طالبانو ته په بغلان او تخار کې درانه تلفات ور واوښتل

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې په داسې حال کې چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ او کندوز ښار کې له طالبانو سره جګړه روانه ده، په بغلان او تخار ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې په لسګونو طالبان اورپکي وژل شوي دي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د بغلان والي عبدالستار بارز وویل چې عسکرو چې د بغلان ولایت په پلخمري کې یې د شپې له مخې عملیات کول د اګست په ۲۱مه لږ تر لږه ۱۵ تنه طالبان ووژل.

طلوع نیوز د اګست په ۲۲مه راپور ورکړ چې په عین حال کې عسکر له نادعلي ولسوالۍ څخه د اورپکو پاکولو ته دوام ورکوي.

د طلوع نیوز د اګست د ۲۲مې د یوه خبري راپور په اساس، د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور وویل چې طالبانو ته د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې درانه تلفات ور واوښتل. جګړه په دغې ولسوالۍ کې د اګست د ۲۲مې په اوایلو کې پیل شوه.

د تخار والي یاسین ضیاء وویل چې په دغه جګړې کې د طالبانو د تلفاتو دقیق شمېر معلوم نه دی، او زیاته یې کړه چې چارواکو د ۶ تنو طالبانو مړي لیدلي دي. ضیاء زیاته کړه چې څلور تنه عسکر وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500