کندوز -- افغان امنیتي ځواکونه په کندوز ولایت کې یوه عامه پوځي ننداره وړاندې کوي څو خپل ځواک او د شنبې ورځې /د تلې ۲۸مې/ د پارلماني انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د طالبانو د ډېرېدونکیو ګواښونو په وړاندې خپل چمتووالی وښیي.
د دغه اورپکي ګروپ هدف دا دی چې افغان عوام له دې څخه زړه توري کړي چې راوځي او په رایه اچونه کې برخه واخلي.
دغې پوځي نندارې، چې د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲۴مه/ ترسره شوه، نژدې ۱۰ کیلومتره ساحه پوښلې وه، چې د کندوز هوایي ډګر سره نژدې د ۲۰مې پامیر لوا له ودانۍ څخه نیولې د کندوز ښار تر مرکز پورې رسېدله.
په ننداره کې د پېک آپ رنجرو، هاموي ګانو او نورو پوځي تجهیزاتو په شمول، نژدې ۱۰۰ پوځي عرادې، نندارې ته وړاندې شوې وې.
د دغې نندارې د ترسره کولو هدف دا وو چې د افغان ځواکونو قوت وښیي او د شنبې د ورځې له رایه اچونې څخه مخکې د انتخاباتو د ورځې د امنیت په هکله ډاډ ورکړي.
د ۲۰مې پامیر لوا قوماندان، برید جنرال غلام مرتضی سروري، د سې شنبې په ورځ وویل چې په دغه ولایت کې د رایه اچونې په ۹۸ محلونو کې خواوشا ۷۰۰ د افغان ملي اردو او کمانډو ځواکونو سرتېري ځای پرځای شوي چې د انتخاباتي پروسې امنیت ډاډمن کړي.