هلمند -- د افغان ملي اردو ځواکونو په هلمند ولایت کې د ډېرو ځنډېدلو پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې، چې د را روانې شنبې په ورځ /د تلې ۲۸ مه/ ترسره کیږي، د لا ښه امنیت د یقیني کولو لپاره،یو میاشتني اوږده پوځي تمرینات بشپړ کړل.
په دغو مانورو کې، چې د وږي په ۱۹مه پیل او د تلې په ۲۲مه پای ته ورسېدل، د افغان ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو خواوشا ۲۰۰۰ افغان سرتېري په ګرېشک ولسوالۍ کې په شورابک کمپ کې راټول شوي ول.
افغان پوځي چارواکي وایي، چې هغوی داسې پلانونه تیار کړي چې د انتخاباتو په ورځ په ټول هېواد کې امنیت ټینګول یقیني کوي او خلک له وېرې څخه پرته خپلو کاندیدانو ته رایه ورکړي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو درستېزوال، ډګروال محمد جواد علي زاده، د سپتمبر په ۱۳ مه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ټول انتخاباتي سایټونه منسوبینو ته ورښودلي دي. هره زاویه د یوه ځانګړي پلان له مخې څېړل شوې ده،»
ډګروال علي زاده وویل، «دښمن نشي کولی چې دې سیمو ته داخل شي او ترهګریز برید ترسره کړي،»
د ۲۱۵ میوند قول اردو یوه سرتېري، بریدمل سیف الرحمان، سلام ټایمز ته وویل، «افغانان باید راشي، په انتخاباتو کې برخه واخلي او خپلو په زړه پورې کاندیدانو ته رایې ورکړي،»
هغه وویل، «مونږ به د خپل سر په قربانۍ، دې ته لاره هواره کړو چې خلک په دې ملي پروسه کې برخه واخلي،»
د دغې قول اردو یوه پوځي ډاکتر، همایون جلیلي، سلام ټایمز ته وویل: «ټول سرتېري روزل شوي او داسې یو لوړ مورال لري چې خلک کولی شي چې راشي او په یوه ارامه فضا کې په انتخاباتو کې برخه واخلي،»
د هلمند والي، یاسین خان، د سپتمبر په ۱۵مه سلام ټایمز ته وویل، چې محلي حکومت په بشپړ ډول دې ته چمتو دی چې د را روانو انتخاباتو لپاره امنیت یقیني کړي.
یاسین خان وویل، «مونږ په هلمند کې د ښو، عادلانه او شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ټول چمتووالي نیولي دي. داسې کافي اندازه امنیتي ګامونه اخیستل شوي چې د هر ډول امنیتي ستونزو د پېښېدلو مخه نیسي،»
هغه وویل، «د ټولو انتخاباتي سایټونو امنیت ټینګ کړای شوی دی،»