ننګرهار -- چارواکو وویل، چې د ملي امنیت د ریاست امنیتي ځواکونو د داعش د ترهګرې ډلې پنځه غړي، چې دوه مشران یې هم په کې شامل ول، او یو طالب اورپکی په جلال اباد کې ونیول.
محلي مقاماتو نیول شوي کسان د زمري په ۱۶مه په ننګرهار کې د ملي امنیت په یوه ولایتي دفتر کې خبریالانو ته ور وښودل.
د ننګرهار والي حیات الله حیات په غونډه کې وویل، چې دغه نیونه به د ولایت په مرکز کې ترهګریز پلانونه شنډ کړي.
حیات وویل، «د داعش پنځه او یو طالب ترهګر د هغوی له وسلو او هغو تجهیزاتو سره، چې هغوی غوښتل چې په ښار کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره یې وکاروي، یوځای، ونیول،»
هغه وویل، «له نیول شویو اورپکو څخه یوڅلوېښت بېلابېل ډول وسلې ونیول شوې. هغه د دې لپاره چمتو کړای شوې وې چې نورو اورپکو ته ورسول شي،»
چارواکي ادعا کوي، چې د داعش دغه دوه مشران د ولایت بېلابېلو برخو ته د چاودېدونکیو موادو، د ځانمرګو د واسکټونو او د داعش د کورنیو د غړو د لېږد مسؤلین ول.
حیات زیاته کړه، «ګل اعظم، چې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی او د داعش د چاودېدونکیو موادو او د ځانمرګو د واسکټونو د رسونې مسؤل وو، په نیول شویو کسانو کې شامل دی،»
د ملي امنیت ریاست خبریالانو ته یوه ویډیو ور وښودله چې په کې اورپکي په خپلو جرمونو اعتراف کوي.
د داعش یوه محلي مشر، ګل علم، په ویډیو کې وویل، «هو، ما د داعش غړي ښار او نورو سیمو ته رسول، او هغوی غوښتل چې بریدونه ترسره کړي. ما خپلو هدفونو ته د رسېدلو لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخیست،»
د داعش یوه بل غړي، عبدالرحیم، وویل، «کله به چې زمونږ کسان ټپیان شول، مونږ به هغوی انتقالول او د هغوی ټپونه به مو تداوي کول او ما به د هغوی پالنه کوله،»
حیات د خبریالانو په مخکې له نیول شویو کسانو څخه وپوښتل،«آیا تاسو مسلمانان یئ چې تاسو ملکي خلک شهیدان کوئ؟آیا تاسو په دین پوهېږئ؟ آیا تاسو کولی شئ چې د لمانځه معنی ماته وکړئ؟ آیا تاسو هغه جنګ، چې افغانان په کې شهیدان کیږي، جایز ګڼئ؟»
اورپکو د سرونو په ښورولو سره د «نه» ځواب ورکړ.
والي وویل،«تاسو جهاد نه کوئ،هغه څه، چې تاسو کوئ، د جهاد ضد عمل دی،»
امنیت ښه کیږي
حیات وویل، ملکي مشران له امنیتي ځواکونو سره کار کوي چې په جلال اباد کې امنیتي وضعه ښه کړي.
حیات وویل، چې د افغان ملي اردو سرتېري، چې د زمري په ۱۰مه له یو لړ مرګونو ترهګریزو بریدونو څخه وروسته جلال اباد ته لاړل، به په یوازې سر کار نه کوي، او زیاته یې کړه چې اردو به د ملي امنیت د ریاست منسوبینو او محلي پولیسو سره په ګډه کار کوي.
په دغو بریدونو کېهغه برید هم شامل دی چې د زمري په ۹ مه په جلال اباد کې د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو په ریاستترسره شو.
حیات وویل، د کورنیو چارو د وزارت د ځانګړیو ځواکونو قطعه، د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قومانداني، هم ننګرهار ته رسېدلې ده.
د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قوماندانۍ د زمري په ۱۶ مه له افغان ملي اردو څخه په جلال اباد کې امنیتي مسؤلیتونه واخیستل.