اقتصاد

د هرات د شیشه ګرۍ تاریخي صنعت له یو کلن سقوط څخه وروسته بیا راژوندی کیږي

د عمر راپور

غلام سخي سیفي چې ۵۰ کاله عمر لري، له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې د افغانستان په هرات ښار کې د شیشه یي توکو د جوړولو کار کوي. هغه ته دا مسلک د هغه له مشرانو څخه په میراث پاتې دی.‌ سیفي هره ورځ د ظرفونو، بوتلونو، ګلدانیو، شمعدانیو او نورو په ګډون، شاوخوا ۶۰ ډوله شیشه یي توکي تولیدوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د شیشه یي کار دغه کوچنی پلورنځی چې تازه پرانستل شوی دی، په هرات ښار کې له تاریخي اختیارالدین کلا څخه بهر نږدې پروت دی.

یو ۵۰ کلن سړی د ویلې شوې شیشې له یوې کورې سره، چې تودوخه یې ښایي له ۱۰۰۰ سانتي ګراد څخه زیاته وي، نږدې ناست دی اوهغه ورته اوربلوي.‌

غلام سخي سیفي، چې له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې د افغانستان په هرات ښار کې د شیشه یي توکو د جوړولو کار کوي، هره ورځ د ظرفونو، بوتلونو، ګلدانیو، شمعدانیو او نورو په شمول، خواوشا ۶۰ ډوله شیشه یي توکي تولیدوي.

هغه د خپل عمر له ۷ کلنۍ څخه له خپل پلار سره کار پیل کړ، او هغه ده ته دغه مهارت ور وښود.

غلام سخي چې ۵۰ کاله عمر لری، د تلې په ۱۱مه په هرات ښار کې په خپل کارځای کې یو شیشه یي توکی جوړوي. [عمر/سلام ټایمز]

غلام سخي چې ۵۰ کاله عمر لری، د تلې په ۱۱مه په هرات ښار کې په خپل کارځای کې یو شیشه یي توکی جوړوي. [عمر/سلام ټایمز]

وحید احمد حمیدي چې په هرات ښار کې د انتیک توکو پلورنځی لري، د تلې په ۱۴مه په خپل دوکان کې، یوه ځایي جوړه شوې شیشه یي ګلداني په لاس کې نیولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

وحید احمد حمیدي چې په هرات ښار کې د انتیک توکو پلورنځی لري، د تلې په ۱۴مه په خپل دوکان کې، یوه ځایي جوړه شوې شیشه یي ګلداني په لاس کې نیولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

هغه ویلې شوې شیشه په یوه اوسپنیز سیخ باندې تاووي، بیا نل له اور څخه راوباسي او پړسوي یې.

سیفي وویل، د شیشه یي لوښو جوړولو دودیز صنعت د هرات د عصري تهذیب او کلتور له مهمو ستنو څخه یوه ستنه ده.‌

هغه وویل، «هغه وخت چې ما په دې صنعت کې په لومړي ځل کار پيل کړ، زموږ کار ډېر ښه وو، خو داخلي جنګ د دې تاریخي صنعت ملا ماته کړله.»

هغه وویل، «زموږ فابریکې ته به هره ورځ بهرني سیلانیان راتلل، خو د جنګونو په زیاتېدلو سره د هغوی شمېر په کمېدلو شو.»

هغه وویل، «زه غواړم چې د شیشه یي کار دودیز صنعت ... چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نشته خو بیا هم یو ځانګړی ارزښت لري، بیا ورغوم.»

سیفي د دغه دود د ژوندي ساتلو او په راتلونکي کې د دې صنعت د پراختیا لپاره، په خپل ورکشاپ کې ځوانانو ته روزنه ورکوي.‌

څلور کاله مخکې په هرات ښار کې د دودیزو شیشه یي توکو د جوړونې څلورو فابریکو کار کاوه.

د تېر کال په اوږدو کې څلور واړو فابریکو د جنګ او بې ثباتۍ له امله خپل فعالیتونه ودرول.

د ګرځندوی تقویه کول

د شیشه ګرۍ دودیز صنعت له ډېر وخت راهیسې هرات ولایت ته د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو په راجلبولو کې د پام وړ رول لوبولی دی.

د هرات د زاړه ښار له جامع جومات سره نږدې له ۱۰ څخه ډېر د انتیک پلورنې دوکانونه دي چې ټول په لاس جوړ شیشه یي توکي خرڅوي.

په هرات ښار کې یوه انتیک پلورونکي وحید احمد حمیدي وویل چې دېر سیلانیان په ځانګړې توګه د دې لپاره راځي چې دودیز شیشه یي لوښي واخلي.

هغه وویل، «زما پلار تقریبا ۷۰ کاله د انتیک توکو دوکان درلود او د هغه اکثر مشتریان بهرنیان ول. زه به د خپل پلار میراث ته دوام ورکړم او پرې به نه ږدم چې د شیشه یي کار دا دودیز صنعت له منځه لاړ شي.»

هغه وویل، «یو امریکایي پنځه میاشتې مخکې زما دوکان ته راغی او ویې ویل چې د هغه د راتګ هدف دا دی چې شيشه یی توکي واخلي. هغه یو سیټ لوښي،‌درې ګلدانونه او ځینې شمعدانونه واخیستل.»

هغه زیاته کړه،‌ افغان سیلانیان هم له بېلابېلو ولایتونو څخه هرات ته راځي چې دودیز شیشه یي شیان واخلي.

په هرات ښار کې د انتیک توکو یوه دوکاندار خالد سلطاني وویل چې د هغه اکثر مشتریان د متحده ایالاتو، کاناډا او اروپایي هېوادونو خلک ول.

هغه وویل، «شیشه یي لوښي او شیان ډېر مشهور دي ځکه چې هغه په لاس جوړ او ظریف دي، او د بهرنیو سیلانیانو توجه ورجلبوي.‌ سیلانیان یې د خپلو کورنیو او خپلوانو لپاره د سوغاتونو په توګه اخلي.»

هغه وویل، «تر دوه کاله مخکې وخت پورې زما دوکان ته ډېر سیلانیان راتلل. اوس یواځې یو څو کسان راځي.»

ځلاند تاریخ

د انسان پېژندونکیو د معلوماتو په اساس، په هرات ولایت کې د دودیز شیشه یي کار صنعت شاوخوا ۶۵۰ کاله مخکې د تیموریانو دورې پورې تاریخ لري.

په هغه وخت کې، د هرات په بېلابېلو برخو کې د شیشه یي کار په لسګونو ورکشاپونو فعالیت کاوه او هر ډول شیشه یي توکي یې جوړول.‌

د هرات د تاریخي ځایونو د چارو رییس زلمی صفا وویل چې د تیموریانو له دورې څخه وروسته، بیا د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ (۱۳۱۲ - ۱۳۵۲) پر وخت، په هرات کې د شیشه ګرۍ دودیز صنعت وغوړېد.

صفا وویل، «د محمد ظاهرشاه په دوره کې، هر کال په زرګونو سیلانیان هرات ته راتلل او دودیز شیشه یي توکي به یې اخیستل. له دې امله، له شلو څخه ډېرې د شیشه ګرۍ فابریکې فعالې وې، او په دغه صنعت کې په سلګونو کسان په کار بوخت ول.»

هغه زیاته کړه، په ۱۳۵۷ کې د کورنۍ جګړې له پیلېدلو څخه وروسته، «د شیشه ګرۍ د دودیز کار صنعت کال په کال له رکود سره مخامخ کېده.»

د هرات د کلتوري میراثونو د دفاع ټولنې رییس عبدالقیوم وزیري وویل، دودیز شیشه یي کار ته د هرات او سیمې د یوه لرغوني صنعت په توګه ډېر ارزښت ورکول کیږي.‌

هغه وویل، «دودیز یا لاسي شیشه یي صنعت پخوا ډېر زیات سیلانیان راجلبول... له بده مرغه چې، د جنګ دوام په دغه صنعت باندې داسې اغېز وکړ چې په ټپه یې ودراوه،‌ او د شیشه ګرۍ ډېرې فابریکې مجبورې شوې چې خپل فعالیتونه ودروي.»

هغه زیاته کړه، «په روان حالت کې، په هرات کې د شیشه ګرۍ د دودیز کار بیارغېدنه هیله بښونکی خبر دی او کولی شي چې یو ځل بیا د دغه صنعت په وده کې مرسته وکړي.»

وزیري وویل، نه یواځې سیلانیان بلکې ځایي خلک هم باید دودیز شیشه شیان واخلي څو دغه صنعت یو ځل بیا وغوړېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هر هغه فعالیت چې د هیواد اقتصاد او خلک پیاوړی کوي زه پرې خوشحالیږم. افغانستان په ځانګړې توګه هرات د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره ډېر صنعتي ځایونه لري. په هرات کې بېلابېل صنعتونه په ځانګړې توګه نقاشي، کولالي، شیشه ګري او داسې نور ډېر ښکلي او د ستاینې وړ دي. له بده مرغه، د څلویښتو کلونو ویجاړونکي او مسلط شوي جنګ په جریان کې، دا صنعتونه ډېر زیانمن شوي، او ډیری یې حتی ویجاړ شوي دي. د افغانستان حکومتونو په تېره بیا د جمهوریت په شل کلنه موده کې دې سکتور ته لازمه پاملرنه ونه کړه، چې له امله یې دغه صنعتونه ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دي. زه تمه لرم چې په افغانستان کې به یو جامع حکومت جوړ شي او په هېواد کې به جګړه پای ته ورسېږي، ترڅو افغان حکومت په پوځي برخه کې د زیاتو لګښتونو پر ځای پر دغو صنایعو تمرکز وکړي چې هم ورسره عاید زیاتیږي او هم زموږ تاریخ ژوندی ساتي.‌

ځواب ورکړئ

تر اوسه پورې ما هرات لیدلی نه دی، خو ستاسو راپورونو زه په هرات مین کړی یم. تاسو همیشه د هرات د تعلیم، تهذیب او زراعت په هکله ښې لیکنې خپروئ. ما اورېدلي چې هرات د افغان واکمنو یو سیاسي او کلتوري مرکز پاتې شوی دی. هرات ته باید لا نوره توجه وشي، خو په عین حال کې افغانان باید یوه ټکي ته متوجه وي چې ایران د هرات د مالکیت څه ناڅه ادعا هم کوي. ما د ویکیپیډیا فارسی په یوه لیکنه کې ولوستل (هغه لیکنه یوازې په فارسي کې وه او نورو ژبو کې نه وه)، لیکلي یې وو چې هرات د ایران د خاورې جز وو او باید بیرته له ایران سره ونښلول شي. زه فکر کوم چې د ایران په نظامي دوکتورین کې هم داسې څه شته چې وایي هرات باید ایران پورې ونښلوي. مطلب دا چې افغانستان د دوه ځناورانو یا داړونکو سپیانو (ایران او پاکستان) تر منځ پروت دی، له دې امله افغانان باید ډېر هوښیار واوسي، له نړۍ والې ټولنې سره د مفاهمې چینلونه پرانیزي او اړیکې جوړې کړي.

ځواب ورکړئ