اقتصاد

تجربه کارو صنعتګرانو د هرات د کاشي جوړونې صنعت ژوندی ساتلی دی

د عمر راپور

یو شمېر تجربه کار افغان صنعتګران په هرات ښار کې د لوی جامع جومات دننه د کاشي جوړونې په یوه ورکشاپ کې له عین هغو تخنیکونو څخه استفاده کوي چې له ۸۵۰ کالونو راهیسې د ښکلیو او نازکو کاشي ګانو د جوړونې لپاره تطبیقیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- یو شمېر تجربه کار صنعتګران د هرات ښار په جامع جومات کې دننه پراته لوی ورکشاپ کې له کولنګونو څخه په استفادې سره ښکلي او نازک کاشي ګان جوړوي.

د هرات د اطلاعات او کلتور ریاست د تاریخي سیمو د خوندیتابه د ادارې رییس زلمي صفا وویل، د هغوی په تولیداتو کې د دودیزو کاشي ګانو بېلابېل ډولونه یعنې یو رنګ، اوه رنګه، صیقل شوي، نه صیقل شوي، سیوری لرونکي او بې سیوري کاشي ګان شامل دي.

دا په لاس جوړ تزئیني کاشي ګان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تاریخي ودانیو په دېوالونو کې لګول کیږي.

دا ورکشاپ د سلطان غیاث الدین غوري د لړۍ د واکمنۍ پر وخت، چې له ۱۱۶۳ څخه تر ۱۲۰۳ میلادي پورې یې دوام وکړ، جوړ شوی دی.

صنعتګران د مرغومي په ۸مه په هرات ښار کې د کولنګونو په وسیله ښکلي او نازک کاشي ګان جوړوي. [عمر/سلام ټایمز]

صنعتګران د مرغومي په ۸مه په هرات ښار کې د کولنګونو په وسیله ښکلي او نازک کاشي ګان جوړوي. [عمر/سلام ټایمز]

صفا وویل، «د هرات د دودیزو کاشي ګانو ورکشاپ ... د دغه صنعت اصلي سبک او شکل ساتلي دي. هغه دودیز کاشي ګان چې دلته په هرات کې تولیدېږي په بل هېڅ هېواد کې هم نه تولیدېږي.»

هغه زیاته کړه، «ټول خام مواد د افغانستان له داخل څخه ترلاسه کیږي. هغه کاڼی چې موږ یې د کاشي ګانو د تولیدولو لپاره استعمالوو د هریرود سیند څخه ... او لاجورد ډبره له بدخشان څخه ترلاسه کیږي.»

هغه وویل، «د هرات د دودیزو کاشي ګانو په ترکیب کې هېڅ ډول کېمیاوي مواد نشته.»

صفا وویل، د ښار دودیزه کاشي جوړونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ډېره پېژندل شوې نه ده، خو دا باید د یونیسکو د نړۍ والو میراثونو په فهرست کې د افغانستان په نامه ثبت شي.

هغه وویل، «له دې کاشي څخه په هرات کې د لوی جامع او همدارنګه د مولانا عبدالرحمان جامي او حسین واعظ کاشفي په شمول د ګڼو زیارتونو او دغه راز د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تاریخي ځایونو د ښکلا لپاره کار اخیستل شوی دی.»

د یوه مدنیت ساتل

د هرات د دودیزې کاشي جوړونې په ورکشاپ کې تر ۱۳۷۰ لمریز کال پورې ۳۵ کسانو کار کاوه.

له څو کلن جنګ او اقتصادي ناورینونو څخه وروسته، اوس د ورکشاپ په بېلابېلو برخو کې یواځې ۱۱ تنه صنعتګران کار کوي.

جلیل احمد کریمي چې ۵۰ کاله عمر لري، له تېرو ۲۵ کالونو راهیسې په دغه ورکشاپ کې کار کوي. هغه دا صنعت له خپل پلار څخه زده کړی دی. پلار یې په دې ورکشاپ کې له ۵۰ کالونو څخه ډېر کار کړی و.‌

هغه وویل، «زه ډېر کوچنی وم چې په دې ورکشاپ کې مې لومړی ځل کار پیل کړ.‌ ما د خپل عمر له نیمایي څخه ډېر وخت دلته تېر کړی دی، او دا زما لپاره ډېر ارزښتناک دی.»

هغه زیاته کړه، «د کاشي جوړونې هنر زما د پلار میراث دی، او زه به خپل پاتې عمر په دې ورکشاپ کې تېر کړم. تر هغه چې زه کولی شم کار وکړم، زه به له دې کار څخه لاس وانه خلم. زما پلار خپل ژوند دې مسلک ته وقف کړی و، او زه به د هغه لارې ته دوام ورکړم.»

کریمي وویل هغه له خپل کار سره مینه لري ځکه چې د هغه په لاس جوړ تولیدات په لوی جامع جومات او نورو تاریخي ځایونه کې کارول کیږي.‌

هغه وویل، «دودیزه کاشي جوړونه زموږ د کلتور او تمدن برخه ده او موږ به پرې نه ږدو چې دا له منځه لاړه شي.»

نوموړي وویل، «افغانستان یو ډېر غني تمدن او تاریخ لري، او دا ویاړونه باید راتلونکیو نسلونو ته ور ولېږدول شي.»

بشیر احمد فقیري چې ۵۳ کاله عمر لري، له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې د کاشي جوړونې په ورکشاپ کې کار کوي.

هغه وویل، «زه د کاري ورځو په ترڅ کې د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې کار کوم او د خپل تبر په وسیله کاشي جوړوم. زه هره ورځ په لېوالتیا سره کار کوم او پرې به نه ږدم چې دا لرغونی هنر زموږ په هېواد کې مړ شي.»

فقیري ته هم دا مسلک د هغه له پلار څخه په میراث پاتې دی او هغه وویل چې هوډ لري خپل میراث خپلو ماشومانو ته انتقال کړي.‌

هغه وویل، «هغه دودیز کاشي ګان چې د هرات د کاشي جوړونې په ورکشاپ کې تولیدیږي په ګرده نړۍ کې ساری نه لري.»

هغه وویل، «د هغو دودیزو کاشي ګانو په وسیله چې مونږ یې تولیدوو، مونږ لوی جامع جومات او نور تاریخي ځایونه خوندي کړي دي. که دا کاشي ګان نه وای، د لوی جامع جومات ښکلا او قوت به له منځه تللي وای.»

د دودیز مهارت ځواک

هغه کاشي ګان چې دا ورکشاپ یې جوړوي د ۸۰۰ کاله پخوا وختونو په څېر سبک او طرحه لري،‌ او صنعتګران د دغه دود د ساتنې لپاره پرله پسې کار کوي.‌

احمد احمدي چې ۵۲ کاله عمر لري او له ۴۰ کالونو څخه ډېر وخت راهیسې په دې ورکشاپ کې کار کوي، وویل، د کاشي جوړونې هنر له یوه نسل څخه بل نسل ته رالېږدېدلی خو په ورته وخت کې یې خپل اصلي سبک او بې ساریتوب ساتلی دی.‌

هغه وویل، «موږ دودیز او د انسان په لاس جوړ کاشي ګان تولیدوو. زمونږ کاري وسایل یواځې یو تبر او یو کوچنی څټګ دی چې د هغو په وسیله مونږ په ظرافت سره دا کاشي ګان جوړوو.»

هغه وویل، «په نورو هېوادونو کې کاشي ګان د ماشینونو په وسیله جوړول کیږي. په ځینو هېوادونو کې د تاریخي ځایونو د تزئین لپاره له عین هماغو ماشیني کاشي ګانو څخه کار اخیستل کیږي، خو افغاني کاشي ګان د لاس په وسیله جوړول کیږي.»

هغه زیاته کړه، «د دودیزو کاشي ګانو دوام او ښکلا د هغو کاشي ګانو په پرتله ډېره زیاته ده چې د ماشین په وسیله جوړول کیږي.

د جومات د کاشي ګانو د ترمیم یوه مسؤل انجنیر معروف محمدي وویل، «په لوی جامع جومات کې اوس هم تاریخي کاشي ګان شته.»

هغه وویل، «دا په لاس جوړ کاشي ګان له اتو پېړیو څخه وروسته اوس هم د هغو د کیفیت او ظرافت له امله ښکلي او غښتلي پاتې دي. دا د لاسي صنعت د هنر قوت په ګوته کوي.»

هغه تایید کړه، چې هغه کاشي ګان چې د هرات د دودیزې کاشي جوړونې ورکشاپ یې نن تولیدوي له ۸۰۰ کاله پخوانیو کاشي ګانو څخه چې په تاریخي ودانیو کې کارول شوي دي، فرق نه لري.

محمدي وویل، د دودیزو کاشي ګانو د سبک او اصالت ساتنه د جامع جومات او نورو هغو تاریخي ځایونو د ښکلا دلیل دی چې دا کاشي ګان په کې کارول شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هرات ولایت د عنعنوي کاشي ګانو ښکلا بې ساري ده. د هرات ولایت هنرمندان باید هڅه وکړي چې د دې کاشي ګانو جوړول راتلونکو نسلونو ته ور زده کړي. افغانستان هر کال له ګاونډي هیواد ایران څخه د میلیونونو افغانیو په ارزښت کاشي واردوي، خو زموږ د کاشیو کیفیت د ایراني کاشیو په شان نه دی. خو زموږ حکومتونو په ځانګړې توګه د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خښتو جوړولو هنر ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې. که د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همدې ورکشاپ کې پانګونه کړې وای، نو د دولت له بودیجې څخه به یې د کاشیو تولید پیل کړی وای او له نورو دولتي ادارو څخه به یې قراردادونه ترلاسه کړي وای، چې د هېواد اقتصاد پیاوړی او دودیز کلتور ته وده ورکړي. د کاشیو جوړول به له لاسه ورنکړل شي. په خواشینۍ سره وایم چې زموږ حکومتونو زموږ اطلاعاتو، کلتور او صنعتی کارونو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې جګړې زموږ د ګران هېواد افغانستان ډېر ارزښتونه واخیستل. سره له دې چې په تېرو شلو کلونو کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره څه ناڅه مرستې کړې، خو له بده مرغه داسې يو منظم دولتي سيستم نه و، چې په منظمه توګه د نړيوالې ټولنې مرستې ترلاسه او د هېواد په پرمختګ او بيارغونه کې ترې ګټه پورته کړي. له یوې خوا د بهرنیو هېوادونو له خوا د افغانستان په نوم د اعلان شویو مرستو ۷۵ سلنه بېرته همدغو هېوادونو ته ورکړل شوې. د بېلګې په توګه د همدغو هېوادونو اتباع په بهرنيو ادارو کې په لوړو پوستونو ګومارل کېدل، لسګونه زره ډالر معاشونه يې ترلاسه کول او د مرستو پيسې يې بېرته خپلو هېوادونو ته وړلې. څه موده وړاندې په کابل کې د یوې نړیوالې موسسې یوه کارکوونکې وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له خوا د لګول شویو مرستو په سلو کې ۵۱ یې د ملګرو ملتونو اداري لګښتونو ته ځانګړې کیږي. له پاتې ۴۹٪ څخه د ملګرو ملتونو د نړیوالو کارکوونکو سخاوتمندانه معاشونه ورکول کیږي. دا د دوی په تفریح ​​او اسانتیاوو مصرف کیږي. په سلو کې له ۱۰ تر ۳۰ پورې د افغانستان خلکو ته رسېږي. یعني که ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان شي، له ۱۰ تر ۳۰ میلیونه به یې افغانستان ته ورسیږي.

ځواب ورکړئ

هرات واقعا د علم، هنر او صنعت مرکز دی. زما وړاندیز دا دی چې هغه هنرونه چې هرات یې لري باید د هیواد نورو برخو ته خپاره کړای شي. هر مثبت شی باید نورو ته هم ولېږدول شي چې نور یې هم په رڼا منور شي. تل دې وي د هرات علم او هنر. مرګ په ایراني متعصبینو چې له افغانانو سره بد سلوک کوي.

ځواب ورکړئ