امنیت

په فراه کې د طالبانو له خوا د ښوونځیو ویجاړولو وښودله چې هغوی د نجونو تعلیم سره دښمني لري

د عمر راپور

طالبان د وري په ۲۵مه د فراه ولایت د مرکز فراه ښار په لمنه کې د شهیدې بنفشې د نجونو ښوونځي ته ورننوتل او ښوونځي ته یې چاودنه ورکړه. یوه ورځ‌ وروسته، دغې یاغي ډلې د فراه ښار په نو ده کلي کې د امیر شېرعلي خان د نجونو ښوونځی ویجاړ کړ. [د فراه د ښوونې او روزنې ریاست]

هرات -- طالبانو په فراه ولایت کې د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د نجونو په دوه ښوونځیو کې د چاودنو په ترسره کولو سره د نجونو د ښوونې او روزنې په هکله بیا خپله دښمني وښودله.

طالب اورپکي د وري په ۲۵ مه د فراه ښار څخه ۲۰ کیلومتره لیرې په توساک کلي کې د شهیدې بنفشې د نجونو ښوونځي ته ورننوتل او ودانۍ ته یې چاودنه ورکړه. یوه ورځ‌ وروسته، دغې یاغي ډلې د فراه ښار په نو ده کلي کې د امیر شېرعلي خان د نجونو ښوونځی ویجاړ کړ.‌

طالبانو دغه بریدونه د شپې له مخې ترسره کړل. زده کوونکیو یا د ښوونځي اداري منسوبینو ته څه زیان نه دی ور اوښتی.‌

د فراه ولایت د پوهنې رییس محمد عظیمي سلام ټایمز ته وویل، بنفشه د نجونو ښوونځی په چاودنه کې ویجاړ شوی دی، او «له بده مرغه چې دغه کار زمونږ د زده کوونکیو لپاره ځینې ستونزې راپورته کړي دي.»

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د فراه ولایت له مرکز فراه ښار څخه ۲۰ کیلومتره لیرې په توساک کلي کې د طالبانو له خوا د شهیدې بنفشې د نجونو د ښوونځي له ویجاړولو څخه وروسته حالت ښیي.

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د فراه ولایت له مرکز فراه ښار څخه ۲۰ کیلومتره لیرې په توساک کلي کې د طالبانو له خوا د شهیدې بنفشې د نجونو د ښوونځي له ویجاړولو څخه وروسته حالت ښیي.

هغه وویل، «زمونږ ښوونځی یوه لېسه وه چې له ۱۰۰۰ څخه ډېرو نجونو په کې درسونه ویل. هلته، زمونږ زده کوونکیو په نورمال ډول زده کړې کولې چې ټولې ښوونکې یې ښځې وې.»

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، «دا د طالبانو کار دی، ځکه چې هغوی په وروستیو کې مونږ ته اخطار راکړی وو.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو پخوا مونږ ته اخطار راکړی وو، او هغه سیمه چې دا دوه ښوونځي په کې ویجاړ شوي دي، د مخالفینو تر واک لاندې ده. دغه ښوونځي وسله والو سړیو چې په څلورو موټرو کې راغلي ول ویجاړ کړي دي.»

هغه وویل، امیر شېرعلي خان د نجونو ښوونځی «د افغانانو د دښمنانو له خوا په بشپړ ډول ویجاړ شوی او تجهیزات یې سوزول شوي دي.»

قانع وویل، شورا د پوهنې وزارت چارواکي او په فراه ولایت کې حکومتي اداره په دې هکله خبر کړي دي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس عظیمي وویل، «مونږ له قومي مشرانو او ځایي خلکو سره په تماس کې یو،‌ او په دې کار کوو چې دا ښوونځي بیا جوړ کړو او ښځینه زده کوونکیو ته د زده کړو لپاره یو ځای برابر کړو.»

د دغې ادارې په وینا چې ویې ویل پلان لري چې یاد ښوونځي بیا جوړ کړي، په ښوونځیو کې د وروستیو چاودنو په نتیجه کې، له ۲۰۰۰ څخه ډېر زده کوونکي له ښوونې او روزنې څخه محروم شوي دي.

د عظیمي په وینا،طالبانو د ۱۳۹۷ کال له پيل څخه تر پایه پورې په دې ولایت کې د نجونو څلورو ښوونځیو ته چاودنې ورکړي یا یې سوزولی دي.‌

د ښوونې او روزنې دښمن

طالبانو په وار وار ویلي چې هغوی ښوونځیو ته د نجونو او هلکانو د تګ پر ضد نه دي، خو بیا هم د یادې ډلې غړو او قوماندانانو د فراه په شمول بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې مرکزونه په نښه کړي دي.‌

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي سلام ټایمز ته وویل، «بنفشه د نجونو ښوونځي ته طالبانو اور ور اچولی دی. مونږ ته د طالب اورپکو او د هغوی د تش په نامه انضباطي پولیسو له خوا اخطارونه راکول کېدل او ویل یې چې دغه ښوونځی باید بند کړای شي او فعالیتونه یې ودرول شي.»

نعیمي وویل، «ملکي خلکو څو ځلې په طالبانو باندې غږ وکړ او ترې ویې غوښتل چې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع نه کړي.»

هغه وویل، «تر دې چې په فراه کې طالب قوماندانانو دا خبره د کوېټې شورا له طالبانو سره شریکه کړه، خو له بده مرغه چې د یاغي ډلې غړو -- چې د ښوونځیو دښمنان دي او نه غواړي چې نجونې زده کړه وکړي -- دغه دوه ښوونځیو ته چاودنه ورکړه.»

د فراه د پوهنې ریاست مرستیال محمد صادق حلیمي سلام ټایمز ته وویل، د ملا غفار، ملا عبدالسلام او ظاهر هوتک -- چې ځان د طالبانو له خوا د فراه والي بولي، په څېر د طالبانو مشران -- «په حقیقت کې د ښوونې او روزنې دښمنان دي او هغوی په خپله خوښه ښوونځي په نښه کوي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو په کارېزک، نو ده، توساک او کوک شېب کې د نجونو څلورو ښوونځیو ته ګواښونه کړي وو، او د دې ډلې غړو دغو ښوونځیو ته چاودنې ورکړې او ویې سوزول.»

هغه وویل، «په فراه کې د ښوونې او روزنې دښمنان د غلامانو له یوې ډلې څخه پرته نور هېڅ ارزښت نه لري چې د خپلو بادارانو د حکمونو په اساس د نجونو ښوونځي په نښه کوي.»

د خدای مخالفت

افغانانو او دیني عالمانو په فراه ولایت کې د طالبانو له خوا د ښوونځیو ویجاړول وغندل.‌

د فراه د ولایتي شورا غړي قانع وویل، «د اسلام د دښمنانو او د خارجیانو د غلامانو هدف دا دی چې په فراه کې د ښوونې او روزنې دروازې بندې او د علم رڼا مړه کړي.»

هغه زیاته کړه، «د خلکو د یوه استازي په توګه زه غواړم ووایم چې مونږ د فراه خلک به د دغو تور زړو کسانو پر ضد پورته شو.»

د فراه د حج او اوقافو رییس عبدالجبار مطمئن سلام ټایمز ته وویل، «اسلام په ښوونه او روزنه باندې ډېر تاکید کړی دی.»

هغه وویل، «تر دې چې اسلام دا په نارینه او ښځینه مسلمانانو باندې په ورته ډول لازمه کړې ده چې علم او پوهه ترلاسه کړي. د اسلام په اساس، دا د نجونو او ښځو لپاره لازمي ده چې ښوونځیو ته لاړې شي او هیڅوک هم باید هغوی له دې کار څخه منع نه کړي.»

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې ښوونځي ویجاړوي او دا کار «د اسلام په نامه کوي باید پوه شي چې اسلام د هغوی دا عمل ردوي.»

«هلته په هغو ښوونځیو کې په سلګونو کتابونه او ان د قران کریم نسخې وې چې وسوزول شوې. څنګه طالبان دا زړه کوي چې نجونې او هلکان ښوونځیو ته له تګ څخه ایسار کړي، د هغوی دا عمل د خدای له حکم سره مخالف نه دی؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500