کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې په افغانستان کې مسلمانانو د سپتمبر په ۱۲مه د لوی اختر ورځ ولمانځله. افغان جمهور رییس اشرف غني د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د سولې او یووالي له پاره هیله څرګنده کړه.
غني د حزب اسلامي افغانستان ګوند له خوا د سولې یو وروستی نوښت وستایه، او ویې ویل چې نوموړی تمه لري چې په نژدې راتلونکي کې له حزب اسلامي سره تړون لاسلیک شي.
هغه وویل، «سوله د افغان ولس هیله ده.»
غني وویل چې ټول افغان سیاسي مشران باید په افغانستان کې د سولې د راوستلو له پاره سخت کار وکړي، او زیاته یې کړه چې هغه د ټولو هغو امنیتي منسوبینو له پاره دعا کوي چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.