کابل -- د افغانستان ولسي جرګې بالاخره د ماشومتوب د عمر په هکله د پرېکړې کولو په سر له کلونو اوږده بحث څخه وروسته د ماشوم د حقونو د مصؤنیت قانون تصویب کړ.
دا قانون چې د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ په ۱۸مه/ د اکثریت له خوا تصویب شو په ۱۶ فصلونو او ۱۰۸ مادو کې تدوین شوی دی. ۳ ماده یو ماشوم د داسې «یوه کس په توګه تعریفوي چې د ۱۸ کلنۍ عمر ته نه وي رسېدلی.»
دا مصوبه لا هم دې اړتیا لري چې د مشرانو جرګې له خوا تصویب او د ولسمشر اشرف غني له خوا توشیح شي چې په قانون باندې بدل شي.
په ولسي جرګه کې د کابل ولایت یوې استازې شینکۍ کړوخېل وویل، «د ماشوم د خوندیتوب قانون په تېرو دوه کالو کې درې ځلې د ولسي جرګې اجندا ته وړاندې شو، خو له دې امله تصویب شوی نه وو چې د ولسي جرګې اقلیت استازو یې مخالفت کاوه.»
هغې د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ په ۲۰مه/ وویل، «خو له نیکه مرغه چې ولسي جرګې دا قانون دوه ورځې مخکې په لوی اکثریت رایو سره تصویب کړ.»
کړوخېل وویل، «دا قانون په بېلابېلو برخو کې ماشومان خوندي کوي. ماشومانو ته د تعلیمي فرصتونو برابرول، د ماشومانو پر ضد په مناسبه توګه د سرغړونو څېړل، د ماشومانو فزیکي او دماغي هوساینې ته پاملرنه کول او د ماشومانو په وړاندې د حکومتي او کورنیو مسؤلیتونو تعریفول په هغو برخو کې راځي چې دا قانون یې تر پوښښ لاندې نیسي.»
هغې وویل، «تر دې مخکې، د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی نه وو تعریف شوی، خو دې قانون د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی تعریف کړی دی... او که هر څوک داسې کار کوي، هغه به له قانوني تعقیب سره مخامخ شي.»
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د لویوالي لپاره د ۱۸ کلنۍ د عمر د ټاکنې پر ضد احتجاج وکړ او تاکید یې کاوه چې اسلام د لویوالي عمر د بلاغت عمر ته رسېدنه ټاکلې ده.
کړوخېل او اکثریت استازو وویل چې دا ادعا بې اساسه ده.
هغې وویل، «د ماشوم د خوندیتوب قانون د اسلام پر ضد نه دی، او هغه کسان چې د قانون د تصویب مخالفت کوي هغوی د اسلامي قانون په هکله په هېڅ نه پوهېږي.»
د ماشومانو د حقونو خوندي کول
د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادیې یوه غړي وحیدالله فرزه یي وویل، «د ماشوم د خوندیتوب قانون د ماشومانو حقونه په بشپړ ډول خوندي کړي دي.»
هغه وویل، دا قانون د تعلیم او روغتیایي پاملرنې په شمول د ماشومانو اساسي حقونه تضمینوي.
هغه وویل، «ماشومانو ته د خوندي چاپېریال برابرول، د ماشومانو پر ضد د توپیري چلند مخنیوی کول، د ماشومانو ژوند ته انکشاف ورکول او له ماشوم څخه د ناوړه استفادې مخنیوی د دې قانون د هدفونو په ډله کې دي.»
دا قانون د ماشومانو د حقونو د ډاډمنولو لپاره د حکومت وجایب او همدارنګه د ماشومانو د خوندي کولو لپاره د میندو او پلرونو مسؤلیتونه روښانوي.
د یادونې وړ ده چې دا قانون ماشوم کارګر، جنسي ناوړه استفاده او استثمار، تښتول او قاچاق کول، بچه بازي، له معیوبو ماشومانو او یتیمانو سره مرسته کول، او په کم عمر کې واده کول تعریفوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسي جرګې له خوا د قانون د تصویب هرکلی وکړ.
د ولسمشرۍ ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، «د افغانستان حکومت د ولسي جرګې د غړو له خوا دا کار د ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي په کمولو کې مؤثر ګڼي او د حکومتي ادارو له لارې یې تطبیق ته ژمن دی.»
د ماشومانو د بدمرغۍ پای ته رسول
د ماشومانو د حقونو فعالان وایي، یو ځل چې قانون نافذ شي، هغه به د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی کم کړي.
په کابل کې د ماشومانو د حقونو یوه فعال عبدالباقي سمندر وویل، «زمونږ د هېواد ماشومان زمونږ د ټولنې تر ټولو ډېر کمزوری قشر دی اوکه مونږ دا قانون نه وای جوړ کړی، د ماشومانو بې وسي او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی به د وخت په تېرېدلو سره لا نور ډېر شوی وای.»
هغه وویل، «د دې قانون په تصویب سره به افغان ماشومان خپل حقونه ترلاسه کړي او کله چې تطبیق شي، د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی به هم کم شي.»
سمندر وویل چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان په سختو کارونو کې ښکېل دي او په ځینې مواردو کې هغوی زورول کیږي او ناوړه چلند ورسره کیږي.
هغه وویل، دا نوی قانون به ماشومان له سخت کار څخه خوندي کړي او له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې مخه به ونیسي.
هغه وویل، «افغان ماشومان له سختې بدبختۍ او کړاو سره مخامخ دي او مونږ هیله لرو چې قانون زمونږ د ماشومانو درد ته ارام راوړي.»
سمندر وویل، د ماشوم د خوندیتوب د قانون تصویبول د افغانستان لپاره چې د ماشومانو د حقونو د نړۍ والو کنوانسیونونو یو غړی دی، یو مهم ګام دی.
هغه وویل، «د ماشومانو د حقونو د یوه مدافع او فعال په توګه، زه د پارلمان له خوا د دې قانون د تصویب هرکلی کوم.»
سمندر وویل، «له بده مرغه، طالبانو هم له ۲۰ کالو راهیسې په بېلابېلو طریقو له ماشومانو څخه ناوړه استفاده کړې ده. هغوی ماشومان استخدام کړي او تربیه کړي چې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي.»
هغه وویل، «زه هیله لرم چې قانون به وکولی شي چې له ماشومانو څخه له ناوړه استفادې څخه طالبان راوګرځوي.»
پوهاوی زیاتول
د افغانستان د دارالایتامونو پخواني رییس عبدالله هاشمي وویل، سخت کار، جبري ودونه او جنسي زورونه د هغو پراخو ګواښونو په ډله کې دي چې ماشومان ورسره مخامخ دي.
هغه وویل، «د دې قانون تصویب د ماشومانو د واقعي حقونو د ملاتړ لپاره یو عملي ګام دی او د دې قانون په عملي کېدلو سره به د ماشومانو پر ضد ګواښونه او د تاوتریخوالي پېښې کمې شي.»
د کابل پوهنتون یوه محصل الله داد چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، «دا قانون به د ماشومانو د حقونو په هکله د خبرتیا په برخه کې د خلکو پوهه زیاته کړي. کله چې د خلکو پوهه زیاته شي، هغه به نه یوازې د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی کم کړي بلکې همدارنګه به د ماشومانو لپاره د ژوند کولو یو خوندي چاپېریال رامنځته کړي.»
هغه وویل، «حکومت باید د دې قانون د ګټو په هکله د رسنیو له لارې عامه خبرتیا زیاته کړي،» او زیاته یې کړه چې بې سوادي د ډېرو کورنیو د ماشومانو د حقونو په هکله د پوهېدلو په وړاندې یو خنډ دی.
زه هیله لرم چې هغه تطبیق شي.
ځواب ورکړئ1 تبصره