اشرف غني د تروریزم خلاف د شریکې جګړې غږ وکړ او د نیس ټولوژنه یې وغندله

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جولای په ۱۵مه د فرانسې په نیس ښار کې د جولای په ۱۴مه له ۸۰ تنو څخه د ډېرو خلکو ترهګریزه ټولوژنه وغندله او د ترهګرۍ د خطر خلاف یې د شریکې جګړې کولو غږ وکړ.

یوه سړي په نیس سیمه کې د سمندر پرغاړه د پلیو خلکو په یوه لاره باندې د ۲ کیلو مترو په اوږدوالي په خلکو باندې لارۍ ور وخېژوله او تر هغو په کې روان وو چې پولیسو وویشت او ویې واژه.‌

اشرف غني په یوه بیانیه کې وویل چې ترهګري هیڅ پولې او دین نه لري.

هغه د فرانسې خلکو او حکومت ته د افغانانو خواخوږي څرګنده کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500