کابل -- ډان د اګست په ۲۷مه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له قوله راپور ورکړ چې هره ورځ خواوشا ۵۰۰ افغان کورنۍ خپل هېواد ته راستنېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یوه ویاند وویل چې هر ستنېدونکی کډوال ۴۰۰ امریکایي ډالر (۲۷۴۸۴ افغانۍ) مالي مرسته ترلاسه کوي.
د Afghanistan.ru د راپور په اساس، اکثر ستنېدونکي افغان کډوال په پاکستان کې اوسېدل، خو وروسته له هغه چې جرمني او افغانستان په وروستیو کې یوې موافقې ته سره ورسېدل، خواوشا ۵۰ افغانان به هره اونۍ له جرمني څخه راستنېږي.