امنیت

طالبان د عسکرو د وژلو په سر له 'سترګه په سترګه' غچ سره مخامخ شول

د عمر راپور

افغان سرحدي ځواکونه د کب په ۲۲مه په هرات ولایت کې د طالبانو هغه وسلې نندارې ته وړاندې کوي چې هغوی په هرات ولایت کې په اورپکو باندې د انتقامي برید په ترڅ کې نیولي دي. [عمر]

افغان سرحدي ځواکونه د کب په ۲۲مه په هرات ولایت کې د طالبانو هغه وسلې نندارې ته وړاندې کوي چې هغوی په هرات ولایت کې په اورپکو باندې د انتقامي برید په ترڅ کې نیولي دي. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه وایي، هغوی په سرحدي عسکرو باندې په یوه مرګوني برید کې ښکېل ۷ تنه طالبان وژلي دي. هغوی وایي دا کار یې په هغو اورپکو باندې، چې عسکر په نښه کوي، د «سترګه د سترګې په مقابل کې» سزا د یوې برخې په توګه کړی دی.

امنیتي ځواکونو، د طالبانو وسله وال سړي هماغه د کب په ۱۶مه، چې هغوی د هرات ښار سره نژدې د سرحدي ځواک پنځه غړي په مرګ ویشتي ول، ووژل.‌

د افغانستان په لوېدیځ کې د پولیسو د ۷۰۵ سرحدي لوا قوماندان، ګلبدین الکوزي، وویل، «زمونږ سرحدي ځواکونو هره ورځ د هرات - اسلام کلا لویه لاره د دې لپاره پلټله چې ډاډمنه کړي چې د افغانانو دښمنان په دې لویه لاره ماینونه او بمونه ونه کري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې زمونږ د یونټونو له ډلې څخه یوه یو پول کوت، چې ډاډمنه کړي چې بم ترې لاندې نه وي اېښودل شوی، هلته ۱۴ تنو اورپکو کمین نیولی وو. له بده مرغه چې زمونږ پنځه منسوبین شهیدان شول،»

هغه وویل، «له نورو امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ کې، مونږ طالبان چې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په سنګ کوتل سیمه کې یې د بل کمین لپاره پلان جوړاوه، تعقیب کړل،»

«زمونږ تر منځه نښته وشوه، چې ۷ تنه طالبان په کې ووژل شول. مونږ د طالبانو د یوه قوماندان او درې نورو مشرانو جسدونهله ځانونو سره راوړل.»

الکوزي وویل،«هغه اسناد چې مونږ له طالبانو سره وموندل ښیي چې هغوی په دې هڅه کې ول چې عشر او زکات ټول کړي. د مړو اورپکو په ډله کې د زنده جان او ګلران ولسوالیو لپاره د طالبانو نظامي قوماندانان هم شامل ول.»

د هر عسکر په بدل کې ۲ طالب اورپکي

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د سلواغې په ۱۸مه وویل، طالبان به د امنیتي منسوبینو په لیکو کې د هرې مړینې په مقابل کې سخت قېمت ورکړي.

هغه په هرات کې د پولیسو د ۷ مې سرحدي لوا قوماندانۍ کې خبریالانو ته وویل، «د هر عسکر په بدل کې به دوه طالب اورپکي» ووژل شي.‌

«د ترهګرو لپاره دا بهتره ده چې ځانونه د مرګ خولې ته ور نه کړي. د سولې دروازې پرانستې دي، نو هغوی باید راشي او خبرې وکړي.»

رحیمي زیاته کړه، «د هر هغه کس عمل چې زمونږ عسکر او امنیتي ځواکونه په نښه کوي، د بخښلو وړ نه دی، او مونږ به یې هغوی ته ثابت کړو،»

هغه وویل،‌ «مونږ په تاسو امنیتي ځواکونو او عسکرو چې د سپر په څېر ودرېدئ او خپل هېواد مو د خپلو وینو په قېمت وساته، ویاړ کوو. طالبان د خارجیانو اجیران شوي، او مونږ به پرې نه ږدو چې هغوی نور زمونږ عسکر ووژني،»

د پولیسو د ۷۰۵ سرحدي لوا قوماندان الکوزي د انتقامي عملیاتو هدف غبرګ کړ.

هغه وویل، «طالبانو ته زمونږ پيغام روښانه دی: سترګه د سترګې په مقابل کې. هر منفي عمل چې دښمن یې د افغانستان د خاورې او د هغې د خلکو په مقابل کې ترسره کوي، د هغه به سخته سزا ورکول شي.»

خلک د طالبانو پر ضد د انتقام هرکلی کوي

عام خلک د امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد د قاطع موقف ستاینه کوي.‌

د هرات د ولایتي شورا ویاند توريالي طاهري سلام ټایمز ته وویل، «د هرات د والي خبرو ته ټولو خلکو هرکلی ویلی دی. دا یو ښه ګام دی چې د دښمن پر ضد زمونږ د امنیتي ځواکونو مورال پیاوړی کوي.»

«د هغه ملاتړ په پام کې نیولو سره، چې زمونږ امنیتي ځواکونه یې زمونږ له والي څخه ترلاسه کوي -- چې هغه زمونږ د لسمشر استازی دی -- کله چې یو عسکر شهید کیږي هغه امنیتي ځواکونه دې ته جوړوي چې لا ښه جنګ وکړي.»

هغه زیاته کړه، «د غچ په توګه د طالبانو وژنه یو ښه کار دی چې عامو خلکو او زمونږ د حکومت ملاتړ کوونکو یې هرکلی کړی دی. دا سیاست په خپل وار سره زمونږ له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي چې د خپلو ملګرو عسکرو انتقام واخلي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي، جاوېد چې ۲۷ کاله عمر لري، ومنله چې دغسې امنیتي ګامونو ته اړتیا شته ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان هره ورځ زمونږ ملکي خلک او همدارنګه زمونږ امنیتي ځواکونه وژني. له هغوی څخه باید وپوښتل شي چې هغوی ولې داسې غیرانساني کارونه کوي.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي وحید احمد، چې ۲۳ کاله عمر لري وویل،‌ کله چې طالبان عسکر په نښه کوي دا ضروري ده چې هغوی ته یو روښانه پیغام ورکول شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې طالبان پوه شي چې هغوی وژل کیږي، هغوی به زمونږ د امنیتي ځواکونو په پوستو او ماموریتونو باندې بریدونو کولو ته زړه ښه نه کړي. مونږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې زمونږ د امنیتي ځواکونو وینې ته اهمیت ورکړي او د هغوی دښمنان ویجاړ کړي.»

د پوځي فشار زیاتول

په هرات ولایت کې د ځینې تحلیلګرانو په وینا،‌د سولې د خبرو په ترڅ کې باید پر طالبانو پوځي فشار زیات کړای شي چې هغوی مجبور شي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، «دا د افغان حکومت مشروع حق دی چې د عامو خلکو د ژوند، وقار او عزت د خوندي کولو او ساتلو لپاره د طالبانو پر ضد تهاجمي بریدونه ترسره کړي،»

هغه وویل، دا په ځانګړې توګه په هغه صورت کې صحیح ده چې «طالبان د افغان حکومت او نړۍ د سولې پیغامونو ته مثبت ځواب ور نه کړي او د جنګ ډولونو وهلو ته دوام ورکړي،»

کامل زیاته کړه،‌«حکومت باید پر طالبانو فشار واچوي، چې هغوی مجبور شي چې د سولې په پروسه کې لا نور انعطاف وښیي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ رسمي خبرې پیل شي،»

«په طالبانو او نورو ترهګرو ډلو چې څومره ډېر فشار اچول کیږي، او څومره چې هغوی ډېر وژل کېږي او د جګړې ډګر پرېږدي، هومره ډېر طالبان د افغان حکومت د سولې غوښتنو ته په خپل ځواب کې انعطاف مني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500