کابل -- افغان چارواکو وویل چې، د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۸۶ تنه اورپکي او ۸ تنه افغان سرتېري ووژل شول.
د افغانستان ټایمز د اګست د ۴مې د راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې په مړو کې د یاغیانو یو قوماندان او ۵ تنه پاکستاني اورپکي شامل دي.
په ورته وخت کې، خامه پرېس د افغان پولیسو له قوله راپور ورکړ چې افغان هوايي ځواک د اګست د ۴مې په وروستیو کې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پټنځایونه بمبار کړل.
پولیسو وویل چې د داعش پر ضد په ترسره شویو هوایي حملو کې ۵ تنه پاکستانيان ووژل شول. ښایي چې دا هماغه ۵ تنه اورپکي وي چې د دفاع وزارت یې ذکر کړی وو.