ځوانان

په کندوز کې د فوټبال ټورنامنټ هدف دا دی چې ملي یووالی پیاوړی شي

د محمد قاسم راپور

د افغانستان د شمالي ولایتونو په سلګونو ځوانان تېره اونۍ د کندوز ښار په سپین زر لوبغالي کې راټول شول ترڅو د فوټبال لوبې وګوري او له خپلو ورځنیو ستونزو څخه د څو شېبو لپاره خپل پام بدل کړي. د سمنګان، کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونو د فوټبال ټیمونو د چنګاښ په ۵ - ۷مه د کندوز ښار په لوېدیځه برخه کې موجود لوبغالي کې په یوه دوستانه ټورنامنټ کې برخه واخیستله. [محمد کریم دشتي]

کندوز -- د افغانستان د شمالي ولایتونو په سلګونو ځوانان تېره اونۍ د کندوز ښار په سپین زر لوبغالي کې راټول شول ترڅو د فوټبال لوبې وګوري او له خپلو ورځنیو ستونزو څخه د څو شېبو لپاره خپل پام بدل کړي.

د سمنګان، کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونو د فوټبال ټیمونو د چنګاښ په ۵ - ۷مه د کندوز ښار په لوېدیځه برخه کې موجود لوبغالي کې په یوه دوستانه ټورنامنټ کې برخه واخیستله.

د کندوز د بدني روزنې او سپورټ آمر عبدالقیوم رحیمي وویل، دغه ډول ټورنامنټونه د افغانانو تر منځ یووالی، همغږي او پیوستون پیاوړی کوي او لوبغاړو ته اجازه ورکوي چې پوهه او تجربه سره تبادله کړي.

هغه وویل، د دې ټورنامنټ هدف دا دی چې د دغو ولایتونو د فوټبال فدراسیونونو او لوبغاړو تر منځ اړیکې جوړې کړي او د کندوز ښار د اوسېدونکیو لپاره سالمه ساعت تېري رامنځته کړي.

د سمنګان او بدخشان د فوټبال ټیمونه د چنګاښ په ۵مه د کندوز ښار په سپين زر لوبغالي کې د یوه ټورنامنټ په نیمه پایلوبه کې یو د بل پر وړاندې لوبه کوي. [له محمد کریم دشتي څخه د عکس اخیستنې له امله مننه]

د سمنګان او بدخشان د فوټبال ټیمونه د چنګاښ په ۵مه د کندوز ښار په سپين زر لوبغالي کې د یوه ټورنامنټ په نیمه پایلوبه کې یو د بل پر وړاندې لوبه کوي. [له محمد کریم دشتي څخه د عکس اخیستنې له امله مننه]

هغه زیاته کړه، «دغه ډول ټورنامنټونه په هېواد کې د فوټبال په وده کې مرسته کوي او د بېلابېلو قومي ګروپونو تر منځ د سولې او یووالي پیغام خپروي.»

رحیمي وویل، «د ټورنامنټ په درېیمه ورځ د کندوز منتخب د فوټبال ټیم لومړی مقام، د بغلان د استقلال د فوټبال ټیم دویم مقام، د بدخشان د پامیر عقابان ټیم درېیم مقام او د سمنګان پیروزي د فوټبال ټیم څلورم مقام ترلاسه کړ.»

هغه زیاته کړه، د کندوز د فوټبال فدراسیون د کندوز د بدني روزنې او سپورټ آمریت سره په همکارۍ کې پلان لري چې په شمال ختیځ زون او په بامیان او غزني ولایتونو کې د ټیمونو تر منځ یو ټورنامنټ تنظیم کړي.

د بدخشان یوه اوسېدونکي منصور اشرف زاده کندوز ښار ته د دې لپاره راغلی وو ترڅو د فوټبال لوبې وګوري.‌

هغه وویل، «زه د فوټبال مینه وال یم او داخلي او خارجي لوبې د تلوېزیون له لارې ګورم، خو نن زه کندوز ته د دې لپاره راغلم چې ولایتي د فوټبال مېچونه په خپلو سترګو ووینم.»

اشرف زاده وویل، «ما په بدخشان کې په ولایتي مېچونو کې برخه اخیستې وه، خو زه غواړم چې د ولایتونو تر منځ ټورنامنټ څخه نوي تکتیکونه زده کړم څو زه وکولی شم چې په راتلونکي کې په ملي او نړۍ والو مېچونو کې لوبه وکړم.»

هغه زیاته کړه،‌ «موږ هڅه کوو چې دا لوبه ژوندۍ وساتو او دا مشعل راتلونکي نسل ته ولېږدوو.»

له سپورټونو سره د مینې زیاتوالی

په وروستیو کالونو کې د کندوز فوټبال فدراسیون له خوا د دوبنیو او خزاني ټورنامنټونو په ترسره کېدلو سره، د هغو ځوانانو شمېر ډېر زیات شوی چې دغې لوبې ته مخه کوي.‌

د کندوز د فوټبال فدراسیون مسؤل عبدالرشید صمدي وویل، په کندوز ولایت کې د بېلابېلو عمرونو له ۴۰۰۰ څخه ډېر د فوټبال لوبغاړي موجود دي چې د فوټبال په ۴۰ ټیمونو کې وېشل شوي دي.

هغه وویل، «فوټبال د ځوانانو تر منځ ډېر مینه وال لريچې هره ورځ په بېلابېلو ټیمونو کې لوبې کوي.»

هغه وویل، «موږ هڅه کوو چې د فوټبال مینه والو او لارویانو ته لا نور سپورټي فرصتونه برابر کړو څو هغوی وکولی شي چې په ملي او نړۍ والو سیالیو کې جایزې راوړي.»

په کندوز کې د فوټبال یوه لوبغاړي غلام نبي خرمي له ګاونډیو ولایتونو څخه دغه ولایت ته د لېوالو لوبغاړو د کشش ټکي ته په اشارې سره وویل، «کندوز د شمال ختیځ زون مرکز دی. هره ورځ نوي لوبغاړي لوبې ته مخه کوي.»

هغه زیاته کړه، «موږ هڅه کوو چې په ښه توګه لوبو کولو سره خپل مینه وال خوشحال او ویاړمن کړو.»

له بغلان ولایت څخه د فوټبال یوه لوبغاړي سید فواد حسیني وویل هغه خوښ دی چې د دغې لوبې له لارې خلکو ته خوښي او هیله ورکوي.‌

هغه وویل، «زه له تېرو ۱۰ کالونو راهیسې د ټیمونو کپتاني کوم. موږ هڅه کوو چې دا لوبه لا نوره پراخه کړو او راتلونکیو نسلونو ته یې ولېږدوو.»

حسیني وویل، «دغو هڅو ډېر ځوان افغانان هڅولي چې دې لوبې ته مخه کړي. موږ هیله لرو چې د تېر په څېر به لوبغاړو ته فرصت برابر شي چې په بهر کې هم لوبې وکړي.»

په داسې حال کې چې فوټبال په کندوز کې د پام وړ وده کړې، د والیبال، باسکېټبال، رزمي سپورتونو، کرکټ،پهلوانۍ او بزکشۍ په څېر لوبې هم ګڼ شمېر مینه وال لري.

د کندوز یوه اوسېدونکي نعمت الله اخندزاده وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي له سپورټونو سره مینه لري او هیله لری چې د خپلو د خوښې ټیمونو د لوبو ننداره وکړي.

هغه وویل، «زه پخپله د کرکټ مینه وال یم. کله چې ملي ټورنامنټونه لوبه کوي، زه یې تر نیمې شپې پورې په تلوېزیون ننداره کوم.»

اخندزاده وویل، «موږ د افغانستان د کرکټ ټیم کې لوی اتلان لرو چې په وروستیو کالونو کې ډېر زیات ځلېدلي او خپلو خلکو ته یې غټ ویاړونه راوړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان له خوا او د امریکا په همکارۍ د افغانستان د قانوني او مشروع حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، د بل هر څه په څېر په افغانستان کې د سپورټ برخه هم زیانمنه شوه او راتلونکی یې له تیارې سره مخامخ شو. زه د هغې ورځې په هیله یم چې افغان ورزشکاران د پخوا په شان ورزشي لوبو ته دوام ورکړي او د هېواد نوم په نړۍ کې روښانه کړي.

ځواب ورکړئ

په اصل کې د افغانستان جمهوري نظام د پنځم ستون (د شمالي ټلوالې د غلو پاتې شونو) له خوا ړنګ شو. له یوې خوا یو تاجک امرالله صالح له اشرف غني سره د ملګرتیا په خاطر د واک ۱/۳ برخه اخیستې وه او له بلې خوا د هغوی بل غل (عبدالله) هم له اشرف غني سره په مساوي ډول واک شریک کړی و. په هغه نظام کې چې تاجکانو لا دمخه نیمایي واک درلود، د هغه بې شرمي او حماقت تر دې حده ورسېده چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.

دغه احمق په هغه ورځ چې اشرف غني د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، ده هم د ولسمشرۍ لوړه وکړه. طلوع او طلوع نیوز، تمدون، نور او نورو تاجک او هزاره ټلویزیونونو د نظام ریښې پرې کولې. نتیجه دا شوه چې سیسټم په تدریجي ډول کمزوری شو او بالاخره یې سقوط وکړ.‌

ځواب ورکړئ

وايي چې سلیم عقل په سالم بدن کې دی. دا ډول حرکتونه باید وهڅول شي چې زموږ ځوانان جنګ، وژنې او جګړې ته نه ووايي او عادي او مدني ژوند ته مخه کړي.

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ زېری دی چې ځوانان مو د جنګ او وژلو پر ځای سپورټونو ته مخه کوي. نوي واکمنان باید د جنګ چټله مفکوره د ځوانانو له ذهن څخه وباسي. یوازې روزل شوی پولیس او اردو باید دا صلاحیت ولري چې وسله وګرځوي. پاکستان د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ‌ کې زمونږ څو نسلونه د جنګ په ناولې مفکوره سمبال کړي ول چې په نتیجه کې یې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوال ووژل شول. له یوې خوا شوروي عسکرو زمونږ خلک ووژل بلې خواته کورنیو جنګونو چې وسله وال یې د پاکستان د پوځي استخباراتو او د ایران د استخباراتو له خونا روزل شوي ول افغانان ووژل. په دې کې شک نشته چې روسانو، امریکایانو، پاکستانیانو او ایرانیانو په افغانستان باندې یرغلونه وکړل، لاکن اوس هغوی ټول ورک شوي دي. اوس باید ځوانانو ته د جنګ پر ځای د مدني فعالیتونو لاره وښودل شي.

ځواب ورکړئ

تاسو د یو شمېر هیوادونو د یرغلونو یادونه کړې ده. لاکن اوس افغانستان بیا له یوه زاړه او یوه نوي یرغلګر سره مخامخ دی. زوړ یرغلګر خو تور کونی پنجابی دی چې دا اوس هم د طالبانو د حکومت سم نیم صلاحیت په کابل کې د پنجابیانو (پاکستان) سفیر سره دی. نوی یرغلګر چې له هر ډول شور او شغف څخه پرته لکه د وېلني مار غلی را روان دی هغه چین دی. زما په یاد شي په ۲۰۰۱ کې چې امریکا په افغانستان باندې حمله کوله، امریکایانو د قوالانو غوندې چیغې جوړې کړې وې او خپلې وسلې او تجهیزات یې په تلویزیونونو ښودل چې هلئ مونږ درغلو او نه مو پرېږدو... هغه به یې پرېږدو چې څه یې وکړل، په جنګ کې هم امریکا تاوان ولید او هم مونږ، لاکن اوس مونږ له یوه داسې خطرناک دښمن سره مخامخ یو چې په ګرده نړۍ کې ساری نه لري. چین او چینایان نه دین پېژني، نه ایمان پېژني، نه انسانیت پېژني، نه ښه ژوند پېژني، نه خوراک پېژني... دین او ایمان یې پیسې دي، انسانیت یې پیسې دي، ښه ژوند او ښه خوراک یې د سپیو او خرو د مردارو غوښو خوړل دي، لاکن په حقیقت کې دغه د تمدن او بشریت لوی دښمن په پټه خوله داسې څپېړې واروي چې یو سړی نه یو قوم نه بلکې ټول مملکت د زوال کندې ته ور غورځوي. دا هسې هوایي خبره نه ده. په سریلانکا، کینیا دلته نژدې پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې یې پروژې وګورئ. همدا دوه ورځې کېږي چې سریلانکا یې په دوزخ بدله کړله. نظام یې ور چپه کړ او ټول افتخارات یې له خاورو سره خاورې کړل. مونږ باید خپل ځان لویدیځ او هندوستان ته ورنژدې کړو او که ډېر مجبور شوو بیا روسیې ته. مونږ باید له پاکستان، ایران، او چین نه داسې فاصله ونیسو لکه ځمکه او اسمان.

ځواب ورکړئ

دا یو ښه او مثبت اقدام دی. زه د کندوز له ولایتي چارواکو څخه مننه کوم چې دغه ټورنمنټ یې پیل کړ. سپورت په حقیقت کې د سولې، دوستۍ او ورورګلوۍ پیغام دی او د خلکو په نږدې کولو کې مهم رول لوبوي. زه له مقاماتو او حکومتي چارواکو څخه غواړم چې دا ډول ټورنمنټونه نور هم پراخ کړي او د هیواد نورو برخو ته یې وغځوي.

ځواب ورکړئ