کابل -- د خامه پرېس د راپور له مخې، د سولې عالي شورا د سپتمبر په ۱۲مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا او حزب اسلامي افغانستان ګوند د سولې د تړون په یوه مسوده باندې سره سلا شوي چې له لوی اختر څخه وروسته به یې سره لاسلیک کړي.
د سولې عالي شورا وویل چې د اختر رخصتیو دغه تړون وځنډاوه، او زیاته یې کړه چې جمهور رییس اشرف غني او د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله په بشپړ ډول د دغه تړون ملاتړ کوي.
د سولې د عالي شورا ویاند محمد امین مظفري د سپتمبر په ۱۰مه وویل چې دغه تړون به ۲۵ مادې ولري.