امنیت

افغان مېرمنې د سولې په بهیر کې لا ډېر رول پرغاړه اخلي

د نجیب الله راپور

افغان مېرمنو د سپتمبر په ۱۵مه په هرات ولایت کې 'د سولې د میندو کانفرانس' کې برخه اخیستې ده. د طالبانو د رژیم (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پر وخت،‌ ښځو اجازه نه لرله چې کار وکړي یا ښوونځیو ته لاړې شي. [د افغانستان د سولې عالي شورا]

افغان مېرمنو د سپتمبر په ۱۵مه په هرات ولایت کې 'د سولې د میندو کانفرانس' کې برخه اخیستې ده. د طالبانو د رژیم (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پر وخت،‌ ښځو اجازه نه لرله چې کار وکړي یا ښوونځیو ته لاړې شي. [د افغانستان د سولې عالي شورا]

کابل -- افغان مېرمنې هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې سوله ییزې لارې په رامنځته کولو کې خپل رول ولوبوي.‌

ډېر خلک وایي، چې هغوی کولی شي چې د سولې په راوستلو کې یو مهم رول ولوبوي ځکه چې هغوی په فعال ډول د جګړې په جبهه کې ښکېلې نه دي، او په دې هکله غوښتنې مخ په ډېرېدا دي چې د افغانستان د سولې عالي شورا کې د ښځو شمېر زیات کړای شي.‌

د سولې عالي شورا یوازې یوه ښځینه غړې لري -- چې مرستیاله حبیبه سرابي ده -- او څلور ښځې په ۲۴ کسیزه اجرائیه شورا کې کار کوي. د سولې د عالي شورا غړیتوب ادلون بدلون کوي،‌ خو د ۲۰۱۶ په نیمايي کې یې ۵۰ غړې لرلې.

سرابي لومړنۍ ښځه وه چې خپل موقف یې ترلاسه کړ، «په تېر وخت کې، د ښځو حضور کم وو، خو اوس د شورا په رهبرۍ کې د ښځو حضور ډېر دی او د هغوی فعالیتونه د لمس وړ دي،»

د سولې عالي شورا په وروستیو کې «د سولې د میندو کانفرانس» په نامه مجلسونه شروع کړل چې د سولې په بهیر کې د ښځو رول زیات کړي او د ښځو سوله ییزې شبکې جوړې کړي.‌

تر دې مهاله، په کابل،‌ بامیانو او هرات کې مجلسونه ترسره شوي دي.‌

سرابي سلام ټایمز ته وویل، که هغه بریالي ثابت شي،‌ دغه پروګرام به په نورو ولایتونو کې هم پلي شي.‌

سرابي وویل، د دغه پلان له مخې، له هر ولایت څخه به ۱۲ ښځې انتخاب شي چې لومړی د خپلو ځایي کورنیو په شبکو کې د سولې پیغام خپور کړي،‌ او بیا یې د ټولنې سطحې ته پراخ کړي.‌

حیاتي رول

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یوې استازې وږمې ساپۍ وویل، «ښځې د سولې په رامنځته کولو کې تر ټولو ښه رول لوبوي ځکه چې یوه ښځه هم مور ده او هم خور، او هغوی کولی شي چې خپل ورونه او ماشومان چې په جګړه کې ښکېل دي سولې ته ور وبلي،‌ او په دې توګه د سولې په پروسه کې مؤثر رولونه ولوبوي.»‌

ساپۍ سلام ټایمز ته وویل، افغانو ښځو ته په هېواد کې په لوړه سویه درنښت کېږي، او مخالفینو ته د مورنۍ بلنې په ور وړاندې کولو سره، هغوی کولی شي چې د سولې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.‌

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې حمیرا ثاقب دغو نویو نوښتونو ته خوښي څرګنده کړه.‌

هغې وویل، «ښځې، چې جګړې د نورو په نسبت ډېرې ځپلې دي، د سولې عالي شورا کې لا پراخې برخه اخیستنې ته اړتیا لري،»‌

هغې وویل، «یو له هغو بحثونو څخه چې د سولې عالي شورا یې باید په ګوته کړي، د ترهګرۍ پر ضد جګړه ده.‌ هغه میندې چې د هغوی بچیان د ترهګرو ډلو غړي دي، باید خبرې کړای شي چې د جهاد او ترهګریزو فعالیتونو تر منځ فرق موجود دی.»‌

افغانان په دې پروسه کې د ښځو د شمېر د ډېرېدا فکر ته هرکلی وایي.‌

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون یوه ۲۵ کلن محصل نورالله سلام ټایمز ته وویل، د سولې عالي شورا «باید د سولې د مذاکراتو په رهبرۍ او مدیریت کې ښځو ته یو لا پراخ رول ورکړي،»‌

په کابل کې د یوې غیرحکومتي ادارې کارمندې صدف وویل، سوله د هر چا خوب دی او میندې کولی شي چې د دغه خوب په ریښتیا کولو کې یو مؤثر رول ولوبوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500