جرم او انصاف

افغان مقاماتو په تورخم کې ۱۲ چارواکي د اداري فساد په تور ونیول

د خالد زېري راپور

د ټرانسپورټ د اتحادیې یو استازی د تلې په ۱۲مه له تورخم څخه د ننګرهار د والي حیات الله حیات (چپ) د لیدنې پر وخت له حیات سره خبرې کوي. [خالد زېری]

د ټرانسپورټ د اتحادیې یو استازی د تلې په ۱۲مه له تورخم څخه د ننګرهار د والي حیات الله حیات (چپ) د لیدنې پر وخت له حیات سره خبرې کوي. [خالد زېری]

جلال اباد -- افغان چارواکو په تورخم کې، چې په ننګرهار ولایت کې د افغانستان - پاکستان د سرحد په اوږدو کې د اوښتلو را اوښتلو یوه لویه سرحدي لاره ده، د اداري فساد د مهارولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

دغه د اوښتلو را اوښتلو دروازه له اوږدې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټ یوه مهمه لاره جوړوي، خو په وروستیو کې د افغانستان د ګمرکاتو اداره، چې په وارداتو او صادراتو باندې محصول ټولوي، د اداري فساد پر ضد د عملیاتو په مرکز بدله شوې ده.

افغان چارواکو د تلې په ۱۲مه اعلان وکړ چې هغوی څو تنه افغان امنیتي منسوبین او ملکي مامورین، چې د کارګو له موټرو څخه د رشوت غوښتنې په شمول، په جعلکارۍ او توطیه جوړونه کې یې لاس درلود، ونیول.

د ننګرهار والي حیات الله حیات له تورخم سرحد څخه د لیدنې پر وخت خبریالانو ته وویل، «مونږ نن له تورخم څخه د لیدنې په ترڅ کې څلور تنه امنیتي منسوبین د قانون منګولو ته وسپارل. مشکوک کسان د ټرانسپورټي لاریو له چلوونکیو څخه، چې د جلال اباد او تورخم تر منځ چلېږي، په رشوت اخیستنه کې ښکیل وو.»

هغه وویل، «همدارنګه، مونږ اته نور داسې کسان ونیول، چې د اتحادیو په نامه یې غیرقانوني پیسې ټولولې،» او زیاته یې کړه چې، «د تورخم او جلال اباد تر منځ به اداري فساد نه وي او نه به له موټر چلوونکیو څخه پیسې اخیستل کیږي.»

حیات څلورو نیول شویو امنیتي منسوبینو ته وویل، «ستاسو په هکله ډېر شکایتونه شوي دي. تاسو څلور واړه به څارنوالۍ ته لېږلې کېږئ، او تاسو باید هغو شکایتونو ته، چې ستاسو پر ضد شوي دي، ځواب وایئ. که مجرم ثابت شوئ،‌ سزا به ووینئ، او که پاک وئ، خپلو وظیفو ته به دوام ورکړئ.»

هغه وویل، «زه د تورخم په پوله کې فساد نشم زغملی. هر څوک، چې د اداري فساد د چارو په هکله څه مومي، نېغ په نېغه دې یې له ما سره شریک کړي.»

یو ټریلر چلوونکي پیرمحمد، چې ۴۰ کاله عمر لري، همداسې وکړل.‌

هغه له تورخم څخه د لیدنې پر وخت والي ته وویل،‌ «هر کله چې مونږ تورخم ته راشو، ځایي چارواکي په یوه او بل نوم دلته له مونږ څخه پیسې غواړي. دې چارواکو جعلي رسیدونه جوړ کړي چې له مونږ نه د پیسو د لوټلو پر وخت یې کاروي. مونږ مجبور یو چې هغوی ته پیسې ورکړو.»

هغه وویل، «کله چې مونږ کوشش وکړو چې تاسو ته شکایت وکړو، دا پولیسان مونږ د خپلو ټوپکونو په کونداغونو وهي،»

په پېښور کې د افغانستان عمومي کونسل، معین مرستیال، چې تورخم ته د تګ پر وخت یې د حیات ملګرتیا کوله، وویل، «په سرحدي دروازه کې اداري فساد د افغانستان او پاکستان دواړو خواوو ته سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي دي، او دا باید حل کړای شي،»

د افغانستان د سرحدي ځواکونو قوماندان، وحیدالله نیازي، د تلې په ۱۲مه خبریالانو ته وویل، «پخوا په تورخم کې اداري فساد، رشوت اخیستنه او له موټر چلوونکیو څخه د ناقانونه پیسو ټولونه عام کارونه وو، خو دا ستونزه تر ډېره کمه شوې او مونږ به د اداري فساد د جرړو د اېستلو لپاره د خپلو هڅو زیاتولو ته دوام ورکړو.»

په تورخم کې یوه ۳۲ کلن دوکاندار، محمد یاسر، وویل، «د حکومت له خوا د عملیاتو له پیلېدلو څخه مخکې، رشوت اخیستنه او اداري فساد په تورخم کې په هر ځای کې موجود وو. پولیسو او ملکي چارواکو په منظمه توګه د ټرانسپورټ عرادو له چلوونکیو څخه پیسې تروړلې، خو د خدای په فضل، اوس دغه کارونه ډېر کم شوي دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «حتی که کیږي هم، په پټه کیږي. زه هیله لرم چې دا به هم ورک شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500