طالب اورپکو په غزني کې د شمس العارفین زیارت ته چاودنه ورکړه

سلام ټایمز

غزني -- ځایي افغان چارواکي وایي چې طالبانو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ په غزني ولایت کې د ډېرو پخوانیو زیارتونو له جملې څخه یوه ته چاودنه ورکړه.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې اورپکو د شمس العارفین زیارت چې په غزني ښار کې یو له ډېرو پخوانیو او په دغه ولایت کې یو له ډېرو مشهورو زیارتونو څخه وو، تېره شپه ناوخته ویجاړ کړ.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه زیارت ته په ټول هېواد کې درناوی کېده.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500