امنیت

د طالبانو له خوا د حملو په زیاتېدلو سره په فراه کې نور افغان سرتېري ځای کیږي

ای اېف پي

د افغان ملي اردو یو عسکر د سلواغې په ۸ مه په فراه ولایت کې د طالبانو ضد عملیاتو په ترڅ کې یوه د توپ ګولۍ واروي.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

د افغان ملي اردو یو عسکر د سلواغې په ۸ مه په فراه ولایت کې د طالبانو ضد عملیاتو په ترڅ کې یوه د توپ ګولۍ واروي.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

فراه -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۳ مه/ وویل، چې افغانستان په فراه ولایت کې، چې هلته د څو بیلیونو ډالرو په ارزښت د یوه پایپ لین تېرول پلان شوي دي،‌ د امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو له ګڼو بریدونو څخه وروسته، نور سرتېري په کار ګوماري.‌

په فراه کې، چې له ایران سره سرحد لري، تر ټولو وروستی برید د چارشنبې د ورځې سهار وختي هغه وخت پېښ شو چې طالب اورپکو د ولایت د مرکز په لمنو کې د تلاشۍ په یوه پوسته، چې پولیس او استخباراتي افسران په کې ځای پرځای، ول برید وکړ،‌ او ۷ تنه امنیتي پرسونل یې ووژل.‌

د فراه د ولایتي شورا یوې غړې جمیلې امیني ای اېف پي ته وویل، «کله چې کمانډو ځواکونه توظیف شول، اورپکي بېرته په شا وتمبول شول،»

هغې وویل،‌ د ملي امنیت د ریاست ۴ غړي او ۳ پولیس ووژل شول.‌

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ای اېف پي ته وویل، «مونږ فراه ته نور سرتېري او کمانډو ځواکونه لېږلي چې وضعه مهار کړي،‌» او زیاته یې کړه چې د اردو لوی درستېز ډګر جنرال محمد شریف یفتلي هم له دغه ولایت څخه لیدنه وکړه.‌

هغه وویل، «وضعه به ژر تر کنټرول لاندې راشي،»

د حملو یوه سلسله

چارواکو وویل،‌ طالب اورپکو د کب په ۲۱ مه د لنډ وخت لپاره د انار درې ولسوالۍ د اداري ودانۍ کنټرول په لاس کې واخیست،‌ او مخکې تر دې، چې سرتېري یې بېرته په شا وتمبوي، هغوی ۸ پولیس ووژل.‌

دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې د اونۍ په پای کې په بالا بلوک ولسوالۍ کې په سرتېرو باندې یو برید وشو او ګڼ شمېر کسانو ته یې تلفات ور واړول.‌

چارواکو وویل، چې د کب په ۵ مه په عین ولسوالۍ کې د اردو په یوه بېس باندې برید کې لږ تر لږه ۱۸ عسکر ووژل شول، چې دا په وروستیو میاشتو کې په امنیتي ځواکونو باندې یوه له ډېرو خونړیو حملو څخه شمېرل کېږي.‌

د سلواغې په نیمایي کې،‌د طالب اورپکو یوه ډله، چې د ایران له خوا روزل شوې او تمویل شوې وه، د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) د طبیعي ګاز د پایپ لین لپاره د افتتاح په مراسمو باندې د برید لپاره د خپل ماموریت له ترسره کولو څخه مخکې په هرات ولایت کې ځایي مقاماتو ته تسلیم شوه.‌

د دغې څو بیلیون ډالري ټاپي پایپ لین یوه برخه بهد فراه له لارې څخه تېره شي.‌

له امنیتي اندېښنو سره سره، طالبان ادعا کوي چې له دې پروژې سره به همکاري وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500