دین

دیني عالمان وایي، په غزني کې د طالبانو له خوا د زیارت ویجاړول غیر اسلامي کار دی

د سلیمان راپور

په دغه بې نېټې عکس کې، د غزني ولایت د غزني ښار په لمنو کې د شمس العارفین زیارت پاتې شوني لیدل کیږي. طالبانو هغه د وري په ۲۹مه ویجاړ کړ. [د غزني د والي د رسنیو دفتر]

په دغه بې نېټې عکس کې، د غزني ولایت د غزني ښار په لمنو کې د شمس العارفین زیارت پاتې شوني لیدل کیږي. طالبانو هغه د وري په ۲۹مه ویجاړ کړ. [د غزني د والي د رسنیو دفتر]

کابل -- دیني عالمان وایي، د طالبانو له خوا په غزني کې د یوه زیارت ویجاړول، چې په دې سیمه کې یو له ډېرو مهمو تاریخي او کلتوري اماکنو څخه وو، د اسلامي لارښوونو خلاف کار دی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري سلام ټایمز تهوویل،«طالبانو د غوایي په ۱۱مه د چاودېدونکو توکو په وسیله دا څو سوه کلن زیارت ویجاړ کړ.»

نوري وویل، دا په غزني کې څلورم زیارت دی چې طالبانو په تېر کال کې ویجاړ کړي دي.

هغه وویل، «دغه زیارت د شمس العارفین په نامه یادېده او د غزني ښار په لمنو کې یې موقعیت درلود... چې هره ورځ ورته د هېواد له بېلابېلو برخو څخه خلک راتلل.»

«دا زیارت په غزني ولایت کې یو له تاریخي او کلتوري ځایونو څخه ګڼل کېده، خو طالب جنګیالیو د چاودېدونکیو توکو په وسیله ویجاړ کړ.»

هغه وویل، «شمس العارفین، چې په ۶۰۱ هجري (۱۲۰۴ میلادي) کال مړ شوی، د عرفان او صوفیزم د لویو عالمانو له ډلې څخه یو وو او په ټولنه کې یې ډېر احترام کېده.»

په کابل کې یوه سیاسي تحلیلګر ارش شاهي پور وویل، طالبان د سیمې د خارجي استخباراتي ادارو په حکم هغه میراث ویجاړوي چې هغه د افغانستان د تمدن او کلتور استازولي کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زیارتونه په اسلامي او افغاني کلتور او زمونږ په عقیده کې یو ځانګړی ځای لري.»

هغه وویل، «د سیمې هېوادونه د افغانستان دښمنان دي... او هغوی نه غواړي چې زمونږ هېواد دې خپل کلتوري او تاریخي میراث وساتي. طالبان د سیمې له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه حکمونه ترلاسه کوي چې زمونږ کلتوري میراث او تاریخي هنري اثار ویجاړ کړي.»

اسلامي کلتور ته سپکاوی

پوهان وایي، هېڅ شرعي حاکمیت د اسلامي زیارتونو او قبرونو د ویجاړولو اجازه نه ورکوي او دیني عالمان دغه ډول ویجاړول یو غیراسلامي عمل بولي.

په کابل کې یوه دیني عالم او د پوهنتون استاد محمد سالم حسني سلام ټایمز ته وویل، «طالبان له اسلام څخه ناوړه تعبیر اخلي.»

هغه وویل، «هغوی فکر کوي چې زیارتونه او هنري صنایع غیر اسلامي دي، خو د طالبانو دا درک کاملاً غلط دی. زیارتونه، مقدس ځایونه او هنري صنایع غیر اسلامي نه دي ځکه چې هغه زمونږ د هېواد د کلتور، تمدن او لرغوني تاریخ استازولي کوي.»

حسني وویل، «په اسلام کې د اسلامي زیارتونو او قبرونو، عبادت ځایونو او کلتوري میراثونو ویجاړول منع دي.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال فرهاد هاشمي وویل،د طالبانو کارونه د یادې اورپکې ډلې له خوا د اسلام پر وړاندې د دښمنۍ لا نور ثبوت وړاندې کوي

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په زیارتونو کې مشهور افغان او مسلمان شخصیتونه ښخ شوي دي.»

هغه وویل، «ټول زیارتونه -- او په ځانګړې توګه هغه چې په غزني کې دي -- د اسلامي کلتور او تمدن برخه دي. طالبان نه یوازې د اسلامي کلتور او تمدن، بلکې همدارنګه د افغانستان د کلتوري او تاریخي میراث دښمنان دي.»

د کابل یوه اوسېدونکي او د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي محصل فرید جامي چې ۲۳ کاله عمر لري وویل، «زیارتونه د مسلمانانو لپاره مقدس ځایونه دي. زمونږ خلک زیارتونو ته ځانګړی درناوی لري او هغوی دغو ځایونو ته ورتګ او د هغو ساتل خپل انساني او اسلامي مسؤلیتونه بولي.»

جامي سلام ټایمز ته وویل، «خو طالبان چې ادعا کوي چې مسلمانان دي زیارتونو او جوماتونو ته چاودنې ورکوي.»

هغه وویل، «دا یو د نه بخښلو وړ جرم دی چې هغوی یې ترسره کوي او زیاته یې کړه چې دا مذهبي اماکنو او اسلامي کلتور ته تر ټولو ناوړه بې احترامي ښیي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500