افغان ځواکونو په کندهار کې ۲۵ تنه اورپکي ووژل، د کوټ ولسوالي یې تصفیه کړه.

د سټاف راپور

کندهار-- افغان سرتېرو په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه اورپکي په کندهار ولایت کې ووژل، په داسې حال کې چې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل چې سرتېرو د کوټ ولسوالۍ ډېرې برخې له اورپکو څخه پاکې کړې دي.

د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک د جولای په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په خاکرېز ولسوالۍ کې د سرتېرو له خوا په وروستیو عملیاتو کې د طالبانو د درې تنو قوماندانانو په شمول ۱۲ تنه ترهګر ووژل شول.

کندوزي د اختر د لمانځه له ادا کولو څخه وروسته د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یو شمېر پوستې ولیدلې.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، هغه د جولای په ۶مه وویل چې په کوټ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو په نتیجه کې هلته د داعش فعالیت راکم شوی دی. هغه وویل چې اوس د کوټ ډېرې سیمې له داعش څخه پاکې شوې دي.

نوموړي وویل، «مونږ د داعش زړه ته ور رسیږو. زمونږ سرتېري د هغو سیمو په لوري پرمختګ کوي چې هلته داعش خپل مرکزونه جوړ کړي ول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500