امنیت

طالبانو په کندهار کې د ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ ځانمرګی برید وکړ

ای اېف پي

افغان امنیتي پرسونل د ډسمبر په ۲۲ مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه ودانۍ کې د ځانمرګي برید په ساحه کې راټول دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي پرسونل د ډسمبر په ۲۲ مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه ودانۍ کې د ځانمرګي برید په ساحه کې راټول دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندهار -- چارواکو وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر د جمعې په ورځ /د ډسمبر۲۲ مه/ په کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه ودانۍ په چاودېدونکیو توکو سمبال یو هوموي ور وخېژاوه، چې لږ تر لږه ۶ تنه افسران یې ووژل او یوه بشپړه وداني یې ویجاړه کړه.

طالبانو د میوند ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ د سهار وختي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان سلطان محمد ای اېف پي ته وویل، په دې عراده کې اټکل ۳۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي ول.

دا ناشونې وه چې د هغه ادعا دې تصدیق شي. که صحیح وي، هغه به د هغه ستر لارۍ بم دوه برابره زیات چاودېدونکي مواد وي چې د می په میاشت کې یې په کابل کې ۱۵۰ کسان ووژل.

سلطان محمد وویل، «زمونږ ۶ تنه پولیس افسران شهیدان شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي،» او زیاته یې کړه چې کېدای شي دغه ارقام تغیر وکړي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند غورځنګ افریدي د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړ.

هغه ای اېف پي ته وویل، «ټول قربانیان محلي پولیسان ول،»

ویل کیږي چې وژل شوي کسان نوي استخدام شوي ول.

له هدف څخه لږ لیرې ودرول شو

داسې ښکاري چې بریدګر ونشوای کولی چې هغې ودانۍ ته ورسېږي چې هلته ډېر شمېر پولیس توظیف شوي ول.

سلطان محمد وویل، چې بریګر له لومړۍ تلاشۍ څخه تېر شو او په دویمه تلاشۍ کې یې وروسته له هغه موټر ته چاودنه ورکړه چې یوه پولیس ډزې وکړې.

هغه وویل، یوه وداني «په بشپړه توګه ویجاړه شوه او له هغې سره خوا کې دوه نورې ودانۍ هم ویجاړې شوې،» او زیاته یې کړه چې د چاودنې زور ۲ کیلومتره لیرې د دوکانونو کړکۍ والوزولې.

یوه محلي پولیس افسر د هغه د نه افشا کولو په شرط ای اېف پي ته وویل، «چاودنه ډېره لوړه وه، دومره لوړه چې تاسو کولی شوای چې له قوماندانۍ نه څو میله لیرې یې هم غږ واورئ،»

هغه وویل چې ۸ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

دغه افسر وویل، «هغه ۸ کسان چې وژل شوي هغه له خاورو او خځلو څخه را اېستل شوي، او له برید څخه وروسته نور پولیس ورک هم دي،»

چارواکي وایي، طالبانو په وروستیو کلونو کې «درجنونه» زغره وال هوموي او پېک آپ موټرې ترلاسه کړي دي.

د دغو عرادو یو شمېر د پولیسو او اردو په مرکزونو په ځانمرګو بریدونو کې استعمال شويچې یو یې د اکتوبر په میاشت کې په کندهار کې وکارول شو او له ۴۰ نه ډېر افغان عسکر یې ووژل .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500