ټولنه

د کندوز په زرګونو اوسېدونکیو د سولې غوښتنلیک لاسلیک کړ

د هدایت الله راپور

د کندوز ولایت نژدې ۳۰۰۰ اوسېدونکو د مرغومي په ۲۷ - ۲۹ مه یو غوښتنلیک لاسلیک کړ چې په کې یې په هېواد کې د سولې غوښتنه کړې ده. [هدایت الله]

کندوز -- نژدې ۳۰۰۰ دیني عالمانو، امامانو، قومي مشرانو، سړیو، ښځو او ځوانانو په کندوز ولایت کې یو غوښتنلیک لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې د رامنځته کولو لپاره به هر هغه څه وکړي چې په وس یې پوره وي.

فعالانو د مرغومي په ۲۷مه د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې «مونږ تیار یو چې د دوامدارې سولې لپاره هر ډول قرباني ورکړو» تر عنوان لاندې یو درې ورځنی کمپاین ترسره کړ چې لاسلیکونه راټول کړي.

په کندوز ولایت کې د ځوانانو د ملي مشورتي پروګرام یوه استازي او د هېواد د ځوانانو د پارلمان غړي، عبدالستار شمال، وویل، «مونږ دا لاسلیکونه له جوماتونو،‌ ښوونځیو، مرکزي جومات، لویو دیني مرکزونو او د ګڼې ګوڼې له سیمو څخه راټول کړي دي،»

هغه د مرغومي په ۲۹مه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې مونږ دا لاسلیکونه راټولول، مونږ پوه شو چې د کندوز اوسېدونکي له جنګ څخه ستړي دي. هغوینشي کولی چې نور جنګ او سختي وزغمي، او د شخړې د پای ته رسولو انتظار کوي.»

د کندوز یو اوسېدونکی د سلواغې ۳مه په کندوز ښار کې یو غوښتنلیک لاسلیکوي چې پرې لیکلي «مونږ تیار یو چې د دوامدارې سولې لپاره هر ډول قرباني ورکړو». [هدایت الله]

د کندوز یو اوسېدونکی د سلواغې ۳مه په کندوز ښار کې یو غوښتنلیک لاسلیکوي چې پرې لیکلي «مونږ تیار یو چې د دوامدارې سولې لپاره هر ډول قرباني ورکړو». [هدایت الله]

هغه وویل، «د کندوز اوسېدونکو مونږ ته وویل چې هغوی تیار دي چې د خپل سولې د خوب د ریښتیا کېدلو لپاره هر ډول قرباني ورکړي، تر دې چې که سوله تضمین کیږي هغوی ان دا غوره بولي چې په غریبۍ کې ژوند وکړي،»

شمال وویل، د سلواغې په نیمایي کې به لاسلیک شوی غوښتنلیک په کابل کې په عامه مراسمو کې وښودل شي. تمه ده چې په دغه پروګرام کې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه له ۲۵۰۰ څخه ډېر برخه وال برخه واخلي.

هغه وویل، په عام ډول د لاسلیکونو د ښودلو هدف دا دی چې ولسمشر، د کابینې غړي، د سفارتونو استازي او ملي او بین المللي موسسې خبر کړای شي چې د کندوز اوسېدونکي سولې ته تږي دي.‌

'افغانانو د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړي دي'

. افغانان له کالونو راهیسې له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې جنګ ودروي. په دغه جنګ کې د یادې ډلې غړي د ملکي خلکو پر ضد ظلمونه کوي، د هېواد د سیاسي او اقتصادي پرمختګ مخه ډپ کوي، او ترهګرۍ ته وده ورکوي -- په داسې حال کې چې نوم پرې د اسلام بدوي.

د کندوز د ځوانانو د شبکې رییس، سید غفور هاشمي، سلام ټایمز ته وویل، «ډېر هغه کسان، چې دغه غوښتنلیک یې لاسلیک کړی، هغه کسان دي چې د خپلو کورنیو غړي یې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي،»

هغه وویل، «ټول هغه کسان، چې په دې کمپاین کې له مونږ سره رایوځای شوي، په خپله خوښه دې ته حاضر ول چې چې غوښتنلیک لاسلیک کړي او ویل یې چې هغوی غواړي چې له منځه تللې سوله د هغوی ولایت ته بېرته راستنه شي. عام خلک هر هغه ګام ته ښه راغلاست وایي چې مونږ یې د سولې په لور اخلو.»

هغه وویل،‌«سوله ښایي په دې لاسلیکونو رانشي، خو مونږ کولی شو چې د کندوز د اوسېدونکیو، چې سوله غواړي او له جنګ څخه ستړي دي، احساسات نورو ته ورسوو،»

د کندوز د سولې د ولایتي شورا رییس، مولوي عبدالبصیر، وویل، داسې په خپل سر عامه حرکتونه، کولی شي چې یوې دایمي او پراخې سولې ته لاره هواره کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ځوانانو لپاره دا مهمه ده چې هڅه وکړي چې د افغانانو پیغامونه حکومت، نړۍ والې ټولنې او ملګرو ملتونو ته ولېږدوي،»

هغه وویل، «د دغه ملي کمپاین هدف دا دی چې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. دا په دې معنی چې ټولو افغانانو د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه نور نه پوهېږم خو دومره ویلی شم چې امریکایانو د ترمپ په څېر انسان په ولسمشر کولو د امریکا سپکاوی وکړ ځکه داسې ښکاري چې دا سړی ذهني توازن نه لري او هر څه چې خولې ته ورشي وایي یې، که نه د افغانستان له حکومت سره له سلا مشورې پرته له طالبانو سره داسې یوې شرموونکې نتیجې ته رسېدل چې د افغانستان د خلکو دومره قربانۍ ضایع شي به امریکا په نړۍ کې مخ تورې کړي او افغانستان به د لسګونو کالونو لپاره د ولسواکۍ له امتیاز نه بې برخې کړي. زه دا نه وایم چې طالبان دې بېخي هغسې په ډېران وغورځول شي لکه په ۲۰۰۱ کې چې وشول او هغه هم د امریکایانو غلطي وه لاکن داسې درجه ورکول چې د افغانستان اردو، پولیس او ملي امنیت دې چې مونږ د نړۍ والو په خیراتونو جوړ کړی دی د پاکستان په غوښتنه د طالبانو په لاس منحل کړای شي (د طالبانو د مرکچي شیرمحمد عباس ستانکزي په ویډیو کی چی نن په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده همداسې راغلي دي). امریکایانو ته زما مشوره دا ده چې پاکستان ته دې باج نه ورکوي بلکې فشار دې پرې راوړي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته هغسې کینوي لکه څنګه یې چی ګلبدین حکمتیار کیناوه او بیا د انتخاباتو له لارې د خپلې ډلې لپاره سیاست وکړي. د ولسمشر اشرف غني د تیر کال د سولې لار نقشه د سولې لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی. له شوروي اتحاد سره په جګړه کی پیسې د امریکایانو او عربانو مصرف شوی او سرونه په کې د افغانانو توی شول خو بله ورځ چې خبره د حساب راغله د پاکستان لومړۍ وزیرې بی نظیر بوټو په سعودي عربستان کی یوه کانفرانس ته وویل چی پاکستان هغه اسلامي قوت دی چې کمونیزم او بې دینۍ ته یې ماتې ورکړه. که دا کیسه همداسې روانه وي، تاسو به وګورئ چې بله ورځ د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ووایي چی امریکا ته هغه ماتی ورکړ

ځواب ورکړئ