تروريزم

په فراه او ننګرهار کې د اورپکو په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي خلک ووژل شول

ای اېف پي

وسله والو سړیو د زمري په ۹ مه په جلال اباد کې په داسې حال کې، چې له بهرنیو مرستندیو ادارو سره یوه کتنه روانه وه، په یوه حکومتي ودانۍ باندې برید وکړ، چې لږ تر لږه ۶ کسان یې په دغه ختیځ ښار کې د نښتو د روانې لړۍ د وروستۍ کړۍ په ترڅ کې ووژل . [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

جلال اباد -- په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په ترڅ کې یو ځل بیا هغه وخت د سې شنبې په ورځ (جولای ۳۱) ملکي خلکو ته تلفات ور واوښتل چې دوه جلا جلا بریدونو په لسګونو بې ګناه خلک ووژل او ټپیان کړل.

په جلال اباد کې وسله وال سړي د افغان حکومت یوې ودانۍ ته په داسې حال کې ور ننوتل چې له بهرنیو مرستندویو ادارو سره کتنه روانه وه، په داسې حال کې چې د هېواد بل سر ته په فراه کې، یوه د سړک د غاړې بم، چې په ښکاره د امنیتي ځواکونو لپاره اېښودل شوی وو، یو بس وواهه.

په جلال اباد کې برید د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو د ریاست وداني په نښه کړه. د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې دغه برید د اورپکو او امنیتي ځواکونو تر منځ له پنځه ساعته سختې جګړې څخه وروسته پای ته ورسېد.‌

خوګياڼي وویل، لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول.‌

یو ټپي شوی سړی په هرات کې وروسته له هغه روغتون ته راوړل شوی چې په فراه کې د زمري په ۹ مه یوه د سړک د غاړې بم یو بس وواهه.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

یو ټپي شوی سړی په هرات کې وروسته له هغه روغتون ته راوړل شوی چې په فراه کې د زمري په ۹ مه یوه د سړک د غاړې بم یو بس وواهه.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

د ولایت د روغتیا رییس نجیب الله کامه وال وویل، ځینې مړي «دومره سوزېدلي چې پېژندل کیږي نه».‌

خوګياڼي وویل، کله چې برید په ګڼو چاودنو سره پیل شو، د بهرنیو مرستندویانو او ادارو محلي استازو د دغه ریاست له کارمندانو سره کتنه لرله.

خوګياڼي وویل، «د برخه والو ادارو ټول هغه استازي چې په کتنه کې یې برخه لرله افغانان ول،‌ او د کډوالو او راستنېدونکیو ریاست د رییس په شمول، دننه ایسار کسان ټول وژغورل شول،»

دغه برید، په یوه ځانمرګي برید سره چې بریدګر په کې خپل په بمونو سمبال موټر په دروازه کې وچاوه، پیل شو.‌

یوه عیني شاهد ای اېف پي ته وویل، «ما یو تور کرولا موټر ولید چې د کډوالو او راستنېدونکو د ریاست په دروازه کې یې درې وسله وال سړي ښکته کړل،»‌

د ولایتي شورا یوه غړي، ذبیح الله زمري، وویل چې بریدګرو څو کسان یرغمل ونیول.

ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، او د ودانۍ په سر یوه غټه توره لړه پورته شوه.

هغه سړي، چې په یاده ودانۍ یې برید کړی وو، وروسته ووژل شول.‌

ژورنالستانو ته د وټس آپ په یوه پیغام کې طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړل.‌

که څه هم چې هېڅ ډلې سمدلاسه د برید مسؤلیت پر غاړه وانه خیست،‌د داعش ګروپ په جلال اباد کې د قابله ګانو په یوه ښوونځي د شنبې ورځې /د زمري د ۶ مې/ د برید مسؤلیت ومانه. په یاده پېښه کې لږ تر لږه درې کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

په ملکي خلکو باندې برید

په فراه کې د سې شنبې په ورځ، هغه بم چې بس یې وواهه، لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل او ۳۱ نور یې ټپیان کړل‌.‌

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ای اېف پي ته وویل، «دغه بم د طالبانو له خوا په دې نیت ښخ شوی وو چې امنیتي ځواکونه ووهي خو... بس پرې ورغی،»

سمدلاسه طالبانو د پېښې مسؤلیت پر غاړه وانه خیست.‌

ولسمشر اشرف غني دغه بمي برید وغانده.‌

غني د علماوو د شورا له خوا د غبرګولي په میاشت کې جاري شوې فتوا ته، چې ځانمرګي بریدونه یې «حرام» وبلل، په اشارې سره وویل، «د ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د علماوو، ماشومانو او ښځو ژوبلول د علماوو د شورا د فتوا خلاف کار دی».

په یوه جلا پېښه کې،‌ وسله والو سړیو د سې شنبې په شپه /د زمري ۸ مه/ ۲۲ هغه مسافران، چې له پکتیا څخه کابل خوا ته یې سفر کاوه، وتښتول.‌

چارواکو د دواړو پېښو پړه په طالبانو ور واچوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500