د ښځو حقوق

افغانانې د سولې په ملي هڅو کې مهم رول لوبوي

د عمر راپور

له ۵۰۰ څخه ډېرې ښځې د لیندۍ په ۱۴مه په هرات ښار کې د دې لپاره راټولې شوې چې خپل نظرونه شریک کړي او په خپلو ټولنو کې له خپل نفوذ څخه داسې کار واخلي چې د سولې پیغام په کې خپور کړي. هغوی په طالب اورپکو باندې غږ وکړ چې وسلې په ځمکه کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي. [عمر]‌

هرات -- په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره د هڅو په زیاتېدلو سره، افغان حکومت ښځې دې ته هڅوي چې خپل نظرونه شریک کړي او په خپلو ټولنو کې له خپل نفوذ څخه په ګټه اخیستنې سره د سولې پیغام خپور کړي.

د وږي په میاشت کې، د افغانستان د سولې عالي شورا د لومړۍ مېرمنې رولا غني په مشرۍ، د سولې لپاره د افغانستان د ښځو ملي اجماع، د دې لپاره پیل کړه چې ښځې داسې پیاوړې کړي چې له طالبانو سره په خبرو کې برخه واخلي.

ملي اجماع له کابل څخه پیل شوه او ۲۸ ولایتونو ته خپره شوې ده او لا پسې زور اخلي.‌

د سولې په هکله وروسته غونډه د لیندۍ په ۱۴مه په هرات کې وشوه، چې له ۵۰۰ څخه ډېرو ښځو په کې برخه واخیستله.

له ۵۰۰ څخه ډېرې ښځې د لیندۍ په ۱۴مه په هرات ولایت کې راټولې شوې او په ښځو یې غږ وکړ چې په هېواد کې د سولې په راوستلو کې حیاتي رول ولوبوي. [عمر]‌

له ۵۰۰ څخه ډېرې ښځې د لیندۍ په ۱۴مه په هرات ولایت کې راټولې شوې او په ښځو یې غږ وکړ چې په هېواد کې د سولې په راوستلو کې حیاتي رول ولوبوي. [عمر]‌

د کندوز ولایت د بېلابېلو برخو خواوشا ۵۰۰ ښځې د لیندۍ په ۱۰مه په کندوز ښار کې راټولې شوې او په طالب اورپکو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي. [هدایت الله]

د کندوز ولایت د بېلابېلو برخو خواوشا ۵۰۰ ښځې د لیندۍ په ۱۰مه په کندوز ښار کې راټولې شوې او په طالب اورپکو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي. [هدایت الله]

د لیندۍ په ۱۰مه، په کندوز ښار کې خواوشا ۵۰۰ ښځو او د ښځو د حقونو فعالانو د «جنګ بس دی!» تر شعار لاندې لاریون وکړ.‌

د تلې په میاشت کې،‌د جوزجان او کونړ ولایتونو ښځو هم خپل غږونه په ټولیز ډول پورته کړل، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې جنګ بس کړي.

په ورته ډول،‌ د تلې په میاشت کې، د بغلان ولایت د بېلابېلو برخو له ۴۰۰ څخه ډېرې ښځې له ملي اجماع سره یوځای شوې.

د لومړۍ مېرمنې یوې سلاکارې مرجان متین د لیندۍ په ۱۴مه سلام ټایمز ته وویل، «ښځې به د سولې د پروسې په هکله سپارښتنې کوي. همدارنګه، ښځې به په خپلو ولایتونو کې د سولې د بهیر په وړاندې ټول خنډونه څاري او د غوره حللارو وړاندیز به کوي.»

هغې وویل، ښځې کولی شي چې د ټولنې د غړو په توګه د سولې په راوستلو کې یو حیاتي رول ولوبوي او کولی شي چې د میندو، مېرمنو، خویندو او حتی د ښوونکیو په توګه، چې هره یوه یې په سلګونو ماشومانو باندې نفوذ لري، د سړیو تر څنګ کار وکړي.

متین وویل، «نو دغه ډول ښځې کولی شي چې ماشومانو او نورو خلکو ته د سولې د پیغام په لېږدولو کې یو مهم رول ولوبوي. د دې اجماع جوړول د ښځو د پاڅولو په برخه کې لومړی ګام دی.»

هغې وویل، «زمونږ تجربې ښودلې چې په ځینې ولایتونو کې ښځې خبرې وې، په حقیقت کې، هغوی د سولې په برخه کې مهارتونه لرل. له دې غونډې څخه وروسته د هغوی له جملې څخه ډېرې راغلې او د سولې په هکله یې خبرې وکړې. دغه ښځې به هغه پیغام، چې له دې پروګرام څخه یې ترلاسه کوي، په خپلو سیمو کې نورو ښځو ته ور انتقال کړي.»

د سولې لپاره د خلکو هڅول

متین وویل، «زمونږ هدف دا دی چې افغانان سولې ته چمتو کړو. دا یو لوی پلان دی چې تر اوسه پورې یې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه ۱۱۰۰۰ ښځې ورجلب کړي، او د دومره ډېرو ښځو موجودیت داسې څه نه دی چې یو څوک دې یې له پامه وغورځوي.»

د سولې د عالي شورا غړې لیلا جعفري وویل، «د نوي نسل افغانې ښځې غټې وړتیاوې لري، او غواړي چې په لویو سیاسي پلانونو، په ځانګړې توګه د سولې بهیر کې یو مهم رول ولوبوي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌«ښځې په افغانستان کې د لسیزو اوږدې جګړې اصلي قربانیانې دي، خو هغوی به نور اجازه ور نه کړي چې دغه ډول کارونه په افغانستان کې وشي،»

جعفري وویل، «ښځې باید له طالبانو سره د سولې خبرو کې لکه څنګه چې اوس دي، تل موجودې وي. د ښځو حرکتونو ښودلې چې هغوی له طالبانو سره په مذاکراتو کې څومره لوی رول لوبولی شي.»

هغې وویل، «افغانستان به ۲۰ کاله مخکې [د طالبانو تر رژیم لاندې] وخت ته بېرته ورستون نشي. افغانې ښځې غواړي چې د اساسي قانون په اساس د تېرو ۱۷ کالو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي.»

جعفري روښانه کړه، «په هرات کې ښځې په دې کار کوي چې ټولنیزه سوله رامنځته کړي، په داسې حال کې چې په مرکز کې موجودې برخه والې به د سیاسي سولې په لور هڅې رهبري کړي،»

هغې یادونه وکړه چې، «سیاسی سوله به تر هغه رانشي څو چې ټولنیزه سوله نه وي راغلې،» او تاکید یې وکړ چې، «مونږ هڅه کوو چې د مهمې ټولنیزې سولې په وړاندې کولو کې د ښځو رول لا نور روښانه او غټ‌ کړو.»

د ښځو د لاسته راوړنو خوندي کول

په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدلو وروسته، د اوسني ملي یووالي حکومت په شمول، افغان حکومتونو د نړیوالو شریکانو په ملاتړ، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د پرمختګ لپاره اساسات جوړ کړل.

جعفري وویل، «ولسمشر اشرف غني ښځو ته د سولې په خبرو کې د غږ اوچتولو فرصت ورکړی دی،»

هغې وویل، «ښځې له طالبانو سره په خپلو خبرو کې کومه سره کرښه نه لري، خو کله چې خبره له طالبانو سره د مذاکراتو مېز او د سولې تړونونو ته رسېږي، بیا مونږ یو څه سرې کرښې لرو. دغه سرې کرښې د ښځو حقونه، د ښځو مدني او سیاسي حقونه، اساسي قانون، او د تېرو ۱۷ کالو په ترڅ کې د افغانو ښځو له خوا د ترسره شویو لاسته راوړنو خوندي کول دي.»

په کابل کې یوې افغانې ژورنالستې فاطمې روشنیان سلام ټایمز ته وویل، «د سولې د کومې هوکړې په بدل کې به د افغانو ښځو د تېرو ۱۷ کالو لاسته راوړنې ضایع نه کړای شي،»

هغې یادونه وکړه چې، «که طالبان د سولې بهیر سره یوځای کیږي، هغوی باید د ښځو حقونه له پامه ونه غورځوي ځکه چې ښځې کولی شي چې د سولې د بهیر په شمول د ژوند په هره برخه کې حیاتي رولونه ولوبوي،»

«دغه د ښځو غونډې طالبانو ته یو پیغام ورلېږدوي، او هغه دا دی چې افغانې ښځې کولی شي چې یو د پام وړ رول ولوبوي او ښایي چې د نورو پروسو په څېر د سولې په پروسه کې څنډې ته پرې نښودل شي.»

د مذاکراتو په مېز یوه چوکۍ

جعفري یادونه وکړه چې، «د سولې د پروسې د پخوانیو ناکامیو په سببونو کې د هغې برخې له پامه غورځول شامل دي چې ښځو ترسره کوله،»

هغې وویل، «د سولې د مذاکراتو د پيلولو په روانو هڅو کې، ښځو غټ رولونه ترلاسه کړي دي. له طالبانو سره د سولې د خبرو ترسره کولو لپاره د حکومت د استازو په ګروپ کې درې ښځې شاملې دي. دغه ښځې له ټولنې څخه راپورته شوي او له طالبانو سره به د مذاکراتو په مېز کې موجودې وي.»

جعفري وویل، «هغه ښځې، چې د سولې عالي شورا کې کار کوي، هغوی باید د سولې په خبرو کې د ښځو استازیتوب وکړي... او باید یوازې هغه څه تایید نه کړي چې سړي یې وایي.‌ دا ښځې باید د ښځو د نظریاتو استازیتوب وکړي.»

د هرات د والي مرستیالې منسه حسن زاده وویل، «د ملي اجماع د غونډې په ترڅ کې په شوې پرېکړه کې، د هرات ښځو په هېواد کې د سولې د راتګ او د جنګ د پای ته رسولو غږ وکړ،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ نشو کولی چې د سولې په بهیر کې د ښځو د برخه اخیستنې د پیاوړتیا لپاره د حکومت هڅې له پامه وغورځوو، البته، مونږ په دې پروسه کې د ښځو د لا ډېرې برخه اخیستنې غوښتنه کوو.»

هغې زیاته کړه، «اسلام ښځو ته یو ځانګړی مقام ورکړی دی، او طالبان، چې ځانونه مسلمانان بولي، باید هغه رول ته درناوی وکړي چې ښځو د دیني اصولو په اساس لوبولی دی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه دی.

ځواب ورکړئ