کابل -- چارواکو وویل چې لږ تر لږه ۱۱۴ تنه اورپکي، یو ملکي شخص او ۴ تنه افغان عسکر د هېواد په بېلابېلو برخو کې په تازه تاوتریخوالي کې ووژل شول.
د خامه پرېس د راپورله مخې، دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۲مه وویل چې په شپږو ولایتونو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې عسکرو لږ تر لږه ۱۱۲ تنه اورپکي ووژل.
دفاع وزارت زیاته کړه چې ۴ تنه د افغان ملي اردو عسکر ووژل شول.
په ورته وخت کې، طلوع نیوز د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې دوه تنو وسله والو د سپتمبر په ۱۲مه په کندهار کې په میرویس روغتون باندې حمله وکړه او ډزې یې په کې وکړې.
چارواکو وویل چې دواړه وسله وال او یو ملکي کس ووژل شول.