نور هم مخ په زیاتېدلو روان دی.»
د هغه یوه زوی، ذاکرالله، چې ۱۰ کاله عمر لري په څلورم ټولګي کې ښوونځی پرېښی دی او له خپل پلار سره یې کار پیل کړی دی.
ذاکرالله په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې سلام ټایمز ته وویل، «زه دوه هیلې لرم. لومړی، دا چې که زه د خښتو بټۍ نه پرته کوم بل کار وکړم، او دویم دا چې، زه غواړم چې خپل ښوونځی بېرته پیل کړم.»
د ګټې بدیلې لارې برابرول
ځایي مقامات وایي چې هغوی د خښتو بټیو کې له شتو ستونزو څخه خبر دي او هڅې کوي چې په پور کې را ایسارو کورنیو سره مرسته وکړي.
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا د یوې ترسره شوې سروې په اساس، د سرخرود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې خواوشا ۱۰۰۰ تنه ماشومان کار کوي او له دې امله هغوی نشي کولی چې ښوونځیو ته لاړ شي.
د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالحکیم شېرزاد وویل، دغه ریاست هڅه کوي چې د دغو کورنیو لپاره کاري شرایط ښه کړي او ماشومانو ته زده کړې برابرې کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هغو کسانو ته، چې د خښتو په بټیو کې کار کوي، یو څه حرفوي زده کړې او د هغوی ماشومانو ته د سواد زده کړې کورسونه برابر کړي دي،»
هغه په داسې حال کې چې ژمنه یې وکړه چې ځایي اداره به نوره مرسته برابره کړي، وویل، «حکومت زرګونو هغو کورنیو ته، چې پخوا یې د خښتو په بټیو کې کار کاوه، کاري فرصتونه برابر کړي دي، او اوس هغوی نورې وظیفې لري،»