۴۳ افغان اورپکي او ۵ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل چې، لږ تر لږه ۴۵ تنه اورپکي او ۵ تنه د افغان ملي اردو سرتېري د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ووژل شول.

دفاع وزارت د جون په ۲۲مه وویل چې، عسکرو د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۲۹ تنه اورپکي، چې شپږ تنه د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) غړي هم په کې شامل ول، ووژل.

افغانستان ټایمز وایي چې د دفاع وزارت زیاته کړه چې، په یادو پېښو کې پنځه تنه عسکرهم ووژل شول.

خامه پرېس د جون په ۲۳مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې، د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواک په یوه تازه حمله کې د یوه قوماندان په شمول لږ تر لږه ۱۲ تنه طالبان ووژل شول.

خامه پرېس د افغان ملي اردو له قوله خبر ورکړ چې، د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې په یوه تازه پېښه کې لږ تر لږه دوه تنه اورپکي د خپلو چاودېدونکیو موادو د چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500