کابل -- د څلورو ماشومانو او یوه ملا په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه افغانان په افغانستان کې په بېلابېلو بمي چاودنو کې ووژل شول.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دیني عالم او امام مولوي محمد شفیق د جولای په ۶مه د ننګرهار ولایت په مومند دره ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شو چې د هغه په موټر پورې نښلول شوی بم وچاودېد.
طلوع نیوز د سرپل ولایت د والي محمد ظاهر وحدت له قوله وویل چې د جولای په ۶مه په یوه جلا پېښه کې یوه ځانمرګي بمي برید لږ تر لږه څلور تنه افغانان ووژل.
وحدت وویل چې حاجي رحیم چې د شوروی اتحاد د وخت د مجاهدینو یو مشر وو د دغې حملې یو ښکاره هدف وو. هغه ژوندی پاتې شو، خو د هغه دوه زامن او دوه نور خپلوان ووژل شول.
په ورته وخت کې پژواک خبري اژانس د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د اداري مدیر کریم الله امیري له قوله وویل چې د سړک د غاړې یوه بم په یاده ولسوالۍ کې څلور تنه ماشومان ووژل.