کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې ځمکنیو ماینونو لږ تر لږه ۹ تنه ښخوونکي طالبان په وروستیو وختونو کې په زابل او هلمند ولایتونو کې ووژل.
د افغانستان ټایمز د خبر په اساس، د زابل ولایت د ملي امنیت د رییس غلام جېلاني فراهي د سپتمبر په ۲۶مه وویل چې لږ تر لږه ۴ تنه طالبان په وروستیو وختونو کې د دغه ولایت په قلات کې په خپلو چاودونکیو موادو باندې ووژل شول.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، پولیسو د سپتمبر په ۲۶مه وویل چې ۵ تنه نور طالبان په وروستیو وختونو کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په امنیتي عملیاتو کې ووژل شول.
پولیسو وویل چې طالبانو د سرک د غاړې بمونه ښخول.