تروريزم

د داعش د نیول شوې فرانسوۍ غړې حال ښيي چې راکډه کېدونکي اورپکي له څه ډول برخلیک سره مخامخ کیږي

ای اېف پي

د متحده ایالاتو له خوا د حمایه کېدونکې ډلې، د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (اېس ډي اېف) یو غړی د غوایي په میاشت کې د سوریې په طبقه کې مخکې له دې، چې اېس ډي اېف د داعش بالفعل پلازمېنې الراقه ته پرمختګ وکړي، د داعش بیرغ لیرې کوي.

د متحده ایالاتو له خوا د حمایه کېدونکې ډلې، د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (اېس ډي اېف) یو غړی د غوایي په میاشت کې د سوریې په طبقه کې مخکې له دې، چې اېس ډي اېف د داعش بالفعل پلازمېنې الراقه ته پرمختګ وکړي، د داعش بیرغ لیرې کوي.

کابل -- افغان مقامات د هغو بهرنیو جنګیالیو پر ضد، چې غواړي په افغانستان کې له داعش سره یوځای شي، خپلو هڅو ته دوام ورکوي، او دا یقیني کوي چې دغه ډول ترهګر به یوازې له نیول کېدلو یا مرګ سره مخامخ شي.

افغان چارواکو د جمعې په ورځ‌ /د وري ۳ مه/ وویل، چې افغان ځواکونو یوه فرانسوۍ ښځه چې د داعش لپاره یې جنګ کاوه ونیوله.

دغه ښځه د پنجشنبې په ورځ ناوخته /د وري ۲ مه/ د هغو عملیاتو په ترڅ کې، چې د ملي امنیت د ریاست او افغان ځانګړیو ځواکونو له خوا په جوزجان ولایت کې ترسره شول، ونیول شوه.‌

ای اېف پي په وروستیو کې راپور ورکړ چې فرانسوي او الجزایري یاغیان،‌ چې یو شمېر یې له سوریې څخه راغلي ديپه دغه ولایت کې د یادې ډلې له افغان ګروپونو سره یوځای شوي دي.

یوه افغان عسکر د مرغومي په ۱۳مه د لغمان ولایت په الیشنک ولسوالۍ کې د یاغیانو د پټنځایونو په لور ټوپک نیولی دی.‌ [خالد زېری]

یوه افغان عسکر د مرغومي په ۱۳مه د لغمان ولایت په الیشنک ولسوالۍ کې د یاغیانو د پټنځایونو په لور ټوپک نیولی دی.‌ [خالد زېری]

افغان توپچیان د اپریل په ۶مه کال ۲۰۱۳ د تمرین په وخت کې توپ توغوي [افغان ملي اردو]‌.

افغان توپچیان د اپریل په ۶مه کال ۲۰۱۳ د تمرین په وخت کې توپ توغوي [افغان ملي اردو]‌.

د ملي امنیت د ریاست د یوې خبرپاڼې په اساس، امنیتي ځواکونو همدارنګه ۵ افغان سړي هم نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دفاع وزارت دا تایید کړې چې «د نیول شویو کسانو په ډله کې یوه فرانسوۍ یاغي ښځه موجوده وه»‌.‌

افغان چارواکو دا نه ده واضح کړې چې هغوی د ښځې تابعیت څنګه معلوم کړ. یوه چارواکي له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل چې هغې «په فرانسوي خبرې کولې». هغوی د ښځې په هکله او په دې رابطه نور جزیات ورنه کړل چې هغه له کوم ځای نه راغلې وه.

د ولایت امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني ای اېف پي ته وویل، چې د پنجشنبې په عملیاتو کې امریکایي ځواکونه هم ښکېل ول.

جوزجاني وویل، «د داعش ۴ تنه جنګیالي ووژل شول او یوه فرانسوۍ ښځه... هم ونیول شوه،»

هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې په وروستیو کې هم د داعش دوه نور فرانسوي یاغیان وژل شوي ول.

جوزجاني وویل، چې افغان او ایتلافي ځواکونو دغه ښځه توقیف کړې -- او دا خبره د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري هم تایید کړه.‌

غفوري وویل، چې دوه تنه ازبکان هم ونیول شول.

د شپې له مخې چاپه

افغان او امریکایي ځانګړیو ځواکونو په وروستیو میاشتو کې په جوزجان ولایت کې د داعش پر ضد هوایي بریدونه او ځمکني یرغلونه زیات کړي دي،‌چې امریکایان وایي دغو هڅو د یادې ډلې دا ظرفیت، چې بهرني جنګیالي وکاروي، «مختل کړی دی».‌

د مرغومي په میاشت کې، افغان ځواکونو د یادې ډلې لپاره «د بهرنیو جنګیالیو مشر رابط کس» ونیو. د قاطع ملاتړ یوې اعلامیې د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوه میاشتې وروسته، د هغه دوه ورپسې کسان د امریکایانو په یوه هوایي برید کې ووژل شول.

اعلامیه زیاتوي، چې ایتلافي او افغان ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په درزاب کې په مغول کلي کې «د شپې چاپه» ووهله.‌

په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن په یوه اعلامیه کې وویل، په جوزجان کې اکثر یاغیان «پاکستاني پښتانه» ول.‌

هغه زیاته کړه، ځینې یې د ازبکستان د اسلامي حرکت غړي ول، او «ښایي ۱۰٪ یې د نړۍ د بېلابېلو برخو یوه ګډوله»وه.‌

داعش په افغانستان کې په نسبي ډول لږ حضور لري، چې اکثر یې په ننګرهار ولایت کې دي او په وروستیو وختونو کې په جوزجان کې هم راپیدا شوي دي. هغه همدارنګه په کابل کې هم مرکزونه لري او په وروستیو میاشتو کې یې د ګڼ شمېر غټو حملو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما خوښېږي.‌

ځواب ورکړئ