چغچران، افغانستان -- پژواک خبري اژانس د اګست په ۱۲مه د غور ولایت د والي غلام ناصر خدایي له قوله وویل چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له عسکرو سره په یوه وروستۍ نښته کې لږ تر لږه ۱۴ تنه اورپکي ووژل شول.
د غور ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال غلام مصطفی محسني وویل چې په تېرو درې میاشتو کې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له ۵۰۰ تنو څخه ډېر طالبان او ۱۱۷ تنه عسکر وژل شوي یا ټپي شوي دي.