د داعش تش په نامه والي په جوزجان کې ونیول شو؛‌ د داعش د قوماندان ښځه تسلیم شوه

د سټاف راپور

کابل -- افغان رسنیو راپور ورکړ چې د داعش یو تش په نامه والي او درې تنه نور د داعش غړي په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې په وروستیو حملو کې ونیول شول، په داسې حال کې چې د داعش د یوه قوماندان مېرمن پولیسو ته تسلیم شوه.‌

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د ملي امنیت ریاست د اګست د ۱۶مې په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت د ریاست منسوبینو په وروستیو وختونو کې د داعش درې تنه اورپکي په ننګرهار ولایت کې ونیول. د ملي امنیت ریاست زیاته کړه چې د داعش غړو ته ویل شوي ول چې په اچین ولسوالۍ کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.‌

طلوع نیوز د جوزجان د والي د ویاند محمد رضا غفوري له قوله راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د اګست په ۱۶مه د دغه ولایت له پاره د داعش تش په نامه والي ونیو.‌

غفوري وویل چې عسکرو نوموړی په جومات کې هغه مهال ونیولو چې نور کسان یې خپلو لیکو ته جذبول.‌

ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې په عین ورځ په جوزجان ولایت کې د داعش د یوه قوماندان مېرمن پولیسو ته تسلیم شوه او په خپل مېړه یې تور ولګولو چې په هغې یې فشار راوړ چې ځانمرګی بمي برید ترسره کړي.‌

ازادۍ راډېو د ولایت د امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني له قوله راپور ورکړ چې دغه ښځې وویل چې د هغې مېړه له طالبانو څخه داعش ته ور اوښتی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500