کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې د درې تنو عسکرو په شمول پنځه تنه افغانان د هېواد په بېلابېلو برخو کې په وروستي تاوتریخوالي کې ووژل شول.
خامه پرېس د کونړ ولایت د والي وحیدالله کلیمزي له قوله راپور ورکړ چې د کونړ ولایت په اسد اباد کې د اګست په ۱۸مه د طالبانو یوې راکټي حملې لږ تر لږه دوه تنه افغانان ووژل.
پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې په یوه جلا پېښه کې یوه ریموټ کنټرول بم د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د اګست په ۱۸مه لږ تر لږه درې تنه عسکر ووژل. عسکر په ګزمه ول چې بم وچاودېد.
په عین حال کې، طلوع نیوز د اګست په ۱۹مه راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې د پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره د بغلان - کندوز لویه لاره پرانستله.