کابل -- د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۰ تنه اورپکي ووژل شول.
د دفاع وزارت وویل چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه عسکر او لږ تر لږه ۶۰ تنه اورپکي ووژل شول. د دفاع وزارت د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې دغه عملیات د افغان هوایي او توپ لرونکیو ځواکونو په ملاتړ ترسره شول. د هوایي حملو په ترڅ کې ګڼ پټنځایونه او ځینې نظامي ګرځنده مرکزونه ویجاړ کړای شول.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن فضل احمد داوري وویل چې په عین حال کې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوې چاودنې د سپتمبر په ۱۴مه د افغان ملي اردو دوه تنه عسکر ووژل او یو بل یې ټپي کړ.