کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې په کابل کې د سپتمبر په ۵ مه د اورپکو په درې حملو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې یو د افغان اردو جنرال او دوه د پولیسو قوماندانان شامل ول.
ازادۍ راډېو د کورنیو چارو د وزارت د ویاند صدیق صدیق له قوله د سپتمبر په ۶مه راپور ورکړ چې عسکرو هغه درې واړه ترهګر ووژل چې په کابل کې د یوې غیر دولتي نړیوالې موسسې ودانۍ سره نژدې یوې حکومتي ودانۍ ته ورننوتي ول.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، هغه وویل چې په هغې محاصره کې چې د سپتمبر د ۵ مې په وروستیو کې پیل شوې وه یو ملکي کس وژل شوی دی، او زیاته یې کړه چې عسکرو خواوشا ۴۲ کسان وژغورل.
طلوع نیوز د چارواکو له قوله وایي چې د دفاع وزارت سره نژدې دوه غبرګو بمي بریدونو د یوه جنرال او دوه د پولیسو قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۳۵ کسان ووژل.
ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې طالبانو د پېښو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.
د بغلان ولایت ځایي امنیتي چارواکو د سپتمبر په ۵ مه خامه پرېس ته وویل چې عسکرو د سپتمبر په ۴ مه په دغه ولایت کې په یوه نظامي مرکز باندې د اورپکو یوه حمله بېرته په شا وتمبوله.