انرجي

کابل له هغه وروسته چې د برېښنا د لیږد یو مهم لین د واورې له امله زیانمن شو، له شدیدې پارچاوۍ سره مخ ده

د سلام ټایمز لیکنه

د سالنګ لارې په اوږدو کې د لوړ ولتاژ برېښنا برج د سختو واورو له ورېدو وروسته نړېدلی او د دغه غرني مسیر له لارې يې د برېښنا لېږد مختل کړی دی. [DABS/فیسبوک]

د سالنګ لارې په اوږدو کې د لوړ ولتاژ برېښنا برج د سختو واورو له ورېدو وروسته نړېدلی او د دغه غرني مسیر له لارې يې د برېښنا لېږد مختل کړی دی. [DABS/فیسبوک]

په ټول هېواد کې وروستیو شدیدو واورو پراخې ستونزې رامنځته کړې، مرکزي لارې یې بندې کړې او د هېواد په نازکو برېښنايي سیستمونو کې يې شته جدي ستونزې راسربېره کړې دي.

یو مهم ۲۲۰ کیلو وولټه برېښنايي لین، چې له ازبکستان څخه یې واردېدونکې برښنا انتقالوله، څو ورځې وړاندې د پل خمري او کابل ترمنځ ونړېد، چې په پايله کې یې په پلازمېنه او ۱۲ نورو ولایتونو کې د برېښنا کمښت رامنځ ته کړ.

دغه پرچاوي د څو ورځو شدیدې ژمنۍ هوا له امله رامنځ ته شوه، چې زیان منونکو برېښنايي سیستمونو ته یې زیان واړاوه او هغه فصلي ګواوښونه یې په ګوته کړل چې د افغانستان د انرژۍ شبکې ته متوجه دي.

د برېښنا ناڅاپي پرچاوۍ د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی، کاروبارونه یې درولي دي او په مکرر ډول د بنسټونو د خرابېدو او د بیړنیو خدماتو د ځنډ له امله یې د خلکو ناخوښي نوره هم زیاته کړې ده.

د خلکو د ورځني ژوند مختل کېدل

په کابل کې اوسېدونکي د جدي ستونزو راپور ورکوي، ځکه په ساړه ژمي کې د برېښنا نشتوالي د اوبو د وېش، د کورونو د ګرمولواو د کورنیو په اړینو ورځنیو چارو کې جدي ستونزې رامنځ ته کړې دي.

د رحیم الله په نوم په کابل کې د یوه اپارتمان اوسېدونکي طلوع نیوز ته وویل، «له پرون راهيسې د برېښنا د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ یو.

موږ یوازې شاوخوا یو ساعت برېښنا درلوده، او دا چې موږ په اپارتمان کې ژوند کوو، کله چې برېښنا نه وي، اوبه هم نه لرو.»

په اپارتمانونو کې مېشتې کورنۍ په ځانګړي ډول متاثره شوې، ځکه د اوبو پمپونه او د تودوخې سیستمونه په بشپړه توګه پر برېښنا ولاړ دي.

د امام نظر په نوم بل اوسېدونکي ورته اندېښنه څرګنده کړه او له چارواکو یې وغوښتل چې هرڅومره ژر چې کیدای شي لږ تر لږه برېښنا دې بېرته خپل حد اقل اندازې ته راولي.

هغه طلوع نیوز ته وویل، «موږ غوښتنه کوو چې برېښنا بېرته وصل شي. لږ تر لږه هماغه ۵–۶ ساعته برېښنا چې مخکې مو درلوده، باید بېرته ولرو.»

اوسېدونکي وايي حتی محدوده او د وړاندوینې وړ برېښنا هم له کورنیو او کوچنیو کاروبارونو سره مرسته کوي چې په ژمي کې موثر فعالیت وکړي.

د برېښنايي زیربناوو د کمزورتیا څرګندېدل

د افغانستان د برېښنا ملي شرکت، (برشنا) مسؤلینو تایید کړه چې تخنیکي ډلې چمتو دي، خو تر اوسه ندي توانیدلي چې زیانمنې سیمې ته ورسیږي.

د برشنا ویاند محمد صادق حقپرست، طلوع نیوز ته وویل، «له بده مرغه اصلي ستونزه دا ده چې د سالنګ لاره بنده ده.

موږ د لارې د پرانیستل کېدو په انتظار یو څو زموږ ډلې سیمې ته لاسرسی پیدا کړي او ستونزه حل کړي.»

د سالنګ لار د هېواد شمال له کابل سره نښلوي، او د دې لارې بندښت اکثراً د زېربناوو د ترمیمي چارو د ځنډ سبب کېږي.

په ورته وخت کې، د برشنا شرکت یوازې له حرارتي سرچینو څخه محدوده برېښنا کابل ته ورکوي.

دا موقتي حل یوازې د کمښت یوه برخه جبرانوي، او زیاتره اوسېدونکي لا هم یوازې په لږه او د وړاندوینې نه وړ برېښنا تکیه لري.

د برېښنا دغه پرچاوي په وارداتي برېښنا باندې د افغانستان تکیه او د ژمي په سختو شرایطو کې د زړو برېښنايي زیربناوو زیانمني په ګوته کوي.

د برشنا یوه پخواني مشر مخکې ویلي وو چې د اوږدمهاله کافي پانګونې نشتوالی د دې سبب شوی چې د برېښنا د انتقال لینونه او پایې د خرابو هوايي شرایطو پر وړاندې سم استحکام نشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500